کور / راپور / پكتياكې نښتركالنۍ مشاعره ترسره شوه .

پكتياكې نښتركالنۍ مشاعره ترسره شوه .

پدې كالنۍ مشاعره كې په هېوادكې دننه اوله هېوادڅخه بهرګڼ شمېرشاعرانو،اديبانو،ليكوالانواودشعرمينه والوبرخه اخيستې وه .
دمشاعرې دغونډې په سركې مولوى ګل مرجان دعظيم الشان قران څومبارك اياتونه تلاوت كړل ،ورپسې ميلي سرودوغږول شو،بيادپكتياد ادبي ټولنې مشرډاكترعبدالهادي حماس پرانستونكي ويناوكړه ،
دمشاعې غونډه دسهارپه نهوبجوپيل شوه چې دين محمددروېش ،لعل پاچاازمون ،بازمحمدعابد،فضل الدين سراجي حصاركي ،شكريه مرهوني ،له خوست څخه محمداورخاورين ،نظيراحمدنظير، مطيع الله تراب ، جلا خپلواك ،نوراجان بهير،له ننګرهارڅخه عزت الله ځواب ،له پېښاروڅخه راغلي ورورمحمدحنيف حيران  ،اوهمدرازخورشاهين فردوسي ،شررساپي ،له زابل څخه هارون حكيمي ،اويوشمېرنورو شاعرانولكه محمدرفيق ميران اونورپه زړه پورې شعرونه دغونډې برخوالوته ورواورول.
همدراز محمدزرين انځور،علشاه پكتياوال ،محمداصف صميم اونوروګټورې خبرې وكړې .
ددې غونډې دمالي لګښت لپاره والي جمعه خان همدرديولك افغانۍ ،دپكتيكا والي ډاكترمحمداكرم خپلواك دوه نيم لكه افغانۍ ،محمدامين بسمل شل زره افغانۍ ،دامنيه قوماندان جنران عصمت ، لطف الله مشعل اوقومي مشر رحمت الله ځلاند لس ،لس زره او محمدابراهيم پنځه زره افغانۍ دپكتياادبي ټولنې په واك كې وركړې وې .
دغونډې په وروستۍ برخه كې احسان الله درمل  ،محمديار دعبدالحۍ ګرديزي  اويون دغازي ببرك خان مدال دزرومډالونه وركړل شول .
همدارازدجمعه خان همدردلخواپنځوس لنګۍ اوشپږ ټيكري شاعرانو(ښځواونرو) ته ډالۍ شول .
غونډه دافغانستان په وخت ماسپښين په يوه نيمه بجه پاى ته ورسېده ،له هغې ورسته ميلمنوته ډوډۍ وركړل اوبيادنعيم تورې لخواچې په همدې موخه راغلى ؤپه زړه پورې كنسرت وركړل شو .