کور / سياسي / دجبر رياست او د محکومو تګلاره

دجبر رياست او د محکومو تګلاره

 
پاکستان د شپېتو کالو شو . خپل کتابی نوم ېی اسلامی جمهورېه پاکستان دی  .  دعوا ېی داده چی دغه ملک د ۲۳ مارچ ۱۹۴۰ دقرارداد پر بنېاد جوړ شوی دی  . همدغه وجه ده چی په لاهور کښی ېی هم پدی ځای  مېنار پاکستان جوړ کړی دی  . ددغه مېنار په دېوالو ددې قرار داد نښی نښانی شته  .
قرار داد داوو چه پاکستان به دمسلمان رېاستونو ېو داسی ملک وی چه هغه به جمهوری وی او پدی ملک کښی به دغه رېاستونه به  autonomous and sovereign    (خودمختار او با اختار ) وی  .ددغه رېاستونو مشر ته به وزېر اعلی نه بلکه وزېر اعظم وېلی کېږی  .
هر کال په ۲۳ مارچ دغه قرار داد لمانځلی کېږی  ، پدی ورځ دتوپ ، توپنګ ، ټنکونو ،  جنګی جهازونو او دمېزاېلو نماېش کېږی  فوجی پرېډونه کېږی  . ددی څه مطلب دی  ؟  پدی ورځ دملک قامونه دخپل تارېخ ، کلتور ، وساېلو ، قربانېو او دذمه وارېو بحث ولی نه کوی  ؟
پدی ورځ اولسی غونډی او مباحثی ولی نه کېږی  ؟  ددغه سوالونو او دغه رنګه نور دسوالونو جواب ددی ملک پدی شپېته کلن تارېخ کښی پټ دی  . د ۲۳ مارچ فوجی پرېډونه ځکه کېږی چه پښتون ، بلوڅ ، سندهۍ ، سراېکۍ ، او شړل شوی بنګالۍ ددغه قراداد تپوس ونه کړی ، اوکه چېری ېی داسی جرآت وکړو نو پدغه وسلو ټانکونو ، جنګی جهازونو ، او مېزاېلو به ېی مقابله کوی  .
پر بنګال دغو فوجېانو ولی ېرغل وکړو  ؟  پر بلوڅ ددغه فوج پنځمه حمله ولی وشوه  ؟  پښتون قام چا څلور ټکړې کړو  ؟  پدغه شپېتو کالو کښی دغه خبره ثابته شوه چی پاکستان دپښتون ، سندهی ، سراېکی ، بلوڅ ېا دبنګالې ملک ندی  ، دغه ملک دپنجابی او دمهاجر سلطنت دی  . دغه نور ټول قامونه ددوی کالونۍ دی  . پاکستان نه اسلامی دی نه جمهوری او نه دپاکو خلقو ځای دی ، دغه ملک دجبر ېو قلعه ده چی نه پکښی جمهورېت شته نه اسلام او نه انسانی حقوق   .
دپاکستان په اولنې حکومت کښی له عبدالرب نشتر نه پرته نور ټول وزېران دجناح صاحب او لېاقت علی خان پشمول له لکنوو ، ممبې ، او اترپردېش نه راغلې وو  .  دوی ځکه جمهورېت نګړ خوښ ولی چی دوی خپله حلقه ، کلی ، او اولس نه درلودل  . ځکه دوی آېن نه غوښتلو ، کله په ېوه او کله په بله بهانه آېن جوړول او ځنډول ولې وشول  ؟  درې ځله اسمبلې آېېن جوړښت ته اورسېده خوبهانه چل ول وشو ، په اخره کی د آېېن قرارداد منظور شو  ،  دا فېصله اوشوه چه پاکستان به وفاقی جمهوری رېاست وی  .
رېاستونه به دېوبل برابر وی دوه اېوانی پارلمان به وی پدی کښی به دقامونو برابری وی  . په دا وخت تجوېز پېش شو چه دغه آېېنی  ډرافټ دی ېو آېېنی ماهر وکېل sir ivir jening   ته اوښودی شی  . بس دومره بهانه دپنجابی او مهاجر لپاره کافی وه  .
ېوه هفته پس دغه اسمبلې ماته شوه  . اېمرجنسی نافظ شوه  ، مولوی تمېزالدېن عدالت ته کېس ېوړو او دعدالت نه نظرېه ضرورت اېجاد شوه  .  ددغه ورځ راواخله تر ننه پوری چه څومره آېېنونه جوړ شوی دی او بېا مات شوی دی  .  چه کوم حکومت راغلې دی ېا لری کړی شوی دی دغه هرڅه دپنجابی او مهاجر دمفاد دپاره شوی دی   .
دبابړی نه راواخله دبېنظېر بوټو ترشهادته پوری  ، دقرارداد مقاصد نه راواخله تر البدر ، الشمس ، لشکر طېبه  ،  جېش محمد ، سپاه صحابه ، لشکرجنګوې  ،  القاعده ، او طالبانو پوری دغه هرڅه ددی غرض دپاره شوی دې  .
د بل ملک سره سودا ، په ملک کښی دننه فوجی ېلغارونه ، قتلونه ، ډز ډوز جېلونه ، هر عمل دپنجابی داقتدار او دنورو دغولولو دپاره شوی دی  .
په پاکستان کښی دوفاق په نوم هره اداره په اصل کښی دپنجابې او دمهاجر ادارې دی  .  دغه ېوه اداره هم دپاکستان د وفاق په معېار پورا نه خېژی .  په دغه ادارو کښی د پښتون  ، بلوڅ ، سندهی ، سراېکی ، بنګالی وجود ېا بېخی نشته ېا په نېشت حساب ده  .
 
دغه نېشت وجود هم ګونګا ، کوڼ ، او بېواکه دی  .
ترڅو پوری چی دپښتون بچۍ پلار ته ابو مور ته امې وه نه واېې ترقی نشی کولې  . دغلام اسحق خان او د روېداد خان په شان بېوروکرېس به دپنجابی د سلطنت پر نظرېه (نظرېه پاکستان ) متفق کېږی نو هله به مخکښي ځی او قابل قبول به وی  .که دوی د بنو ېا دمردان مړی ژوندی کړې دی نو اقتدار به ېی بېللی وی  .
چې کله ېو پښتون دپنجاب د مفاد نعره (کالاباغ ډېم ) اوچته کړی  نو بېا د شمس الملک او اوېس غنی په شکل کښی کله  وزارتونو او کله ګورنری ورکړی شی  هغه کله دېوی صوبې او کله دبلې صوبې  .
د نظرېه پاکستان معنی داده چه پاکستان به دپنجابی اومهاجر سلطنت وی او دنورو قامونو خلق او وساېل به ددوی په خدمت کښی استعمالېږی  .
که چېری دمحکومو قامونو افرادېا ډلی د پاکستان د اقتدار ېو کولو له تلل غواړی نو دا لازمه ده چی دغه به دخپل قام سره غداری کوې  . په بله معنی د اسلام آباد د وفاداری د قام غداری ده او دخپل قام سره وفا اسلام اباد دځان سره غداری ګڼلې ده اوبولې ېې   .
دبنګال دجداېې نه په ځای ددی چه دغه واکداران زده کړه اوکړی دوی نور هم خطرناک شول  . خپلې استعمارې پنجی ېې افغانستان او وسطی اېشاېې مسلمان رېاستونو ته اوږدې ګړی  . دپاکستان strategic depth policy 
مطلب داوو چه افغانستان به دپاکستان پنځمه صوبه ېا بل ازاد کشمېر جوړوې  .په افغانستان کښي د ملاعمر په نوم حکومت په اصل کښی د پنجابی او دعرب اتحاد حکومت وو  .
د ۲۰۰۱سپټمبر دنهمي په نتېجه کښی دماتی خوړلو نه پس دغه پالېسی دافغانستان په ځای وزېرستان ته راغله او بېا په ټوله  قباېلی سېمیه کښی  ، او اوس په شمالې پښتونخوا عملې کېږی  .په متحده هندوستان کښی مسلم لېګ دهندو سره برابری غوښته چی کله پاکستان جوړ شو نود   law of parity       په نوم دبنګال سره ځان برابر کړو خوچه کله ېې دبنګال نه ځان خلاص کړو نو دبرابری نه انکارې شو  .د ۱۹۷۳  د استعماری آېېن پسی د  one man one vote  قانون نافذ شو  .  پدغه آېېن کښی که دوفاقی جمهورېت  نعره ده چی د senate )   او دمشترکه مفاداتو کونسل(   نو هغه ېې شل کړی  . بېا ېې په دی تسلی اونه شوه دضېا الحق  pco  دمشرف lfo   او بېا  pco   په نوم مسلسل مارشلا نافذه شوه  .
دپاکستان د جبر دغه تارېخ ډېر اوږد دی  چی په ېو مضمون کښي نشی ځاېدلای  .  د اقتدار ، آېېن ، حکومت په دغه جبر کښی بېا دمحکوم قامونو تارېخ کلتور او وساېل سره څومره لوبی اوشوی  .
توانګر قامونه څنګه غرېب شول ،بی وسه پنجابۍ مهاجر څنګه تونګر شول  ؟
زمونږ ځمکی څنګه للمی شوی د دوی ځمکې څنګه زرغونې شوی  ؟
زمونږ کلې کوڅی او ښارونه څنګه په تېرو کښی ډوب شول اوزموږ سړکونه څنګه په تېرو کښی ډوب شول او د دوی سړکونه څنګه د قم قمونه ډک شول   .
موږ څنکه چوکېداران شولو او دوی څنګه جرنېلان او او کرنېلان شول ، زموږ دمېندو عمرونه څنګه په غوجل کښی تېر شول او ددوی مېندې څنګه د آکشفورډ ډګرې واخستی  ؟
 دغه ډېری تفصېلی خبرې دی .
خو لنډه داچه دمشرف دا تېر اته کاله دجبر په تېر 52   کالو باندی هم درانه دې   .  دمشرف دور دټولو نه تور دور دی ظلم ، جبر ، داولس درای دبی حرمتی د آېېن قتل د انصاف سره لوبې د کم کم به ذکر اوکړو  .
باېد چی موږ پدی سر خلاص کړو  چی مشرف ېو فرد نه دی بلکه دۍ دجرنېلانو نماېنده دی  دغه لوېې فېصلی ټولو جرنېلانو په شرېکه سره کړې دی   . په افغانستان کښی ترهه ګری ، دقباېلی سېمو قبضه ، دپاکستان آېېن ، عدالت ، او پارلمان دفوجی بوټان لاندې کول  دغه ټولی کړنې دنوموړو جرنېلانو مشترکه فېصله وه  .
خو ننی صورتحال بدل دی ، نن پاکستان دخپل ژوند د ټولو نه خطرناک بحران ته مخ دی  .
ځېنی خلک دغه بحران د  1971 په شان ګڼی خو حقېقت دادې چی پاکستان په ځکندن  کښی دی دغه هرڅه ددوې دخپله لاسه دی  . نن په نړی کښی پاکستان د توهګرو جنت ، د اېټم بم غل ، او ېو ناکام رېاست بللی کېږی  . په ملک کښی دننه دغه ملک د محکومو قامونو او مذهبی اقلېتونو دپاره ېوجېلخانه ، د شېعه دپاره قبرستان ، او دغرېب دپاره دوزخ جوړ شوی دی په اقتصادی توګه دغه ملک کنګال دې  . او په سېاسی توګه ېې ېو نه ختمېدونکی بحران ته مخه ده  . په ټول ملک کښی داسی لېډر نشته چی ټول ملک پری راېوځای شی  .
دمشرف په شکل کښی نن فوجی حکومت دملک داولس له بدترېن نفرت سره مخ دی  . دالېکشن موجوده ډرامه په ېو حساب هم موجوده بحران نشی حل کولای  ، حتی نتېجه دا ښکاری چی فوج به مشرف قربانوی  . خو پدی ندی غلې کېدل پکار نن عمران خان او نواز شرېف هم مشرف ته دمحفوظی لاری خبری شروع کړی دی خوموږ سمجوته نشو کولای  .
زموږ کېسه پر وزېر اعظم توب نه ختمېږی زموږ مسله داده چی د ENCYCLOPEDIA    دهر تعارف مطابق موږ پدې ملک کښی غلامان ېو  که نن هم محکوم قامونه ېا پښتون ورور په سجده پروت دې او دپاکستان دبچ کولو دعاګانی کوی باېد چی هغه راپاسوو ، پوه ېې کړو ، خپل صفونه درست کړو  .
اولس اګاه کړو او دسجدی دغه ورور ته وواېو چی راځه چی دخپلو ارمانونو دپورا کولو هڅه وکړو ، پدغه ملک کښی څوک پښتون قام له ېوه صوبه نه ورکوی نه مو پخپل نوم بولې ، نه مو برابری منی ، نه مو انسان شمېر ی  پدی کښی دمحفوظ لاری څه خبره ده  ؟  موږ دپنجاب ددغه اداری دغه رنګه نورو ادارو سره هېڅ سمتوجه نشو کولای ، دغلام او داقا روغه نشی کېدی  .
روغه صرف هله کېږی چی غلامې ختمه شی  اوبرابر شو .  نو بېا هم چی که کېدی شی پدی لړ کښی څه نکتی شېر کوم
۱ـ دمشرف حکومت دی ختم شی 
۲ـ فوج او خفېه اداری دی دسېاست او دحکومت نه لاس واخلې  .
۳ـ دټولو پارټېو په خپله د ېو نګران حکومت دی جوړ شی 
۴ـ د بې طرفه ججانو ېو آزادالېکشن کمېشن دی ېو آزاد الېکشن اوکړی  .
پدغه الېکشن کښي به موږ د ېو پارټی په حېث ېوه صوبه ترمارګلې پوری دهغی خپل نوم ، دپښتنو وطن په ټولو وساېلو خپل اختېار ، پښتو دسرکاری ، تعلېمی او عدالتی ژبه ، او په پاکستان کښی دقامونو دبرابری پر بنېاد نوی آېېن ، د پاکستان په فوځ ، خارجه دفتر ، پبلک سروس کمېشن ، کارپورېشنو کښی غرض په هره وفاقی اداره کښی د ټولو قامونو برابر اعداد شمار غواړو  .
ېقېنا دافغانستان استحکام بنېادی نکته ده خو هرکله چی فوج او خفېه اداری دسېاسی واک نه محرومه شی نو صرف افغانستان نه بلکه ټوله نړی به په آرام شی  .که چېری اوس هم د پاکستان جرنېلان د ذکرشوو څلور نکتو ته تن نه ګدی نو دوه مېاشتی پس پدی هم صلح نشی کېدی  . بېا به وخت له لاسه تلی وی بېا به داملک نه پاتی کېږی او پاتی کېږی نو هغه صرف هله چی د ملل متحد امن فوج پاکستان ته راشی  .
دغه ملک اوس ېو نړېدونکی دېوال دی ، دنېا په دې بې غرضه نشی پاتې کېدای .  دالېکشن ډرامه خو په هررنګ او هرشکل کښی ناکامه او بې نتېجی ده .  ځان وژونکی حملی ، بمی چاودنی ، چوکېانی پرېښوول ېانېول ، بد امنی  ، توری تېاری او اوګی خلک به څوک څنګه کانټرول کوی او هغه هم دفوجی حکومت په موجودګی کښی  .
که چېری فوجی جرنېلان توبه نه کوې نو بېا خانه جنګی راځی ېا دملل متحد فوج ددی نه علاوه بل امکان نشته  .
که چېری دملل متحد امن فوج راشی نو ېقېنا ربابونه به غګېګی ، هرچاته  به د ۶۰  کالو زېاتۍ او په نتېجه کښي جوړ شوی زاړه زخمونه راېادېږي  .