د وردګ په سيداباد کي د کرني دترويج د څانګي بنسټ کښېښوول سو

د لراوبر اداره | جون 19th, 2011


دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دکرنې دترویج یونټ دبنسټ ډبرې ترڅنګ ددې ولسوالۍ دبې وزلو کورنیو سره د(۱۳۰) ټنه خوراکي موادو مرسته وشوه.
دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدايي،دملي پولیسو،ملي اردو او دولایت سکتوري ریسانو په ملتیا سیداباد ولسوالۍ ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې دکابل کندهار دلوې لارې دامنیت دټینګښت،په دې ولسوالۍ کې دسولې بهیر پیاوړې کول، دبیارغاونې دبهیر ګړندي کول. دنوموړي ولسوالۍ درې کلن پرمختایي پلان دجوړلو په اړه دولسونو سلاء مشورې اخیستلو سربېره په دې ولسوالۍ کې دترویج دیونټ دبنسټ ډبرې دایښودو ترڅنګ ددې ولسوالۍ (۲۱۵۱) غریبو خلکو لپآره د(۱۳۰) ټنه خوراکي موادو ویش لړۍ هم پیل کړه.

Copyright Larawbar 2007-2024