یو امریکایی او یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 20th, 2011


د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی وړمه ورځ د هلمند ولایت په نهرسراج کی یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو . په دې سره د انګریزانو تلفات ۳۷۴ ته ورسېدل .
بلخوا ، پنتاګون لیکی چی درې ورځی مخکی په خوست کی یو امریکایی افسر د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سو . پنتاګون زیاتوی چی پرون چی کله څلور بهرني پوځیان په ترافیکی پیښه کی وژل سوي وو ، هغوی امریکایان وو چی زرهپوش یې په روزګان ولایت کی ژوری کندی ته لوېدلی و .
په دې سره د جون په ۲۰ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۲۵ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024