دډيورنډ کرښي ددواړو غاړو درغونې هڅي پېل شوې

34 | مارچ 15th, 2008


دامريکا دمتهده ايالاتو دمشرانو جرګې يوشمېر سناتورانو وړانديز کړى چې دډيورنډ کرښي دواړو غاړو ته پرتې پښتني سيمي دي ورغول شي او په هم دې ډول دي په دواړو سيمو کې دخلکو ژوند ته پاملرنه وشي ، په وړانديز کې داهم را غلي دي چې دشمالي پښتونخوا زلزله ځپلو  سيمو ته دي پاملرنه وشي . دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په دغه وړانديز خوښ ښکاري او وايي چې ددغه قانون سازي پر بنسټ به دامريکا دولس مشر بوش غوښتنې پوره شي او په افغانستان کې به بيا رغنيز بهيرته ډېره پياوړتيا وروبخښل شي . همداراز دشمالي پښتونخوا زلزله ځپلې سيمي او پر ډيورنډ کرښه پراته وګړي او قبايل به هم دبيا رغونې په لړ کې شا مل شي .

Copyright Larawbar 2007-2024