کور / هراړخیز / د ښځو لپاره د نړۍ پنځه بدترين ځايونه

د ښځو لپاره د نړۍ پنځه بدترين ځايونه

سعید شاه
منبع: ګارډین
ژباړن: وسیم سجاد، کابل


دښځو لپاره د نړی بدترین ځایونه: پاکستان
افغانستان، چیری چی ښځی د خپلو ستونزو حل په ځان سوځولو کی ګوري
صومالیا، چیری چی ښځی په خپل نوم شرمیږي
کانګو، په زور سره له ښځو سره  زنا پایتخت وبلل شو
هندوستان، چیری چی له ښځو سره زور زیاتی ساری ناروغی دی
پاکستان، چیری چی په ښځو تیزاب شیندل کیږي


نیلا فرهت د یوی غریبی کورنی ۱۳ کلنه جلکی وه، په حکومتی ښوونځي کی یی درس وایه، د ساینس استاد ورسره ناروا وکړه.
یو ماسپښین چی نوموړی له خپل ورور او څو نورو ټولګیوالو سره له ښوونځی رخصت شوی وه چی استاد او د هغه څو ملګري یی په مخ کی ودریدل او ددی د تګ مخنیوی یی وکړ.
نیلا وایی:″استاد ویل که زه ورسره لاړه نشم، نو وبه می وهي او یا به می وسوځوي، ما سره بله لار نه وه مجبوره شوم چی ورسره لاړه شم. یوه له مټه ونیولم او بل را باندی تیزاب وشیندل. دوی سره د تیزابو پلاستیکی بوشکه وه.″
دغه حادثه په لایحا ولسوالی د جنوبی پنجاب کی په کال ۲۰۰۳ کی شوی وه، په اسلام اباد، لاهور کی د نیلا ابتدایی تداوي وشوه خو زر کور ته ولیږل شوه.
د نیلا پلار په خپل کلي کی چای خرڅوي، نیلا ۳۰٪ د تیزاب شیندلو له وجی زخمی شوی وه. د تیزابو شیندل د ښځو لپاره یوه عامه سزا دی. د نیلا دواړه مټی، پښه، غاړه، مخ ټول له یوه سره سوځیدلي وو،یو غوږ یی تللی وو او یوه سترګه یی خو اوس هم کار نه کوي.
″زه ډیرو ځایونو ته د تداوی لپاره لاړم خو هیچا می هم لاس نیوی ونه کړ.″
نیلا په کور کی د څلورو راتلونکو لپاره په کور ناسته وه، بیا وروسته یوه ورځ د تیزابو خه د بچو کسانو لپاره د مرستی د یوی اداری ساحوي مامور ددوی کلي ته راغی. دغه اداره د  برطانیی له هغی ملاتړ ترلاسه کوي، هماغه وو چی ددی دتداوی په لټه کی شو او دی ته د عدالت د رسولو غوښتنه یی هم وکړه.
نیلا څو عملیات ترسره کړه خو بیا هم نورو ته اړتیا شته، دغه اوړی به یی هغه خرابه سترګه هم دید ترلاسه کړي، د نیلا په مخ اوس هم ژور داغونه ښکاري، ویښتانو یی له دریو ویښتو سرجری وروسته خپله څیره خپله کړه.
د ښوونځی استاد پولیسو، محکمی ته رشوت ورکړ او خلاص شو. نیلا خپله دعوه ستری محکمی ته په ۲۰۰۹ کی وړاندی کړه او په جرم کی شریک په ۱۲ کاله بند محکوم شو. نیلا اوس بیا زده کړی پیل کړیدي، نیلا غواړي چی وکیله جوړه شي.
نیلا وایی:″ زه چی هرڅه یم د تیزابو څخه د بچو کسانو داداری د احسان له وجی یم.
له هغی چی په ۲۰۰۶ کی د تیزاب څخه د بچو کسانو سره د مرستی اداری(۱) خپل کار پیل کړیدی، دوی د تیزابو ۵۲۰ حادثی ثبت کړیدي، دوی هڅه کوي چی د بیټریو لپاره واریدونکی تیزاب محدود کړي او ځپل شوو او کړیدلو لپاره د مرستی او حق غوښتنه وکړي. 
leekwal@yahoo.com