وحيدعمر:ايكن بيري دي خپل ماموريت ته متوجې اوسي
افغان دولت كه څه هم په هرات كې د امريکا د سفير وروستي انتقادونه کم ارزښته بللي، خو ده ته يي سپارښتنه کړې، چې بايد پر افغان مشرانو د انتقاد کولو پر ځاي خپل ديپلوماتيک ماموريت ته متوجه اوسي.
ايکن بيري په خپله وروستۍ وينا کي پرته له دې، چي د چا نوم واخلي افغان مشران تورن کړل، چي دوى ته د تيري کوونکو خطاب کوي او د دوى رواني هلي ځلي د خپلو اهدافو له مخي بولي.
د جمهور رئيس کرزي وياند وحيد عمر که څه هم دا ډول څرګندوني د ايکن بيري د ډيپلوماټيک ماموريت پر خلاف وبللې خو دا يي په کله رد کړه، چي جمهور ريس كرزي دي بهرنيو ځواکونو ته داسي څه خطاب کړي وي.
ښاغلي عمر، چي له ازادى راديوسره يي خبري کولې وويل، چي د ښاغلي کرزي اساسي انديښنه دا ده، که د بهرنيو ځواکونو له خوا د افغانانو وژنه او زورول دوام وکړي، نو ممکن د خلکو ذهنيت بدل سي
ايکن بيري دا انتقادونه په داسي حال کي کړي، چي په افغانستان کي د امريکا د سفير په توګه د ماموريت دوره يې د پاى ته رسېدو په حال کي ده
د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ پر يو بل د انتقادونو دا څپه بيا په داسي حال کي پورته شوې، چي دواړه هېوادونه له يو بل سره د يو ستراتيژيک تړون په درشل کي دي.
منبع ازادى راديو