کندهار : دتليفوني شرکت تمبه وسوځول شوه

34 | مارچ 15th, 2008


په دامان ولسوالي کې ولاړه دافغان بيسيم مخابراتي شرکت پر وسايلو اوس هم سرې لمبې بلي دي او کار کوونکي يې دغره په بېخ کې په يوه وياله کې لاس تړلي وموندل شول . دافغان بيسيم يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې هم دا اوس يې کار کوونکي موندل شوي دي . دده په خبره چې دتليفون ستنه يې تېره شپه پردوې بجې وسله والو کسانو ويشتلې ده . افغان چارواکو لا تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي . طالبانو لا له وړاندي خبردارى ورکړى وو چې په افغانستان کې دګرزنده تليفوني شرکتونو ماليکان دي په ټول هيواد کې دشپې له مخي خپلي دستګا وي بندي کړي که نه دوى به يې په نښه کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024