کور / خبرتیا او پيغامونه / دلراوبر ويبپاڼي خبرتيا

دلراوبر ويبپاڼي خبرتيا

درنو ليکوالو او دلراوبر ويپاڼي محترمو لوستونکو :


 19 مارچ هغه ورځ ده چې پنځه کاله وړاندي امريکايي پوځ پر عراق باندي بريد وکړ او دصدام حسين واکمني يې ړنګه کړه په دغه ورځ به دامريکا ولس مشر بوش وينا کوي او دپينټاګان يوشمېر مشران به هم پردغه خبره ږغېږي . دامريکا بريد 2003کال کې دمارچ مياشتي پر 19 نېټه ترسره سو دوه کاله باد نړۍ والي ټولنې او دامريکا مدحده ايالاتو په عراق کې دولسي جرګې لپاره ټاکڼې وکړې او واک يې ځايي مشرانو ته وسپاره، د دوه زره شپږ کال  په ډسامبر مياشت کې دعراق پخواني ولسمشرصدام حسين پانسۍ کړ او .په تېرو پنځو کلونو کې دعراق دجګړې پر مهال په لکونو عراقيان ووژل شول او همدومره نورټپيان شول ، په عراق دتېرو پنځو کلونو په دوران کې 3997 امريکا يي پوځيان ووژل شول او نېژدې دېرش زره نور ټپيان شول . په واشنکټن کې دسپيني مانۍ وياند ښاغلى ټوني وايي چې درارواني چهار شنبې په ورځ به ښاغلى بوش دترهه ګري په اړوند يوه وينا کوي او په عراق کې دبرياليتوبونو ريپورټ به وړاندي کوي .


ستاسو له نظره په عراق کې دامريکا شتون تر کومه حده دافغانستان په ګټه دى؟


ايا امريکا په عراق کې بريالۍ ده؟


امريکا ته دعراق په اړوند څه کول په کار دي؟


امريکا با يد په افغانستان کې څه وکړي چې سولي ته لار هواره سي او دجګړو لمنه له ګران هيواد څخه ټوله شي .


ايا دعراق جګړې پر افغانستان بدي اغېزي پاشلي دي کنه ؟


درنو ليکوالو ! هيله ده چېر په دې اړوند خپلي ليکنې او نظرونه دلر اوبر په پته راولېږئ .


ستاسو دليکنو  په تمه دلراوبر ويپاڼي اداره


مننه