کور / شعر / غزل

غزل

کاشکې زه د جانان زلفو کې ویښته وای
چې یې ول په ول په مخ باندې ویده وای

یا له سترګو چې تویېږي د یار مخ ته
هغه سپینې رڼې ښکلې اوښکې زه وای

یا مې دواړه لاسه تاو د یار له غاړې
یا له سره پیدا نه وم څه به ښه وای

یا مې ستا نوم په ژوند هېڅ نه اورېدلای
یا مې یاره تر څنګ تل تر تله ته وای

یا د تور بوړي غږونه وای په غرو کې
یا له یار سره بې ځانه خوله په خوله وای

بس خپلواکه تش د مینې په نوم پایو
که په ژوند کې مینه نه وای ژوند به څه وای