کور / تازه خبرونه / خوست دلنډروقوم: داړوندې سيمې امنيت خپله ساتو

خوست دلنډروقوم: داړوندې سيمې امنيت خپله ساتو

نن دافغان امنيتي ګارددشپږم كنډك د دويم بلوك قوماندان محمدولي خان په خوست كې دلنډوروقوم له مشرانواوسپين ږيروسره په ګډه غونډه كې دسيمې دامنيتي څرنګوالي په ښه والي خبرې وكړې اودتېرپه پرتله يې ديادې شوې سيمې امنيتي څرنګوالى ښه وبالۀ .
نوموړي ديادشوي قوم له مشرانوڅخه وغوښتل چې په اړوندوكارونوكې ورسره پوره لاسنيواى وكړي .
دلنډودقوم په استازيتوب مالك حاجي حاكم خان ،مالك حاجي قادرخان اونورو ، ژمنه وكړه چې دوى به داړوندې سيمې دامنيت په لاښه والي  كې له دلت سره هرډول مرستې جاري ساتي اوپه سيمه كې به هېڅوك دېته پرېنږدي چې وران كاري چارې ترسره كړي .
دنظرخاوندانوويلي چې دخوست ولايت امنيت دتېرپه پرتله ځكه ښه شوى چې امنيتي چارواكيودقومونورول ته پام اړولى دى اوقومونوهم په اړوندوسيموكې دوران كاروكړنودترسره كوونكيومخه نيولي .
اوسمهال په خوست ولايت كې دقومي دودله مخې دپېښودمخنيوي اودامنيت دګډوډوونكيوپروړاندې دچيغې ډول وهل كيږي اوداړوندقوم ټول ځوانان په يوه خوله له خپلوكورونوڅخه راوځي اوهغه څوك چې
په امنيتي ګډوډيوكې لاس لري نيسي اوياهم په پنځه ( قوم ) وژني .
پدې اړه ډېرې غونډې ترسره شوي چې پدې وروستيوكې قومونوهم له دولت څخه ددوى په سيموكې دبيارغاونې دكارونودترسره كولودژمنې په اخيستودېته بډې رانغښتي چې داړوندو سيموامنيت پخپله دچيغې قومي دودله مخې وساتي