کور / شعر / ستادحسن اواخلاقو مثال نشته

ستادحسن اواخلاقو مثال نشته

ستادحسن اواخلاقو مثال نشته
ستاپه شانې بل خوبروېه هلال نشته
ددنېا دګلروخانودې څوورځې
خو دلبره ستاد حسن زوال نشته؟
چې ېې ستادعاشقانوغمخوارې کا
رحمان نشته ابدال نشته خوشال نشته؟
ستاپه مېنه کې چې تېرترمال اوتن و
صدافسوس چه په دنېاکې بلال نشته؟
دزاهدزاده ژوندون دې لتاځاروې
ستادمېنې «مهاجر»دې وصال نشته؟