کور / هستوي فزيک / د کاوې څښاک د زړه په ناروغۍ اخته میرمنو ته خطر نه لري

د کاوې څښاک د زړه په ناروغۍ اخته میرمنو ته خطر نه لري

په امریکا کې یوه څیړنه ښیي چې د کاوې (کافي) څښاک د هغو میرمنو لپاره ګټور دي چې د زړه په ناروغیو اخته دﺉ. دا څیړنه چې د امریکا د کلینیکي تغذیې په ژورنال کې خپره شوې په ۱۲۰۰۰ امریکا میشته ښځو باندې د شلو کالو په ترڅ کې تر سره شوې ده او پایلي یې ښیي چې د کافیین لرونکو څښنیزو توکو څښل د زړه په نارغي اخته کسانو د مړينې احتمال ډير را کښته کوي. ساینسپوهان وايي چې دا څیړنه لمړی د هغې نظریې په وړاندې شوې وه چې د کاوې څښل د زړه د وینو رګونو په بندولو کې رول لري. د دې ترڅنګ ساینسپوهان دا خبره تر اوسه هم نه ردوي چې کیدای شي چې کاوه د زړه د رګونو په بندولو کې رول ولري.