کور / تازه خبرونه / كندهارزده كونكي: كاشكي مو كور سوځيدلئ وائ نه مكتب

كندهارزده كونكي: كاشكي مو كور سوځيدلئ وائ نه مكتب

دكندهارپه زاړه ښاركې نامعلومووسله والوتيرماشام يوې لېسي ته اوراچولي اودكلام الله  مجيددمباركوسپاروپه ګډون يې ګڼ كتابونه سوځولي دي .


دغه ښونځې دكندهار دزاړه ښارنارنج ماڼي ته څيرمه موقيعت لري اودمياعبدالحكيم صاحب په نامه ياديږي .


د ښونځى مخې ته په سل ګونوتنه زده كونكې راغونډسوي وواودخپل سوځيدلي ښونځى ننداره يې كول .


ددغې لېسي سرښونكې وايې چې تيرماښام لمړي پنځوتنونامعلووسله والودمكتب ملازيم تړلي اوبيايې لېسې ته اوراچولي .


دمياعبدالحكيم صاحب دلېسي زده كونكوپخپله دلېسي اورمړكاوه اودوي خپله په لوګيولوغړن سوي و.


زده كونكوويل چې په ښونځې كې يې داسلام دمبين دين داحكاموترڅنګ دموراوپلار،ګاونډيانواوټولني حقوق زده كړي و.


زده كونكي پخپل ښونځې  خوراخفه وواوآن چې ځينويې ويل كاشكې زموږكورسوځيدلاي واي نه مكتب.
دمياعبدالحكيم صاحب دلېسي  يوه برخه اوس تازه رغول سوي وه  اوزده كونكويې ورته زيات خوښ وچې نوربه نودخېمي پرځاي په صنف كې خپلي زده كړي كوي خوخبرنه وچې صنفونه به يې داورخوراك سي  .


ددغې لېسي دمديرپه خبره چې په لېسه كې نږدي ۱۲ سوه زده كونكوزده كړې كولې چې دوه سوه يې ښځينه زده كونكې وې .


ځايي خلګ هم دسيمې په لېسه خوراخفه .


زده كونكوغوښتنه كول چې دولت دي ده دوى ښونځى بيرته ورورغوې اودښونځې دساتني لپاره دي دولت پوليس په دنده وګماري .