هلمند : د استونيا د دفاع وزير هلمند ته سفر کړى

عطاالله محمدي | جون 20th, 2011


د استونيا د دفاع وزير مارټ لارد هلمند ته په يوه رسمي سفر راغلى و او هلته يې په دې ولايت کي پر خپلو مرستو ټنيګار وکړ . د دې ولايت والي وويل چي نوموړى دې ولايت ته د خپلو سرتېرو او په دې ولايت کي پر خپلو مرستو د ټينګار په موخه راغلى دئ .


استونيا د آيساف په چوكاټ كي په افغانستان كي ۱۵۰ عسکر لري چي د هلمند په نادعلي ولسوالي كي مېشت دي.


Copyright Larawbar 2007-2024