کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پوهنی وزير ښاغلی اتمر دي عملي قدم اوچت کړي

د پوهنی وزير ښاغلی اتمر دي عملي قدم اوچت کړي

قدرمن اتمر صاحب د ډېري  خواشينۍ ځای دی چي دولسي جرګې وکيل نجيب کابلي را پورته کېږي د بهرنيو په لمسون سره دطلوع تلويزيون ګردي مېز له لاري تاسي ته د فا شست خطاب کوي هيله ده چي قانو ني چلند ورسره وشي د دوی موخه داده چي پام کوئ خپلو پښتو ژبي ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د ښوونځيو جوړولو غږ پورته نکړئ اوکنه بي له ځنډه به ووايو چي تاسي فاشست ياستي.


هيله دي چي له داسي ګواښونو نه و نه و ريريږئ وياړلي اوقهرمان ملت مو شاته ولاړ دئ. تاسو دنجيب کابلي او حشمت احمدزي په غبرګون کې ويلي دي چې زه داساسي قانون 43 مې مادي پر بنسټ چې وائي زده کړه بايد په خپله مورنۍ ژبي سره وي، پښتو ژبي ماشومانو ته دښوونځيو جوړولو دنده پرغاړه لرم.


پوښتنه دلته پيدا کيږي چي دغه دنده به ښاغلئ اتمرصاحب څه وخت عملي کوئ؟ دڅلورو کالو راهيسي حکومت خلکو ته وعدې ورکوي دکابل ښارپښتانه وګړي نور له وعدو څخه ستومان شوي دي . ايا کېدای شي دکابل ښار ځوريدلی ولس پښتنو بچيانود پاره په ښوونځيو- لېسوکې په مساويانه ډول د پښتو ژبي ليک لوست دقيقه نېټه اعلان کړي؟


د معلوماتو له مخي په کابل ښار کې 175 ښوونځي شتون لري تاسي د ښار په لري پرتو سيمو کې يوزاي پنځه ښوونځي جوړ کړي دي چي په پښتو ژبي سره زده کړه وکړي، په هغو سيمو کې چي پښتانه اودري ژبي ګډ اوسيږي زموږ ډېر هيواد وال په کورټ ډول د دې طرحي پلوي نه دي چې پښتنو ته دي جلا جلا ښوونځي جوړ کړی شي بلکي د دوي غوښتنه داده چې د شمير پر بنسټ دي په هره لېسه او ښوونځې کې ورته پښتو ژبي او دري ژبي بېل بېل ټولګي جوړ کړئ شي.


څرنګه چې داساسي قانون د 16مي مادي له مخي پښتو دافغانستان د وګړو رسمي ژبه ده اودځوانانونړيوال حقوقي سازمان هم پردې اصل ټينګار کوي چي زده کړه بايد دوګړو په مورنۍ ژبه وي دلته بيا پوښتنه راپورته کېږي چي دقانون نه پلي کېدل به دخلکو غبرګون راونه پاروي؟


ښاغلي اتمر صاحب 1385 لمريز کال کې تاسو دوينا پر بنسټ چي دکابل ښار يانو 1100 غوښتنليکونه (عريضې) را سره پرتې دي چي زمونږ بچيانوته په پښتو ژبه د زده کړې امکانات برابر کړئ تاسي د دغي ستونځي دحل دپاره دپوهني وزارت په انګړ کې د يو لوی سمينارتابيا وکړه چي وروسته به له دوو مياشتوخپلې پرېکړي د ټاکل شوي سمېنار غړي د وزارت مقام ته وړاندي کوي پايله ئې معلومه نه شوه بياهم څه فکر کوئ چي دهېواد غوڅ اکثريت اوس هم دسمينار پايلوته سترګي په لاره نه دي؟چي په 1386 لمريزکال کې به د کابل ښار پښتانو ماشومانو ته به په هر ګوټ ګوټ کې په پښتو ژبه د لوست ټولګي جوړيږي؟


ښاغلي اتمرصاحب اسلامي اساسات او دپوهني وزارت دتعليمي نصاب اومه ماده هم پردې اصل تينګارکوي چي زده کړه بايد په مورنۍ ژبي سره وي بيا هم سوال پيدا کيږي چي که دعملي کيدو قدم ئې اوچت کړئ نه شي دا کړيدلي ولس به نوره هم ناهيلئ نشي؟


ښاغلي وزير اياپه ټوله نړۍ کې به داسي يو هيواد تاسي او يا بل څوک پيدا کړي چي ژبه ئې دهيواد دوګړودغوڅ اکثريت رسمي ژبه وي او ماشومان ئې دزده کړي په چاپريال کې ورڅخه محروم وي؟


قدرمن د پوهني وزير په داسي حالاتو کې د تا سو دعملي حرکت پلي کولو ته ډېره ډېره اړتيا دي چي داسا سي قا نون په رڼا کې د مسوليت نه ډ ک عملي قدم اوچت کړئ هيله ده چي پورتنيو غوښتنوته  د وخت اړتيا پر بنياد ځواب وواياست ، که دا فکر کوئ چي که دمحکومو پښتنو ماشومانو ته ښوونځي په مورنۍ ژبه جوړ نه کړم دهيواد ديووالي دوښمنانو دفاشست د ويلو څخه به وژغورل شم هيڅکله نه ځکه چي   ته په خټه اصيل پښتون ئې ملي يووالئ غواړې .


دپام وړ دکابل ښار دښوونځيو- ليسو او لوړو موسساتو درانه پښتانه ښوونکي،اوستاذان دي دخپل ولس کړيدلو اوځوريدلو بچيانو ته دزده کړي په چاپريال کي په مورنۍ خوږه پښتو ژبه ددرس ورکولو ذمه واري په غاړه واخلي او دهري لېسي او ښوونځي ښوونکي او اوستاذان دي په ګډه پوهني وزرت مقام ته غوښتنليکونه وړاندي کړي چي مونږ تيار يو ماشومانو ته په مورنۍ پښتو ژبه په ښوونځيو کې ليک او لوست وښيو هغه درانه ښوونکي او اوستاذان چي د انترنيټ ا سانتياوي نه لري نور ښوونکي دي دوي ددغو ګډو هلو ځلو څخه خبر کړي چي دغه نېک اقدام به دکړيدلي ولس دهيلو د پلي کيدو زيري ورکړي.


په پا کې درنو ليکوالو نه هيله کوم چي دمحکومي پښتو ژبي د تدريس په هکله چي څنګه کيداي داساسي قانون په رڼا کې ماشومان خپلو هيلو ته ورسيږي وړانديزونه دويب پاڼواو سرخلاصوليکونو له لاري چارواکو اود ولسي جرګې غړوغوږو ته ورسوي.


دسرلوړي او يو موټي افغانستا ن په هيله


 


د لراوبر لوی افغانستان ويبپاڼه په ډير درنښت له ټولو درنو پښتنو پوهانو او عالمانو او ټوله نړۍ کي د کلتوري ټولنو د مشرانو څخه دپښتو ژبي او پښتون قام ددې بنيادي او اساسي موضوع په اړه د نظر راليږلو غوښتنه کوي


د لراوبر ويبپاڼي سره اړيکي : larawbar.com@gmail.com