کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی افغانستان ټولو درنو شاعرانو د پاملرنې وړ

د لوی افغانستان ټولو درنو شاعرانو د پاملرنې وړ

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پتېيلې ده چې د روان کال د نومبر مياشتې په نيمايي کې د امن  ګډې مشاعرې په نوم په کابل ښار کې يوه لويه او شانداره مشاعره جوړه کړي.
په دې مشاعره کې به د سويلي، ختيزو او مرکزي ولايتونو پر شاعرانو سربېره د سهيلي او شمالي پښتونخوا شاعران هم ګډون ولري.


 نوموړې مشاعره د امن ګډې جرګې په تعقيب جوړيږي، دغه مشاعره به د ډيورنډ  کرښې په دواړو غاړو او جنگ ځپلو سيمو کې په پرتو قومونو او قبايلو کې د سولې او امن روحيه پياوړې کړي. 



د مشاعرې په پاى کې به د ټولو ګډونوالو شاعرانو له لنډې پېژندنې سره مل د هغوى د امن په اړه شعرونه په کتابي بڼه، ښکلې کچه او صحافت چاپ شي. همدا راز  د مشاعرې په پاى کې  به ښکلي شعرونه  د افغان اصيلې موسيقۍ په تالونو کې د  سندرغاړو له خوا کمپوز او سندريز شي.



ټول هغه درانه شاعران چې په دغه مشاعره کې د ګډون هيله ولري او د امن په اړه شعرونه ولري، کولى شي چې په لاندې پته له موږ سره اړيکه ټينګه او د خپل راتګ ډاډ راکړي.


h.n@moic.gov.af
Hameednasary@yahoo.com
Provincial.nccc@gmail.com
0700989696
0700221340


يادونه: د شاعرانو د تګ راتګ ټول لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.


لراوبر ويبپاڼه په لراوبر افغانستان او ټوله نړۍ کي د خپلو هيوادوالو هر ډول کلتوري ، علمي او ولسيزي خبرتياوي / د غونډو خبرونه او راپورونه / په غټ شمېر عکسونه آډيو او وډيو په وړيا توګه خپروي .


د لراوبر ويبپاڼي سره اړيکي : larawbar.com@gmail.com