کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان- ۱۲مه برخه

سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان- ۱۲مه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


شهزاده  علاوالدین   چې  د څو ورځو راهیسې په پرلپسې توګه  یی ناروغتیا زیاتیده ، د سلطان د بیرته راستنیدو نه وروسته یی  دشاهي طبیبانو د ځانګړې توجه  له مخې   روغتیا  مخ په ښه کیدو وه  . د خپلې ناروغتیاد بسترې  څخه پورته شوې او اوس  په خپله  د قدم  وهلو جوګه  ګرزیدلې و ، دمحل  په داخل کې  به یی  آس  سواری هم کوله او په یو شمیر  لوبو کې به یی  هم برخه اخستله . خو یوه ورځ   یوناڅاپه دهغه  روغتیایی حالت  ډیر خراب  شو  او د څو ساعتو سختې ناروغتیا  وروسته  ېې د دې فانې نړۍ  څخه  سترګې پټې کړې.
شهزاده علاوالدین  سلطان ته ډیر  زیات  ګران  و . کله یی  چې د وفات خبر  سلطان ته ور سید نو سلطان  سخت ټکان وخوړ . دهغه په فکر کې هم نه و چې  ناروغه  شهزاده  به دغسې  یو ناڅاپه  ددې نړۍ  څخه سترګې پټوي ، دخپل ځوان  زوې  ناڅاپې مړینې د سلطان په  ځیګر  باندې ډیر ناوړه  اغیز وکړ، هغه د خپل  زوې  د تکفین  له پاره  په ډیره بیړه  اورنه ته راستون شو، خو د زوې  داخري  رسوماتو داداکولو په وخت  کې سلطان داسې  معلومیده  لکه  یو ناڅاپه چې بوډا  شوي وي. دهغه  مخ داسې اغیزمن شوې  لکه د یوه کیشتیبان  مخ  چې د کیشتۍ دغرقیدو په وخت کې د غم او اندیښنو څخه  اغیزمن کیږي . شهزاده  نه یواځې  سلطان ته ګران  و  بلکه هغه دسلطنت   وارث او ولیعهد هم و. دهغه  ناڅاپې مړینې  سلطان  مړژواندې کړې و . اوس نو سلطان  ته  د مملکت د امورو ، او حکومت کولو سره  هیڅ  دلچسپې نه وه پاته . همدا علت و چې سلطان د شهزاده د مړینې په دریمه ورځ د سلطنت  څخه دګوښه کیدو پریکړه وکړه . د سلطان ددې پریکړې   په واسطه د سلطنت  ګڼ شمیر مخلص   عمایدین ، سپه سالاران  او سالاران  ډیر غمژن شوي و  ، په دې اساس  هغوې  پریکړه وکړه تر څو سلطان  مجبور کړي  دسلطنت   نه  د عزل کیدو خپله پریکړه بیرته واخلي  او عثماني سلطنت  بې یاره او  مددګاره  پری نږدي . خو سلطان  دیوه خبره هم وانه وریده  او په خپله پریکړه باندې کلک و درید.
دسلطنت په تخت  باندې  د شهزاده علاوالدین نه وروسته دهغه  د کوچني ورور  شهزاده محمد دکیناستو حق و ، په دې اساس  سلطان  شهزاده محمد  ته   د  هغه  په کوچنیوالې کې  د عثماني  سلطنت  تاج ور په سر کړ، په دې وخت کې  د شهزاده محمد  عمر  څوارلس کاله و . ګڼ شمیر  خلکو دا ګمان کاوه  چې  ځوان  شهزاده  به د حکومت   امور په ښه  توګه  تر سره  نه کړي . په دې خاطر سلطان دخپل نوي  شهزاده  له پاره  د خپل سلطنت  ډیر  تجربه لرونکې سالاران او عمایدین  د  سلاکارانو په څیر و ټاکل . په دې لړ کې یی قاسم بن  هشام په ځانګړې  توګه په ځانته خونه  کې ور  وغوښت او ورته  یی حکم وکړ  چې :
« قاسمه !  مونږ  پر تا باندې  ډیر زیات  باور او  اعتماد کوو . د ابوجعفر  د سازش  په را بربنډولوکې  چې تا کوم  کړچار  ادا کړې  دهغې  له  رویه دې په عثماني  سلطنت باندې ډیر زیات احسان کړې دې . چې اجر اوبدله یی مونږ نه شو درکولې . مونږ ستا د وړتیاو  اواخلاص   ترمخه  پریکړه  کړې ده  چې   زما د تګ  سره سم  تاسې  د شهزاده محمد د ځانګړې  سلاکار په څیر  و ټاکو . هیله لرم  چې ته به دا دنده په ډیره  ښه توګه تر سره کړاې شې .  مونږ  پر تا  پخوا له دې نه هم ډیر مسؤلیتونه بار کړې دي  ، هسې خو هم مونږ ته شاهي سراغ  رسان  اوپه اورنه کې  د قیصر دجاسوسانو د جرړو د ویستلو له پاره  ټاکلې یی ….. خو څرنګه چې اوس د سازش او بغاوت  ګواښ    کم شوې دې  نو په دې خاطر  مونږتا  ددې مسؤلیت څخه ازادوو اود  شهزاده محمد سره دې  د ځانګړې  سلاکار په توګه ټاکو . اوس نو هغه  شهزاده محمد نه دې بلکه  « سلطان محمدخان  » دې .
قاسم لا  دپخوا  څخه دحالاتو څخه  ښه خبر و . اوهغه همدا هیله درلوده چې سلطان به  ورته د شهزاده  په اړه  څه ځانګړې  هدایات  ورکوي . خو هغه ددې هیله نه درلوده چې هغه دې  د شاهي سراغ رسانۍ  څخه  جدا کړی . په دې خاطر  یی  په څیرانتیاسره  تر ې و پوښتل :
« خو درونده سلطانه  !  د ابوجعفر  یو شمیر  جاسوسان  لا  تر اوسه  هم زمونږ دپنجو څخه ازاد  ګرځي ، زه ډیره  هڅه کوم چې هغوې هم  ونیسم .»
« ددې  کار له پاره  بهرام خان  کافی دې . هسې  هم  ما تاسې د موقت  سراغ  رسان په څیر  ټاکلي واست . ته دجنګ د محاذ  سړې  یی .  مونږ  نه  غواړو  تا دلته په دې امورو کې له لاسه ورکړو .»
قاسم یی د شاهي سراغ رسانۍ  د دندې  څخه لرې کړ . او د نوې ځوان  شهزاده  سلاکار یی و ټاکه .  خو په یني چري کې  د قاسم  قومنداني همغسې په خپل  ځاې  پاته  شوه.
دشهزاده محمد  په تخت دکیناستونه وروسته سلطان دکوچنۍ اسیا  د «ایدین » در یاست  په لور  وخوزید. په دې  سیمه کې  ډیرې   په زړه پورې  طبیعې ښکلې  منظرې  وې او تر څنګ یی  هلته یوه خانقاه  هم  موجوده وه .   په دې خانقاه کې به هروخت  د ذکر  وفکر  او زهد اوعبادت  غونډې  جوړې وې . په ایدین  کې دښارې ژوند په لړ کې  کومه خاصه  ستونزه  نه تر سترګو کیده . بلکه ددې ځاې  خاموشه  چاپیریال او ښکلې  طبیعې  مناظرو سلطان ته د سلطنت د تخت  نه په زرګونو  واره   زیات  سکونت  او ارام ورباښه .  دلته سلطان  په ذکر وعبادت  کې  مصروف  شو . ځکه سلطان مرادخان ثانی  یو درویش صفته اوفلسفي انسان و اود ماده پرستۍ څخه یی  سخته کرکه درلوده . هغه ته د ښارونو اوسیدونکی  او ددولت  را ټولونکی  د جهنم  خس  ښکاریدل. دهغه په وړاندې د دنیا  له پاره منډې ترړې  دشیطان  د پیروانو کار ګڼل کیده . هغه په دې  پوهیده چې د حقیقې  ژوند  راز  د الله  تعالې په پیژندلو  کې  پټ  دې . په همدې خاطر یی د سلطنت  څخه د ګوښه کیدو  پریکړه وکړه  او پادشاهي ، زر  ، جواهرات  او هرڅه یی پریښودل  او په دې اړه یی یوه لمحه  هم  د خفګان  احساس و نه کړ .
سلطان  اورنه  پریښوده  او  ترې  ولاړ . دسلطان مرادخان ثاني دسلطنت  څخه ګوښه کیدل او  یوه ځوان شهزاده ته د سلطنت  امور  ورسپارل  د عیسویانو اوصلیبیانو له پاره  د خوشحالۍ  سبب وګرزیدل . په دې اساس  یی د موقع  نه  د ګټې په اخستو  سره  د  لاسلیک شوي تړون د ماتولو  هڅې پیل کړې ، دهنګری  قومي  غونډې  داوخت  داورپا  څخه د ترکانو د ویستلو له پاره  بهترین  فرصت وګاڼه  ، په دې  لړ کې  ډیر  ستر محرک  عنصر د پوپ  نماینده  « کاردینال جولین » و . هغه د پوپ  د پوره  تايید په اساس   د تړون  په ماتولو  اصرار کاوه ، پوپ  ( پاپا یی  روم ) د روم دکیتولیک  چرچ  مشر و . په دې اساس هغه وخت چې پوپ  دا فتوې ورکړه  چې د مسلمانانو سره  د تړون  ماتول  ګناه نه ده  نو په ټوله اروپا کې  د جوش او جذبې نوې ولولې  را وټوکیدې . د قسطنطنیی قیصر هم   په دې تحریک کې  له ټولو  مخته و . په داسې حال   کې  چې قیصر د ( ارتوډکس د کلیسا) پیرو و . ارتوډکس  کلیسا د ورمن کلیسا  سره  سخت مخالفت   درلود خو ددې  سره سره بیا هم  د قسطنطنیی قیصر   د مسلمانانو پر خلاف د کارډینل جولین  او د هنګري  دخلکو تر څنګ  قدم  په قدم  روان و . دا حالات دصلیبیانو له پاره  د هیلو نه ډک  و، ځکه د عثماني سلطنت د امورو  مسؤلیت د یوه ځوان  شهزاده   په  اوږو  بار وو، او کرمیا امیر  هم ددې خبر  په اوریدو سره یو ځل  بیا په بغاوت  لاس  پورې کړ ، عثماني  فوځونه  د کرمیا امیر د ځپلو له پاره یوځل  بیا هغه لورې ته ولاړل .
دبله اړخه  د «دانیال  » په دره   اوسیند باندې  د ( جینوا، برګنډي   او وینس )  بحرې بیړیو  ولکه کړې وه . او عثماني  فوځونو ته یی دا ستونزمنه کړې وه چې  د دانیال دد ریاب  څخه  په اسانۍ سره تیرې  شي . اوس نو ټول حالات  د صلیبیانو په ګټه او دمسلمانانو په زیان  باندې راڅرخیدل . خوددې ټولو خبرو  سره بیا هم  دهنګري پادشاه لارډ سلاس  نه غوښتل د سلطان سره  خپله کړې  لوظنامه ماته کړی . تر څنګ یی د هنګري دقومي  غونډی یو شمیر غړی هم  دتړون دماتیدو پر خلاف  و  او دا کار  یی غیر اخلاقي  ګاڼه . ان تر دې  چې پخپله هونیاډې  هم د تړون د ماتولو پر خلاف  و . خو کارډینال  جولین دخپل مذهبي  اغیز  څخه  کار واخست  او د روم د پاپا  د  فتوې په  اساس  یی د  پادشاه  ضمیر ارام کړ. اوهغه ته یی  دا ډآډ ورکړ  چې دغیرعیسوی  خلکو سره تړون  هیڅ معنا نه لری .  په دې لړ کې دهنګری د قومي غونډې د یوشمیر کسانو  مخالفت  هم ددې  فتوې تر اغیز  لاندې راغې  ، جولین په  غونډه کې اعلان وکړ چې  دا فتوې پخپله د پوپ د تائید نه برخمنه ده . هغه  غونډې ته په خپلې وینا کې  چې  تاسې یی « د عثماني دولت ، لمړۍ ټوک  او د ګبن  د څلورم  ټوک  په   ۴۶۴ مخ  کې    لوستلې  شئ » داسې وویل :
« ایا تاسې  په دې زرینه  موقع  کې  خپلې ټولې   هغه هیلې  چې خلکو  په  تاسو پورې تړلې  دي  له منځه وړئ ، ددې  خوش بختۍ  څخه ګټه نه  پورته کوئ  چې تاسې  ته در په برخه شوې ده . ستاسې  ژمنه ، عهد او تړون   ستاسې د خداې  او  ستاسې دمسیحې ورونو سره دې  په دې اساس  زمونږ  هغه  پخوانې  تړون چې زمونږ دمذهب دمخالفینو او دمسیح  ددښمنانو  سره شوې و ، له منځه تللې دې .  نن په نړۍ کې دمسیح نماینده  د روم  پاپا  دې   اودهغې د اجازې پرته نه تاسو کوم تړون کولې شئ  او نه  یی  پوره کولې شئ ، په دې توګه  زه تاسې  د هغه درواغو د سوګند  څخه برې  کوم  اوستا سو  فوځ  ته برکت  ورکوم ،  د شهرت او خلاصون  په لاره کې زما تر شاه  را ځئ ،خو که چیرې اوس هم ستاسو په زړونوکې څه خبره وي  نو زه به دهغې ګناه  وبال  په  خپله  غاړه واخلم . »
هونیاډې لا تر اوسه د کارډینل جولین تر اغیز  لاندې نه و  راغلې ، ځکه هغه دترکانو سره د ژمنې ماتول  ډیره  ستره  بداخلاقي ګڼله . خو کله چې د هونیاډې سره دا ژمنه وشوه چې  د ترکانو څخه  د بلغاریی دبیرته اخستلو وروسته  به هغه هیواد  هونیاډې ته ورحواله  کړل شي او هونیاډې به دهغه ځآې پادشاه ومنل شی  نو هغه هم د کارډینال سره  همغږې  شو .
 دهونیاډې د راضی کیدو سره  سم د صلیبیانو لښکر چې دراتلونکو لسوکلونو له پاره یی  د مسلمانانو سره د جنګ  د نه کولو تړون  لاسلیک کړې و، په ډیر جوش اوجذبې سره جنګ ته تیار  شول .  هونیاډې وړاندیز وکړ چې دتړون دماتولو اعلان دې د ۱۴۴۴ زکال د سپتمبر تر لمړۍ نیټې پورې  پټ  پاته شي ، هغه فکر کاوه چې  عیسایی  صلیبي ځواکونه  به د ستمپر تر لمړۍ پورې  د وخت  څخه پوره پوره ګټه پورته کړي  اوپه  هغو ټولو سیمو به ولکه ومومي  چې ترکي فوځیان  یی د دې تړون  له مخې  پریږدي  . همدا راز  یی سربیا  پادشاه ،جارج برنیک  وچ  ته یی دهغه د سلطنت دپراخولو په اړه  لالچ ورکړ اوهغه یی هم د تړون  په ماتولو باندې  اړ ویست .
 دلین پول د وینا له مخې  « دکومو لارو څخه  چې دا غداري  ترسره  کیده، دهغې  له مخې د اروپا د جنګي  پوهانو  او   یوه   ستر سپه سالار  دشهرت  له  پاره   ددې نه  بله زیاته   معیوبه  خبره  په تاریخ کې  نه شي تر سترګو کیدې .»
تر اوسه  پورې د سوله لیک د لیکلو څخه  لا یوه میاشت  هم نه وه  تیره شوې  چې دماتولو له پاره یی صلیبیانو  سره لاسونه یو کړل . هغه وخت چې   عثماني   فوځیانو  د سربیا،  والیشیا  ( والاچیا)  او د ډینوب د ساحلې سیمو او جنګي کلا ګانو څخه  خپل فوځونه را ویستل  نو صلیبي فوځونو د تړون  څخه پوره پوره  ګټه پورته  کړه ، اوپادشاه  لارډسلاس ، کارډینل جولین ،  او هونیاډې  دعثماني سلطنت پر خلاف   نزدې  شل زره  فوځونه  راټول  کړل او د سپتمبر په  لمړۍ  نیټه   یی دحملې  له پاره عملې ګامونه واخستل . ترکان دهغوې ددې  فریب  او چل ول  څخه بې خبره وو . په دې اساس  هغوې  ګڼ  شمیر  جنګې کلاګانې  صلیبانو ته پری ایښې وې . صلیبیانو هم  په  یو شمیر  جنګې کلاګانو باندې  یرغل وروړ  او هلته میشت   ترکي فوځونه یی  یو په بل پسې  یا ووژل  او یا یی  د غرونو د سرونو څخه  لاندې  را وغورول  . دهنګري  فوځونو دخبر  ورکولو پرته  د ترکي په پولو باندې  یرغل  راوست ، هغه  سمیې یی  لوټ اوتالان کړې  او دبلغاریه  له لارې  یی ځانونه  بحر اسود  ته را ورسول  اوبیا یی دهغه ځایه د جنوب  په لور مخه کړه . په دې توګه  هغوې  ګڼ شمیر سیمې تر خپلې ولکې لاندې  راوړې  او تر  «وارنا» پورې  ور ورسیدل  اوهغه ښار یی کلا بند کړ ، دلته هم ترکي فوځونه  ددومره ناڅاپی  یرغل دمقابلې  له پاره تیار نه وو. په دې اساس  یی  دمجبوریت  له مخې  خپلې وسلې  په زمکه و غورزولې  او « وارنا » یی  صلیبیانو ته ورحواله کړه . ددې  نه مخته  چې  په لاره کې څومره   ترکي  فوځونه  را روان وو  ټول  مقتول او مغلوب کړل شول . او ټولې سیمې  د عیسایانو او صلیبیانو  دبې رحمۍ اوسفاکۍ  او دمسلمانانو د عامې  وژنې   شاهدې وګرزیدې .
د صلیبیانو دتړون د ماتولو دا خبر  چې کله  نوې ځوان  سلطان  ، سلطان محمدخان ته را ورسیدنو په هغه وخت کې د « وارنا» ښار  هم د ترکانو د لاسو څخه وتلې و . ځوان  پادشاه  چې کله  دا ډول    غمژن خبرونه واوریدل  نو وارخطا شو، سمدستي یی دسلطنت  دربار   جوړ کړ  اوخپل سپه سالاران ، سلاکاران ، وزیران  را ټول کړل اودهغوې سره یی په دې لړ کې  مشورې پیل کړې . په دربار کې  ناست هر  سړې دغم  اوغصې  څخه تک سور  ګرزیدلې و، د یني چري  زوړ او تجربه لرونکې سپه سالار « خواجه خیري » تر ټول  ګرم او جذباتونه ډک  معلومیده . په دې وخت کې نوي ځوان  سلطان   غونډه  پیل کړه  او په خپلو خبرو کې یی ورته وویل :
« دسلطنت درنو  وفادارانو ! لکه څنګه  چې تاسو ټولو ته  ډاګیزه شوې ده چې د اروپا بدفطرته  صلیبیانو ، زمونږ د معظم سلطان سره  خپل کړې تړون  مات کړې  او زمونږ ګڼ  شمیر جنګي کلا ګانې او سیمې  یی تر  خپلې فوځې ولکې لاندې  راوستې دي ، هلته یی چور او تالان  کړې او خلک  یی په عامه توګه  وژلې  دي او اوس  یی د « وارنا » په ښار باندې هم  ولکه کړې ده ، صلیبیان غواړی ترکان د اروپا څخه  بیرون  وکاږي ، هغوې ددتړون په ماتولو سره په انساني تاریخ  کې ډیر  بد کړچار  ادا کړې  دې …..
دا هغه حالات وو  چې دهغې  څخه  دخلاصون په خاطر  مې ستاسو دا غونډه رابللې ده .  په دې وخت کې زمونږ د فوځونو زیاته برخه  هلته په کریمیا کې  دکریمیاد امیر د بغاوت  په ځپلو کې  مصروف دي ، دلته اوس  زمونږ سره د  یني چري د وفاداره  اوتجربه لرونکې  فوځونو په ګډون  نزدې  ۳۵ زره  وسلوال  فوځونه  موجود دي ، چې مونږ کولې شو ددې  فوځونو سره یوځاې د هونیاډې د مقابلې  له پاره  قدم  پورته کړو. خو زه د څو  ورځو راهیسې په دې فکر کې  یم چې زمونږ یو شمیر  پخواني  سپه سالاران  او وزیران  اوس د صلیبیانو سره  د پنجه په پنجه  کیدو  څخه  ویره  لري ، دهمدې حالاتو د په نظر کې نیولو په اساس  له تاسو څخه د سلطنت  د بهبود  په خاطر اړینې مشورې  غواړم .»   
نوي ځوان  سلطان دخپل عمر څخه  د ډیرو پورته  خیالاتو څرګندونه وکړه  او ددربار حاضرینو ته یی  هر څه تر مخ کیښوول . په دې وخت کې ټول  خلک په خپلوخپلو ځایو باندې ناست و اوپه ډیر  تعجب سره یی د نوې سلطان خبرې  اوریدې . په دې وخت کې د یني چري  زوړ  سالار  « خواجه خیرې » تر ټولو دمخه پورته شو او ویی ویل :
« درونده  سلطانه ! تا چې   دکومو سالارانو او وزیرانو  یادونه وکړه  ، هغوې د سلطنت د پایښت له پاره دخپلې وینې اخري  څاڅکې هم  ځاروي . هیڅ  یو ریښتونې مسلمان  به د عیسویانو سره  د  جنګ  اوجهاد  څخه دریغ ونه   کړي ، په حقیقت کې د سلطنت  یو شمیر پخواني وفاداران دا  هیله لري  چې  ستر معظم سلطان ، سلطان مراخان ثاني په خپله  د صلیبي فوځونو پر خلاف دهغوې   قیادت  په غاړه واخلي .»
دخواجه خیري د خبرو د خلاصیدو سره سم  طبیب  سلیم پاشا سمدستي  و درید اوپه ډیر قهر سره یی د خواجه خیري په لور وکتل  او  بیایی سلطان ته  مخ کړ او ورته یی وویل :
« د دروند سلطان  بخت  دې بلند وي ! زما په آند چې خواجه  خیرې  نور دخپل عمر  په  اخري وختوکې دې ، ځکه یی د ګوښه کیناستو څخه  دمعظم سلطان  دبیرته راستنیدو  وړاندیز وکړ . درونده  سلطانه !  ستا په مبارک  وجود  کې نوې او تازه  وینه  ځغلې ، همستا  قیادت  دصلیبي فوځونو له پاره دمرګ پیغام ثابتیدې شي ، ستا په  قیادت کې  چې  عثماني فوځونه په څومره  همت اومیړانه د صلیبي ځواکونو مقابله کولې شی  هغومره د پخوانیو سالارانو په قیادت کې   نه شی کولې . په دې اساس  زه هیله لرم چې  تاسې  محترم ، خپل دروند پلار ته د ګوښه  ناستې  څخه  د بیرته راستنیدو  تکلیف ورنه کړئ  او په خپله دعثمانی فوځونو قیادت په غاړه واخلئ .  »
سلیم پاشا  غدار  و . دهغه  اصلي نوم « لوګان » و . او د یوه طبیب په څیر   دابوجعفر په ملتیا اورنه  ته را ننوتې و . همدغه  وګړي   د ابوجعفر په  سلا  شهزاده  علاوالدین ته سست  زهر ورکړي و اوهغه یی  پرې شهید کړې و . سلیم پاشا  غوښتل چې  همدا ځوان سلطان په خپله د عثماني ځواکونو  قیادت په غاړه واخلی  او دصلیبي ځواکونو مقابله ته ولاړشي .  تر څو د هونیاډې په څیر د یوه تجربه کار سالار تر مخه  ماتې وخوري . خو قاسم چې سلیم پاشا یی  په ژورو  سترګو کوت  دخپله ځایه پورته  شو  او نوي اوځوان  پادشاه ته یی وویل :
« درونده سلطانه !  دروند اومحترم   سالار « خواجه خیرې  » چې کومه سلا درکړه  نو په همغې کې دسلطنت  له پاره  ګټه او بهبود دې . دسلطنت په تخت  کیناستل یوه خبره ده …… او د جنګ په میدان کې  ددښمن  په چالونو پوهیدل بله خبره . تاسې ته  تر اوسه پورې په کوم ستر جنګ کې د برخې داخستو وخت نه دې تر  لاسه  شوې . په دې خاطر  غوره داده چې  دروند او معظم سلطان  یعنې ستاسې محترم پلار  یو ځل بیا دحکومت په تخت  کښیني ، همدا دسلطنت د بقا او اسلام د بهبود  له پاره   غوره  سلا ده .»
سلطان محمد دخپل دوست  او ملګری  قاسم  خبره د زړه په غوږونو اوریده . هغه پخپله هم دا  محسوسوله  چې  لا تراوسه  د کوم ستر جنګ  له پاره د فوځ  د قومندې  وړتیا نه لری . په دې خاطر یی نورې  مشورې  لازم و نه ګڼلې  او خپل حکم  یی  داسې ولیکه :
« درنو حاضرینو !  زه د خپل  دوست اوملګري  قاسم  بن هشام او محترم سالار  خواجه خیري د مشورو سره  متفق یم .  په دې خاطر  زه د سلطنت  خپلو همدغو دواړو  وفادارو  ملګروته  حکم کوم  چې دوې همدا نن د « ایدین » په لور ولاړ شی  او سمدلاسه  سلطان  له ځانه سره بیرته اورنه  ته  راوړي ……»
سلطان محمد په ډیره  عجیبه  توګه دسلیم پاشا په لور وکتل  او ورته یی وویل:
« ددې نه  علاوه  ، زه غواړم دسلطنت  ملګرو ته  ډاګیزه کړم  چې  مونږ    د چاپلوسۍ کونکو او غوړه مالۍ  څخه  سخته کرکه  کوو ….»
دهمدومره خبرو وروسته سلطان خاموشه شو ، ددې  وروسته په  نورور ضروري خبرو باندې  بحث  پیل شو  اوبیا د سلطان مرادخان  ثاني تر را تلو پورې  ددربار  غونډه پاې ته ورسیده  او خلک  ولاړل .
قاسم او خواجه خیري په همدې ورځ   د « ایدین» په لور وخوزیدل، هلته دایدین په خانقاه کې د زاهدانو او درویشانو یوه کوچنۍ  ډله وه ، سلطان هم په عام  او ساده کالیو کې دهمدې درویشانو تر منځه ناست و  اوپه روحاني موضوعاتو به یی بحث او څیړنه کوله . کله یی چې  قاسم او خواجه خیري   په خانقا کې  وکتل  نو یوټکان  شانته یی وخوړ اوبیا  بیرته خاموشه  کیناست . هغه  فکر  وکړ  چې  هرومرو کومه داسې خبره شته  چې دهغه دوه  تکړه  سالاران  قاسم اوخیري دلته  ایدین ته  راغلي دي . خوسلطان اندیښمن نه و . ځکه هغه یو درویش  صفته انسان و اوهیڅکله هم دنیاوی امورو  نه  اندیښمن کاوه .
خواجه خیری او قاسم  سلطان  ته ورنژدې  شول ، سلطان اودهغه ملګرو درویشانو ددې دواړو  میلمنو ډیر ښه  استقبال وکړ . اوبیا یی دخپله ځانه سره  نزدې په  زمکه کینول ، سلطان د قاسم مخ ته په غور سره کتل  چې  لږ څه  پریشانه  معلومیده . خو د زاړه خواجه خیري  څیره  د جوش او جذبي  څخه ډکه  وه . سلطان د خپلو پوهو او لرې کتونکو  سترګو په واسطه دهغوې  دحالاتو  جایزه  واخسته  اوبیا یی  تر ې  وپوښتل :
« داسې  بریښې  چې دسلطنت  منتظمین دکومې سترې  ستونزې  سره  مخ شوي دې ….. چې په خاطر یی تاسې دواړه  تر دې ځآیه  راغلي یاست …. ووایاست …. څنګه راغلي یاست ؟ ….»
نن د سلطان  لهجه د شاهي دبدبې څخه  بلکل  خالي  وه ، داسې  بریښیده چې دا  سلطان مرادخان  ثاني نه وي بلکه  د خانقاه  یوفقیر او درویش  خبرې کوي . خواجه خیري ورته د مخکې څخه د جوړشوي پلان له مخې  خپله  خبره  پیل  کړه :
«درونده سلطانه !  نن  سلطنت  ستاسې مبارک  وجود او حضور ته سخته اړتیا  لري . ځکه هغو بدبختو  صلیبیانو د ۱۴۴۴ز کال د جولاې د دولسمې  تړون  مات کړې دې ، او دهغوې  اتحادي  فوځونو د لارډسلاس  ، کارډینل جولین  او هونیاډې  تر قیادت  لاندې په  عثماني سلطنت باندې  یلغار کړې  دې او تر ډیره پورې  مخته راغلي دي ، زمونږ ټول  سرحدي کلې او سیمې د وحشي  صلیبیانو تر پښولاندې پایمال شوي دی ، ان تر دې  چې زمونږ مشهور او پیژندل شوې  ښار  « وارنا»  هم دصلیبیانو تر ولکې لاندې راغلې دې . دښمن د سپتمبر د لمړۍ  څخه تر اوسه پورې  ،یعنې په دې څو ورځو کې  زمونږ تر نیمایی زیات  سلطنت تر پښو لاندې کړې دې  او هلته یی لوټ مار ، غلا و داړې  او تاخت و تاراج  کړې دې . بېګناه  مسلمانان  یوپه بل پسې وژنې  او د لارډ سلاس  فوځونه دکوم خطر  اوویرې پرته د اورنه  په لور په ګړندۍ توګه را روان دي . »
دخواجه  خیرې  د هرې  خبرې سره  سلطان  خپل اړخ  بدلاوه دهغه  سترګې د حیرانتیا څخه  پرانستې پاتې واې ، هغه د یوې لمحې  له پاره  هم  په دې فکر کې نه و چې د لسو کالو له پاره شوې د «زیجیدین » تړون  به لارډ سلاس  په دومره  چټکۍ  سره  او په دومره  بې همتۍ سره  مات  کړي . ځکه په تړون د لاسلیک کولو په وخت کې   لاردسلاس په انجیل او  سلطان مرادخان  ثاني  په  قران باندې  لاسونه  ایښې و اوسوګند یی یاد کړې و  ، نو د لارډ سلاس  دسوګند دماتولو    خبر   سلطان  ډیر حیرانه کړ   . هغه هیڅکله هم دا هیله نه درلوده  چې یو پادشاه  ددومره ستر  سوګند د یادولووروسته ،په دومره لږه موده کې  خپل سوګند ته   بې اعتنا کیږي ، دهغه وینه  وخوټیده او موټې یی سره ورغلل . شیبه په شیبه  یی  د لارډ سلاس په خلاف  غصه اوقهر  زیاتیده . هغه  په خوب کې هم دا نو شو کتلاې  چې ددومره  امتیازاتو د اخستلو او ددومره ستر سوګند د پورته کولو وروسته دې  لارډ سلاس  داسې  بداخلاقه  قدم  پورته کړي  او دسلطان سره دې  په دې توګه  خپله  کړې   ژمنه ماته کړي . دخواجه خیري تر څنګ نورو  ناستو درویشانو هم دسلطان دمخ  رنګ  به  څرګنده توګه کوت .
سلطان دخواجه خیري دخبرو   د  اوریدو وروسته  خاموشه  کیناست ، او بیا یو ناڅاپه  پورته شو او ودرید. دسلطان  د راپورته کیدو سره  سم ټول خلک راپورته شول  ، خو اوس  چې سلطان کومې خبرې کولې  داسې  معلومیدې  لکه  د اوه  اقلیمونو شاهنشاه په  پوره  جاه  و جلال  سره  غوریږي . سلطان وویل :
« مونږ به همدا اوس او په همدې شیبه کې دسلطنت  په لور ولاړ شو …. او خواجه خیري !…..»  دسلطان  د غورس  له امله  خواجه خیري په لړزه شو  اوسمدلاسه یی وویل :
« بلې ! درونده سلطانه ! »
« خواجه خیري !  زما دا خبره یاد ساته ، چې مونږ به دغه  بدفطرته  او تړون ماتونکې  لارډ سالاس  ته د جنګ په  ډګر کې داسې ماتې ورکوو  چې  دهغه راتلونکې نسلونه به یی هم په یاد  لري اودهغوې له پاره به  دعبرت  درس وګرځي .»
دهمدومره خبرې  دکولو سره سم  سلطان  پورته شو او   خپلې  د اوسیدو خونې  ته ورغې، دسلطان دارادې دکتلو سره سم ټول درویشان  هم دې ته وهڅیدل  چې د سلطان سره  د یوځاې تللو له پاره ځانونه تیار کړي . په ډیر لږ وخت کې سلطان  ، درویشان  ،  قاسم او خواجه خیرې  ټول  د فوځ  د لښکر ځاې  په لور  لکه د الوتونکو مرغانو په څیر والوتل .
سلطانې  لښکر  په کرمیا کې د کرمیا  د امیر د بغاوت د ځپولو نه وروسته  لا تر اوسه هم هلته په  کوچنۍ  اسیا کې  پراته  و . سلطان خپل لښکر ته  د ورسیدو سره  یوه  ګړۍ  هم ارام و نه کړ  او سمدستې  یی د کوچ  حکم ورکړ . په ډیر کم وخت کې سلطان دڅلویښتو زرو  تجربه لرونکو فوځونو سره یو ځاې د  « اورنا » په لور  حرکت وکړ. په دې لښکر کې د یني چري  بهترین  دلګي  هم شامل و . په دې ډله کې  لس زره کسان د خواجه  خیرې  سره ،  لس زره داغا  حسن  سره  اوترڅنګ  یی  د نور سالاران  لکه  عمر عبدالرحمن  او ریاض بیګ   هم  دخپلو عسکرو  سره  شامل و .  دا ځل  قاسم  بن  هشام هم  دخپلو پنځه زره فوځونو سره یوځاې دسلطان  د قومندې  لاندې  روان و . دا لښکرې د ۱۴۴۴ز کال د اکتوبر په میاشت کې  ددانیال  ددریاب  څخه تیرې شوې .
په څرګنده توګه د سلطان  له پاره ددانیال ددریاب  څخه تیریدل هم  ستونزمن  شوي  و،ځکه د دریاب  په دې مهمه لاره باندې   صلیبی  ځواکونو ولکه کړې وه . خو سلطان  « جینوا» ځواکونو ته دخپل هر عسکر په سر یو ډاکټ   محصول  ورکړ، اوپه دې توګه یی خپل ټول  لښکر  اروپا  ته  ور پوریوست .  د هونیاډې په وهم او ګمان کې هم نه وه چې  د « جینوا »  او «وینس »  بحري بیړۍ  به داډول  رشوت  اخلي او دسلطان خطر ناکه  فوځونو ته به اروپا ته د راتیریدو   اجازه  ورکړي . په دې وخت کې  لارډ سلاس او هونیاډې د « وارنا » په ښار باندې ولکمن و. دهغوې  نور  فوځونه د وارنا تر  څنګ په میدانو کې  په خپلو خیمو کې پراته و . صلیبي فوځونوته  په خپلو  فتحو باندې پوره  ډاډ  و . دهغوې  په  ذهن کې هم دا نه  را ګرزیده چې دسلطان فوځ  به  دا ډول د سترګو په رپ  کې د دانیال  څخه را تیر شي او ددوې دسر دپاسه  به و دریږي .
هونیاډې ته دهغه  مخبرانو دا خبر ورکړ  ې و چې  سلطان  مرادخان د  ګوښه  ناستې څخه را وتلې دې او د څلویښت زره  ځواکمنو او تجربه لرونکو فوځونو سره یو ځاې  ددوې  مقابلې ته را رسیدلې دې . او اوس  ددوې  له ځایه  یوآځې  څلور میله لري  دخپلو فوځونو سره یو ځاې  په خیمو کې  پروت دې . ددې خبرې د اوریدو سره  سم د هونیاډې  وار  و پار ورخطا شو ، په منډه یی ځآن دلارډ سلاس  خیمې  ته  ځآن ورساوه . لارډسلاس  سمدلاسه  خپله مشورتي غونډه را وبلله . د مجلس د غونډې په پاې کې   صلیبي  فوځونو  خپلې لیکې تیارې کړې ، هغوې ته د هونیاډې  دپخوانیو بریالیتوبونو په رڼا کې    خپل برې  ډاډمن ښکاریده . په دې اساس هغه د غونډې  د یو شمیر تجربه لرونکو  سالارانو دا سلا  و نه منله  چې د لښکرګاه  په چارچاپیر کې  ځانوته  سنګر و کني  او تر څنګ یی د سلطان  مرادخان د حملې  انتظار وکړي . هونیاډې  په خپله  د سلطان مراد خان   په خلاف  دخپلو لښکرو  سره یو ځاې  هغه لورې ته ورغې .


د ۱۴۴۴ز کال د نومبر په لسمه  ددواړو  فوځونو تر منځه  دجنګ  لیکي  جوړې شوې  ، دصلیبي فوځونو میسره  کې  د والیشیا فوځ و .   دهنګري  فوځ  یی په میمنه  کې و او د کارډینل جولین تر قومندې  لاندې هم صلیبي مجاهدین  د یوه ستر لښکر سره  موجود وو . د هنګری پادشاه  لارډ سلاس  د خپلو سالارانو او جنریلانو سره  د لښکر  په زړه کې   و درید. د پولینډ دفوځ  شاته   دیو مشهور  بیشف  تر قومندې لاندې  یو لښکر  ولاړ و   خو هونیاډې ددې  ټول  فوځ ستر سالار اود جنګ   قومندان و .
په سلطاني فوځ کې  لا د پخوا  څخه دوه  صفونه  ،   دپیاده  او  د  سپرو  فوځونو  جوړ  شوي و . د ښي لاس قومنده د «رومیلیا» د «بیلربې »  په لاسو کې وه . او دچپ  اړخ  قومنده  د  « اناطولیا» د بیلر بې په لاسو کې وه .  ددې لیکو  تر شا  د زړه په برخه کې سلطان  مراد خان  او دیني چري  تجربه  لرونکې  فوځونه  ولاړ و.
وارنا په دې  میدانو کې   دنومبر په لسمه  سخته  جګړه و نښته ، سلطان مرادخان  د « زینجیدین » د تړون  ټولې  مادې  په   غټو ټکو  باندې  په  تختیو و لیکلې  او  د نیزې   په څوکه یی  پورته  لکه دبیرغ په څیر  پورته کړې  او په هوا کې یی خوزولې .
 مشهور  تاریخپوه «کریسي  » لیکي  چې  :  « هغه ، هغه   منتقم  ذات  ته  غږ کاوه  چې خلکو ته د ژمنې په ماتولو  سزا ورکوي »
د عثماني دولت  تاریخ  لیکي  چې  «نن د صلیبیانو د تړون د ماتولو څخه  دوه میاشتې اولس ورځې تیرېدې  ، په دې  ټوله موده کې هغوې د عثماني سلطنت په  سیمو باندې ولکې کولې  او لوټ  مار  او چور وچپاول  یی کاوه  . جنګ  پیلیدونکې و چې داسې یوه پیښه را منځته شوه . اودې پیښې د عیسویانو  په زړونو کې  بدفالي را پیدا کړه .  په دې وخت کې سخته اوتنده  هوا ولږیده اودصلیبیانو ټول بیروغونه یی  له بیخه  را وویستل .»
د جنګ په پیل کې هونیاډې  دعثماني فوځونو په  ښې  اړخ داسې سخته  حمله وکړه  چې د ترکې  لښکرو  پښې یی  سستې کړې وې . دصلیبیانو دا حمله ډیره  بریالۍ  وه . ځکه  په همغې لمړۍ  سر کې د ترکانو لمړي دوه  صفونه په مکمله توګه   ګډ وډ  شوي و . په فوځ کې دومره  انتشار  را پیدا  شوې  و چې سلطان خپله  ماتې  یقینې  وګڼله . په ژوند کې  لمړۍ او اخري  ځل  سلطان خپل صبر او استقلال  له لاسه ورکړې و . سلطان  لا  تر اوسه پورې  په  همدې اندیښنه کې پروت  و چې د چپ اړخه  پرې  د صلیبي  والیشیا جنګجویانو  یرغل  راوست . دهغوې ددې یرغل په مقابل کې د عثماني ترکانو دفوځ دا اړخ  هم سالم  پاته نه شو  او دسلطان هغه  لږ پاته  امید هم   په اوبو لاهو شو . سلطان په دې فکر کې شو چې ددې جنګ  څخه  د تیښتې په ځاې  خپل  اس  ور مخته  کړي  او د هنګري دپادشاه لارډ سلاس   په ساتونکې ډله باندې  یرغل  وروړي . او د همدې  حملې په پایلو کې  شهید  کړل  شي . سلطان په همدې فکرونو کې ډوب و چې  داناطولیا بیلربې  رامخته شو خپل  اس  یی و دراوه   او عرض  یی وکړ :
« درونده سلطانه !  د اندیښنې له پاره تر اوسه      کوم  ځاې نه شته »
سلطان د بیلربې د خبرو په اوریدو سره   داسې  وځلید  لکه څوک  چې دخوبه را بیدار  شوی وي ،سلطان  خپله آس  تم کړ  او دیني چري د دلګیو  په لور  متوجه شو  اوپه لوړ اواز  یی وویل :
« قاسم بن هشام …… دلته راځه ….»
قاسم دسلطان  څخه  څو قدمه مخته د لارډ سلاس  د ساتونکې ډلې  لیکې  څیرلې  خوکله یی چې دسلطان اواز واورید نوخپل آس  یی را شاته  کړ  او لکه  په هوا کې د الوتونکې  مرغه په څیر دسلطان خوا  ته  راورسید. سلطان قاسم ته حکم وکړ  چې :« قاسم بن هشامه !  دیني چري ټولو سالارانو ته زما حکم ورسوه چې  زړونه  واړه نه کړي ، مخته ورشئ   او جنګیږئ او دښمن ته د تړون د ماتولو  سخته  سزا ورکړئ . بریا او فتحه  زمونږ  په برخه  ده .»
پرلپسی لري …..