کور / خبرتیا او پيغامونه / سپي غاپي او کاروان تیریږی

سپي غاپي او کاروان تیریږی

پښتو ژبه چې دهیواد داکثریت اوسیدونکو ژبه ده د پیړیو پیړیږ راهیسی د دښمنانو د ناځوان مردانه حملو او تاړاکونو سره لاس او ګریوان ده.
دپښتو ژبې دښمنان نه پریږدی چې ددې هیواد ډیرۍ وګړی دخپل طبعی حق یعنی په مورنۍ ژبې د زده کړې او تعلیم حق څخه ګته واخلی. کله چې هم زموږ هیوادوالو د نوموړی حق  دلاسته راوړلو اواز پورته کړي نو داخلی قسم خوړلو دښمنانوﺋـې د بهرنیو په لمسون په مختلفو پلمو او نیرنګونو دخلکو  په ستونی کې  دغه اواز وچ کړی او دحق د لارې په لارویانو ﺋـې به ډیره بې شرمۍ او سپین سترګۍ تورونه لګولی دي.


کله ﺋـې ورته متعصبین ویلی او کله ﺋـې ورته نفاق اچونکی او فاشیستان ویلی او ځینی وختونه خو ﺋـې حتی جاسوسان هم بللی دي. د پښتو ژبې دښمنانو تل هڅه کړی چې په هره وسیله چې وی دپښتو ژبې د غوړیدو او ښیرازه  کیدو مخه ونیسی. کله ﺋـې ورته د دوزخ ژبه ویلی او کله ﺋـې (دغه بغه) بللی ده.
د پورتنۍ ادعا د ثبوت ښه بیلګه د پوهنی د جلالتمآب وزیر حنیف اتمر په هکله د نجیب کابلی په نامه د یو ناپوه او متعصب کس هغه څرګندونې دی چې د طلوع د تلویزیون سره ﺋـې کړیدې. زه نه غواړم چې دلته د نوموړې خبرې چې د هیواد داکثریت اوسیدونکوسره ددښمنۍ بوې ترې راځی تکرار کړم. زموږ ډیرو هیوادوالو به هغه اوریدلی وی او کولای شی چې  په خپله ورباندې قضاوت وکړی.



د ښاغلی حنیف اتمر په هکله د یادولو وړ ده، چې نوموړې د ښاغلی کرزی په کابینه کې  یو وتلی، کارپوه او مستعد وزیر دی. نوموړی وکولای شول چې په ډیره کمه موده کې کله چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر ؤ دغه وزارت  په یوفعال او نمونه وزارت بدل کړی دی. دکلیو دپراختیا او بیارغونې وزارت هم دا اوس هم د ښاغلی اتمر له برکته د مختلفو برنامو او پروګرامونو په درلودولو سره  دمیلونو دالرو په ارزښت په زرګونو دبیارغونې  پروژې چې دهیواد په ۲۲ زرو کلیو او بانډو کې ترلاسه لاندې دی ، زموږ  دمظلومو هیوادوالو به خدمت کې دي.



کله چې ښاغلی حنیف اتمر د ښوونې او روزنې  د وزیر په حیث مقرر شو نو زما په څېر ډیرو هیوادوالو د نوموړې  مقرری د پوهنې وزارت لپاره نیک فال وګاڼه او هم هغسې هم وشول. هغه د خپل خدای ورکړی استعداد به کارولو سره وتوانید چې د پوهنې په برخه کې هم اته ګونې کوټلی پروګرامونه طرح کړل چې د هغوی په تطبیق سره به بې له شکه زموږ معارف د ترقۍ او برمختګ په لور روان شی او په سیمه کې به ګاونډیو هیوادونو  دمعارف سره سیال شی.



به مورنۍ ژبې د زده کړې مسـﺋـله چې زمونږ  د ډیرۍ  هیوادوالو یوه زړه اوتاریخی غوښتنه وه او ده او دافغانستان د اساسی قانون مطابق زموږ  دهیوادوالو حق دی د لومړی ځل لپاره ورته د پوهنی د وزارت له خوا چې بې له شکه د ښاغلی حنیف اتمر ابتکار دی، دحل علمی لاره پیدا شوه د پوهنۍ وزارت نوموړی موضوع د یو علمی سیمینار په ترڅ کې د پوهنې د ډګر کارپوهانو، عالمانو د بشر دحقوقو کارکوونکو او نورو د نظر خاوندانو ته په مخ کې کېښودل شوه. نوموړو پوهانو د پوره غور او مطالعې  څخه وروسته ځینې سپارښتنې د افغانستان  اسلامی دولت او به خاص ډول د پوهنې وزارت  ته وسپارلې. په سپارښتونو کې یوه داوه چې په مورنۍ زبې د زده کړې په هکله باید دافغانستان اساسی قانون تطبیق شی. چې په دې لړ کې  د کابل د ښار په ښوونځیو کې چې ډیرۍ وګړي  ﺋـې پښتانه دی  او پښتو ښوونځی پکښې  د ګوتو په شمار دی د پښتو ټولګیو تأسیس تر لاس لاندې ونیول شو.



د پښتو ټولګیو تأسیس نه وو یوناتار ؤ، چې  د پښتو په دښمنان ونازول شو هغوی هرې خوا چغې او ناری پیل کړي ځینو ورته د (پشتو سازی معارف) نوم ورکړ او ځینو ښاغلی حنیف اتمر ته د فاشیست او جاسوس نومونه وکارول دوې غواړی چې په دې پلمه په مورنۍ ژبې  زده کړې په هکله د اساسی قانون د تطبیق مخه ونیسی. خو پښتانه نه هیوادوال باید هوښیار اوسی. او پرې نږدې چې د نوموړې  افغان دښمنو ناولی هیلې تطبیق شی.



د پوهنې وزارت او دهغه په سرکې ښاغلی حنیف اتمر باید خپله حوصله له لاسه ورنکړی او نوموړې پروسه د کامیابۍ اخرۍ پوړیوته ورسوی. هیواد وال دده سره دې او دپښتو هغه مشهور متل دی نه هیروی چې واﺋـې: (سپي غاپی او کاروان تیریږی).


 په درنښت
  سخي جان د ننګرهار پوهنتون  پخواني استاد