کور / شعر / غزل

غزل

د يار يوې غمزې کړمه لیونو سره ګډ
اوس بلهاريږم په شمع پروانو سره ګډ
زه تکړه پښتون مدام عزم فرهادي لرم
ځکه قسمت کړمه د جګوغرونو سره ګډ
د اشنا د زلفو نکهت راغی د کوم لورې
دا فکر شو ګلګون که شوم خيالونو سره ګډ
داسې کوډې دښکلو مينې پر ما وکړلی
ژوند مې قبول مجمر کې تل سپيلنو سره ګډ
(احمدزی) که په ځېل د محبت ځان قربان نه کړل
بیا نو می ښخوئ خپلو پښتنو سره ګډ