کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح…..یو په زړه پوری تاریخی داستان ۱۴مه برخه

سلطان محمد فاتح…..یو په زړه پوری تاریخی داستان ۱۴مه برخه

ددې داستان تېره برخه له دې ځايه ولولی


« سهي ده ته به د شپې ډوډۍ زمونږسره خورې ، اوبیا به د ډوډۍ وروسته مونږ ټول په دې موضوع خبرې وکړو .»
دا خبره د بوسنیان شهزادګۍ وکړه …… که څه شهزادګۍ دمذهب د بدلون په اړه کومه اشاره نه وه کړې خو د قاسم په زړه کې دا خبره ننوتې وه چې اوس د بوسنیان شهزادګۍ هم داسلام په لور را ماته شوې ده . دهمدې حالاتو په کتلو سره هغه بیرته دراستنیدو ژمنه وکړه او اجازه یی واخسته او ولاړ .
د بارټاکوزین څخه د اجازې اخستو وروسته  قاسم نیغ په نیغه خپل لښکر ځاې ته ورغې . مسلمان سپاهیان ډیر زیات خوشحاله و . دوارنا څخه نیولې تر بوسنیان پورې ټوله سیمه هغوې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه . دسر بیا پادشاه «جارج برنیکووچ » چې دلارډ سټیفن نه ورسته یی دهغه ځآې نیولې و ، دلارډ سټیفن د پالیسو برعکس یی دمسلمانانوسره سخته دښمنی درلوده . په داسې حال کې چې دلارډ سټیفن یوه خور د « بایزیدیلدرم » ښځه وه اودهغه لور شهزداګۍ «سروین » دسلطان مرادخان ثاني ملکه وه . په دې جنګ کې جارج برنیکووچ ته هم ماتې په برخه شوه اوسلطان د سربیا سلطنت ټول په خپله ولکه کې واخست . او دعثماني سلطنت یوه برخه یی وګرزوله .
کله چې قاسم لښکر ګاه ته ورننوت نو همدا فکر یی له ځانه سره کاوه چې سلطان بوسنیا ته په ور رسیدو سره په ښکاره توګه خپله د فتوحاتو لړۍ پاې ته رسولې ده او اوس به سلطان بیرته اورنه ته د تللو تکل کوي ، په دې خاطر هغه فکر کاوه چې په کومه توګه د سلطان څخه دلته د پاته کیدو له پاره لاره ولټوي اوبیا ددې ځایه د البانیه په لور ولاړ شی اوخپل محبت یعنې مظلومه مارسي د سکندربیګ د وینو تویونکو پنجو څخه را خلاصه کړي . هغه  هوډ وکړ چې سبا به کوم وخت د سلطان سره ویني اودخپلې دغې پریکړې په اړه به ورڅخه د اجازې غوښتلو هڅه وکړي .
دماښام د لمانځه د ادا کولو وروسته قاسم یو ځل بیا بیرته ښار ته راستون شو . خو دا ځل هغه ځانته و .دا ځل هغه نیغ په نیغه د کوزین کور ته ور روان و . او بیا د لږ وخت وروسته هغه د بارټاکوزین کور ته رارسیدلې و او دهغه سره ناست و او په خبروکې ورسره مصروف و . د بارټاکوزین لور خپله هغه ګاونډۍ هم دخپله ځانه سره خپل کورته راوستې وه چې قاسم یی د اولاد په زیږیدو کې ور سره بسپنه کړې وه . د کوزین په کور کې د بوسنیا  ښایسته اوښکلې شهزادګۍ هم د قاسم  په انتظار کې ناسته وه ، دکوزین دوه ځوان زامن  هلته په «وینس » کې نوکران و و . اودواړه دخپلو ښځو او کوچنیانوسره یو ځاې هملته د وینس په ښار کې اوسیدل. دهغه یواځنۍ ځوانه لور کونډه شوی وه ، دهغه میړه یو کال د مخه د مسلمانانو پر خلاف په جنګ کې  وژل شوې و. دبوسنیا شهزادګۍ چې کله د نیولو څخه خلاصه او روغه رمټه د محل څخه وتلې وه نوهغې دهمدې ښځې سره پناه اخستې وه ، اوس نو حالات ډیر په زړه پورې وو. ځکه بارټاکوزین اودهغه لور د اسلام دمنلو پریکړه کړې وه . خو شهزادګۍ لا تراوسه پورې په دې اړه هوډ نه درلود.
د لږ وخت وروسته بارټاکوزین قاسم د ډوډۍ خوړلو سالون ته یوړ . هلته په دستر خوان باندې قاسم ، بارټاکوزین ، دبوسنیان شهزادګۍ ، او د کوزین لور ټول یوځاې کیناستل او ډوډۍ یی وخوړه .


۶
د بوسنیا شهزادګۍ
« ستاسې سلطان دعیسویانو د عبادتځایو په اړه څه فکر لري ؟ …… ایا کلیساوې به له منځه یوسي ؟ اوریدلې مې دې چې مسلمانان دخپل مذهب په اړه ډیر سخت اومتشدد دی ؟»
« سلطان خو حکم کړې دې چې هر چیرې چې په سربیا اوبوسنیا کې مسجد جوړیږي ، تر څنګ دې یی یوه یوه کلیسا هم جوړه کړل شی تر عیسویانو ته دخپل عبادت په اړه کومه ستونزه نه وي او ټول هغه پخوانۍ کلیساوي چې چیرې جوړې شوي دي هغه به همغسې په خپل ځاې پاته وی .»
« دا خو ډیر مهم قدم دې . ددې برعکس هونیاډې ویلي و چې هغه به په سربیا اوبوسنیا کې ټول « یوناني کلیساوې » له منځه وړي او په ځاې به یی د «رومن کتولیک دمذهب » کلیساوې  جوړوی .
د قاسم او د بوسنیان د شهزادګۍ تر منځه ډیر په زړه پورې  بحث روان و، زوړ کوزین هم ددوې بحث په ډیره دلچسپۍ سره اورید. هغه لږ څه په ویریدونکې توګه د قاسم څخه وپوښتل:
« دیسوع مسیح خداې اودهغه دمور  په اړه ستاسې مذهب څه وایی ؟ »
په داسې حال کې چې دقاسم خوله دخندانه وازه وه ویی ویل : « مونږ هغه ته خداې نه وایو. بلکه هغه دخداې یو غوره نبي اوپیغمبر ګڼو . مونږهغه دسیدنا عیسې علیه السلام په نوم یادوو .  اودهغه درنې اومحترمې مور ته سیدة مریم علیها السلام وایو،اسلام دا عقیده بلکل نه مني چې خداې  دې وویشل شي اویا دې دکوم انسان پلار و ګرزي .»
د قاسم په خبره باندې شهزادګۍ یو دم را ټوپ کړ او ویی ویل :
«دا نو څه خبره شوه، که چیرې یسوع مسیح خداې د خداې زوې نه وي نو بیا هغه د چا زوې دې ؟ ایا ته دهغه دپلار نوم مونږ ته را ښوولې شې ؟»
دشهزادګۍ پوښتنه دقاسم ل پاره سخته وه .ځکه هغه به اوس څه ویلې اود چا نوم به یی اخسته . که چیرې دایی ویلې چې عیسې علیه السلام د پلار پرته دمور په ګیډه کې پیدا شوې و نوبیا به هم شهزادګۍ پرې باور نه کاوه . هغه ته نه چیرته د تللو اونه د پښو د ایښودو په څیر کیفیت پیدا شوې و .
« په اصل کې ددې خبرې کول چې عیسې علیه السلام د خداې زوې دې ، د خداې تعالې ذات په یو جسماني قالب کې ور اچول دي ،په داسې حال کې چې خداې تعالې جسم ته محتاج نه دې . دا زمکه اواسمانونه دخداې تعالې دقدرت ښکاروندوې دي ،….. څرګنده ده چې خداې تعالې یو نه ښکاره کیدونکې هستي ده نوبیا به هغه څه ډول د یوه انسان سره رشته پیدا کړي ……. اودهمدې ځآیه ویلې شو چې سیدنا عیسې علیه السلام دهمغه مطلق قادر ذات د قدرت یوه نمونه ده ځکه هغه خداې تعالې چې څه وغواړي کوی یی . »
اوس شهزادګۍ یوځل بیا قاسم په یوه اندیښنه کې ور واچاوه
« ته چې دا ځواب وایی چې خداې تعالې چې څه وغواړی کوی یی ، نوبیا ته دانساني واک اواختیار په اړه څه وایی ؟ ستاسو په مذهب کې دانسان سره څومره واک دې او دخداې تعالې سره څومره واک شته ؟
قاسم یو ځل بیا په فکر کې پریوت . ځکه هغه یو سپاهي و ، کوم مبلغ او عالم نه و چې د هرې پوښتنې ځواب ووایی . هغه د بوسنیایی شهزادګۍ له اړخه په یو ازمیښت کې اچول شوې و . خوبیا یی هم دمیړانې څخه کار واخست او ویی ویل:
« درني شهزادګۍ !دغه ټولې پوښتنې په حقیقت کې د خدای تعالې په اړه د فکرکولو په وخت کې د انسان ذهن کې را پیدا کیږي . خو په دې پوهیدل په کار دي  چې د پوښتنې کونکې په ذ هن کې دخداې تعالې په اړه حقیقت څه ډول انځور شوې دې . هغه انځور چې په عیسوي کتابونو کې د خداې تعالې په اړه انځور شوې دې نو هغوې خداې ته یو جسماني وجود ورکړې دې ، دبایبل په لمړي باب کې لیکل شوي دي چې …..« خداوند خدا چې کله په یخو وختو کې په باغ کې ګرزیده نوکله یی چې خبرې وکړې نو ادم او حوا یی خبرې واوریدې » ( بایبل دپیدایښت باب ) ، په همدې توګه په نورو مذهبونو کې هم هڅه کیږي چې خداې تعالې په عجیبو عجیبو جسماني وجودونو کې و ویني . تاته به ډاګیزه وي چې په بت پاله مذهبونو کې  د تیږو او خټو څخه په خپل تصور کې دخداې شکلونه  جوړوي او بیا دهغوې عبادت کوی .
دا چې تا د اختیار او واک خبره کړې ده نو دهغې په اړه لنډ ځواب زمونږ په خپل ذات کې شته . که مونږ په ژوره توګه متوجه شو نو زمونږ په ذات کې دوه برخې دې ، یوه هغه برخه ده چې پرهغې ز مونږ واک او اختیار نه شته . یعنې د جسم جوړښت ، فطر ي  اړتیاوې ، خوراک ، څښاک  ، خوب کول یا د کوچنیانو پیدایښت ….. او بله برخه هغه ده چې مونږ پرې پوره واک لرو . لکه د یوه چاسره بسپنه کول ، همدردي کول ، محبت کول ، ریښتیا خبره کول ، د درواغو څخه ځان ساتل ، د خداې تعالې د مخلوق سره ښیګڼه کول اویا دبدۍ څخه د خلکو منه کول …..
زمونږ رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې کوم کتاب راوړې دې هغه نیغ په نیغه دالله تعالې له اړخه دې اودهمغه کلام دې ، هغه دمقدس بایبل په څیر نه دې ، ځکه په بایبل کې یواځې د سیدنا عیسې علیه السلام روایات او دهغه د ملګرو لیکونه موجود دي . زمونږ دکتاب نوم قران کریم دې ، په قران کریم کې الله تعالې فرمایلې دي چې «……فاالهمها فجورها و تقوها ……» یعنې الله تعالې انساني شعور ته د نیکۍ او بدۍ دواړو په اړه  الهام ورکړې دې ، اوس دا د انسان پورې اړه لري چې هغه د نیکۍ لاره خپلوي او که دبدۍ لاره . الله تعالې انسان ته بلکل همغسې الهام ورکړې لکه څنګه یی چې پاته مخلوق ته ورکړې دې ، تاسې  د شاتو مچۍ ووینئ ، هغوې ته چا ویلي دي چې هغوې دې دیوې کورنۍ بلکه دیوه سلطنت په څیر و اوسي . په همدې توګه د مرغاویو بچیو ته چا ویلي دي چې د اوبو په ډنډ کې ځانونه ور وغورزوي . او دمرغۍ بچې ته چا الهام ورکړې دې چې د خپلې جالې څخه دې ټوپ نه وهي .
په همدې توګه یی انسان ته هم الهام ورکړې دې ، خو څرنګه چې انسان  د ټولو مخلوقاتو څخه افضل دې نو په همدې خاطر یی ورته شعور ورکړې دې اود بدیو ددې دوو الهامونو څخه یی ورته د یوه دخپلولو پوره ازادي ورکړې ده . ټول مخلوقات د الله تعالې د قانون پابند دي ، خو انساني ذات یواځې د الهي د احکامو پابند دې . په حقیقت کې د انسان سره څه دومره زیاته واکمني هم نه شته . یواځې د یوې شیبې واک لري اوهغه شیبه هم همدا موجوده وخت دې . همغه وخت چې دانسان سره شته دهغې څخه باید په سهي توګه ګټه پورته کړي ، ان تر دې چې دپایلو په اړه یی هم انسان بې واکه دې . نو اوس که څوک دا وخت داسې استعمالوي چې خپل لاسونه په زوره په اور کې ږدي نو بې له شکه چې لاسونه به یی و سوځي . دا د وخت د غلط استعمال پایلې دي چې یو انسان یی په دواړو جهانونو کي تر لاسه کوي . په مادي نړۍ کې هم او په روحاني نړۍ کې هم . لاس به دې هم و سوځي اوروح به دې هم په کړاونو کې اخته وي . خو که چیرې ته دا واک اواختیار په سهي توګه استعمال کړې نو ستا راتلونکې به پخپله ښه شی . په همدې توګه به ستا راتلونکې وختونه ټول درست و ګرځي . ان تر دې چې اخرت به دې، چې مونږ ورته د روح نړۍ وایو ، هم سهي او درست  شی . دا ده په اسلام کې دانساني اختیار او واکمنۍ طریقه  .
د قاسم دخبرو په اوریدو سره دشهزادګۍ سترګې دحیرانتیا څخه وازې پاته شوې وې ، زوړ بارټاکوزین داحساساتو تر اغیز لاندې راغلې و او ټول وجود یی لړزیده . لور یی «ماریا»  هم د تیږې په څیر جامده ګرزیدلې وه او دوه سترګې یی په قاسم کې ور ننویستې وې. تر څو لحظو پورې په خونه کې چوپه چوپتیا حاکمه وه خو دبوسنیا شهزادګۍ دا چوپتیا ماته کړه ، هغه ته خپل اواز لکه د ژور کوهي څخه راتلونکې محسوسیده :
« تا خو زمونږ سترګې را خلاصې کړې ، داسې بریښې لکه مونږ چې پخوا په یوه نالیدلې زندان کې بندیان و ، ددې حقیقت د رامنځته کیدو څخه اوس مونږ خپل ځانونه د لمړي ځل له پاره انسانان محسوسوو. خو دا داخرت خبره چې تا وکړه ، اخرت څه شې دې ؟ »
اوس نو قاسم داسې احساسوله چې کوم غیبي قوت دهغه سره د کومک کولو له پاره مامور شوې دې . هغه پرته له ځنډه وویل :
« اخرت ؟ …..اخرت خو یو لازمي شې دې . څوک چې اخرت نه منې نوکه هغه خداې هم ونه مني کوم توپیر په کې نه راځي . داسې خداې چې په اخرت کې دانسان له پاره منصف نه وي ، ورته دخداې د ویلو اړتیا نه شته . قران کریم کې مونږ ته ویل شوي دی چې هر عمل  او فکر لازمي پایلې لري ،تاسې چې دڅه په اړه فکر کوئ دهغې له پاره هم اخرت شته او کوم عمل چې کوئ دهغه له پاره هم اخرت شته ، هغه وخت چې مونږ خپله موجوده لمحه درسته کړو نو دهغې له مخې زمونږه را تلونکې لمحه په خپله سهي کیږي ، اعمال په شخصیت باندې هم اغیز کوي ،ځکه چې اعمال دانساني روح  اصلاح هم کوي او دیوچا چې انساني روح اودننه ذات اصلاح وي نو دهغه بیروني شخصیت او ذات هم باوقاره او ښایسته ښکاري . همدې ته نیک یا حسن عمل وایی . کله چې د یو چا ډیر اعمال سهي او درست وي نوهغه بیا په خپلې ښکاره او پټ ژوند کې ډاډه او مطمئن اوسي او د خپل خداې شکر کونکې ګرځي . همدغې نفس ته په اسلام کې مطمئنه نفس ویل کیږي . څوک چې دهمداسې مطمئنه نفس خاوند وي نو که هغه ومري هم ، نو مړ نه حسابیږي ، دهغه جسم له منځه ځي خو روڅ یی پوره اوسلامت د خپل ریښتونې پیداکونکې لورې ته ور رسیږي ، همدې ته اخرت وایی . هغه څوک چې مطمئنه نفس له ځانه سره یوسي نوهغه به تل پاتې ژوند تر لاسه کړي او همدې تل پاتې ژوند ته جنتی ژوند وایی . اوهر هغه څوک چې د مطمئن نفس خاوند نه وي اوپه ژوندانه کې ددغه ور په لاس  شوې وخت غلط استعمال کړې وي او داسې اعمال یی تر سره کړي وي چې دهغه داخلی او بیروني شخصیت یی هم دتباهۍ سره مخ کړي وي. نو هغه د مړیني وروسته بیابیا مړ کیږي او په تل پاتې سوځونکې اور کې به سوزیږي ، همدغې ته مونږ جهنم وایو ، اوهمدا ده د اخرت په اړه زمونږ عقیده .»
اوس نو شهزادګۍ ګوته په خوله په قاسم کې خپلې سترګې ور ننویستې وي،هغه په همدې فکر کې وه چې ټول مسلمانان به همداسي وي لکه قاسم چې دې . ددومره متوازنو اوبرابرو ، نیکو اوښه عقایدو خاوندان …. هغې هم هوډ وکړ چې د بارټا کوزین سره یوځاې به اسلام مني ، ځکه نور نو هغې ته د قاسم څخه د زیاتو پوښتنو کولو اړتیا نه وه . هغه خاموشه کیناسته خو په دې وخت کې بارټاکوزین یوه پوښتنه وکړه :
« قاسمه زویه ! ددې معنې دا شوه چې تر اوسه پورې چې څومره انبیاء اورسولان راغلي دي،دوې ټول دخداې تعالې غوره بندګان وو ، ددوې هیڅ یو هم پخپله خداې اویا د خداې زوې نه و .»
« بلکل دا ټول د خداې تعالې  له اړخه ټاکل شوي خلک و . نبیان خو په هره زمانه کې او هر قوم ته لیږل شوي دي ، په حقیقت کې په پخوا زمانو کې چې هر نبي یارسول ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي نودهغه وروسته دهغو منونکو د خپلو کم پوهیو اویا کم عقلیو په اساس هغوې ته دخداې ، دخداې د اوتارو ، اویا د خداې دزامنو  نوم ورکړې دې . تاسو د سمندر نه اخوا په هندوستان کې ووینئ هلته خلکو «رام » « کرشن » او « ګوتم » د خدایانو په څیر منلي دي . حال داچې کیدې شي دا ټول وګړي دخداې نیک خلک واوسي ، په حقیقت کې په هیڅ دور کې هم دنړۍ ټول خلک د یوه ډول شعور اوپوهې خاوندان نه اوسي . یوشمیر خلک دالله تعالې له اړخه غوره کیږي چې مونږ ورته پیغمبران وایو . دا وګړي د شعور اوپوهې په اړه تر ټولو د ستر مقام خاوندان اوسي . کله چې دا خلک خپلې خبرې نورو انسانانو ته ورښئ نو داسې خلکو ته یی ورښئ چې دعقل اوشعور خاوندان اوسي . دا خلک ورته خپله خبره پوره پوره ور ښئ او هغوې د خپلو ځانو ملګري کوي ، خو کوم خلک چې دهغوې په خبرو باندې و نه پوهیږي نو هغوې د شعور له اړخه په ښکته درجه کې اوسی . همداسې خلکو ته مونږ کافر وایو . خو یو شمیر داسې وګړي هم شته چې دخپلو عارضي ګټو په خاطر د حق لاره نه شي خپلولې او دسرو  او سپینوزرو دځلا په کتلوسره په غلطو لارو باندې سر کیږي ، دا ډول خلکو ته زمونږ په قران کې منافق اوسخت کافر ویل کیږي . زمونږ نبي  او رسول صلی الله علیه وسلم چې دکوم شعور خاوند و نوهغې مرتبې ته هیڅ بل انسان نه شي رسیدلې . همدا علت د ې چې الله تعالې هغه صلی الله علیه وسلم دټولو انسانانو له پاره اود ټولو جهانو له پاره ټاکلې و . زمونږ عقیده داده چې اوس به بل کوم نبي نه راځي او مونږدا عقیده هم لرو چې زمونږ په نبي باندې نازل شوې کتاب قران کریم  تر قیامته پورې د ټول انسانیت له پاره هدایت اولارښوونه ده ، زمونږ په مذهب کې د نورو مذهبونو پر خلاف د ذرې په اندازه هم تعصب نه شته ، مونږ ددنیا هر انسان د یوه امت وګړي ګڼو اوهیڅ انسان دبل کوم انسان  په غلامۍ کې نه شو کتلې . »
دقاسم خبرو ددې درې واړو په زړونو پوره اغیز کړې و ، هغوې ته دقاسم خبرې د یو ډول عام فهمه خبرو په څیر ښکاریدې ، لږه شیبه وروسته شهزادګۍ په ویریدونکې توګه د قاسم څخه وپوښتل :
« درونده میلمه !ما د زړه له کومي پریکړه کړې ده چې زه به خپل پلرنې مذهب عیسویت پریږدم او ستاسې مذهب اسلام به قبلوم .»
د شهزادګۍ دخبرې د پاې ته رسیدو سره سم بارټاکوزین وویل :
« دا خو نوره هم ډیره ښه شوه ! اوس نو ته مونږ درې واړه مسلمانان کړه . مونږ ته ووایه چې دمسلمانیدو له پاره کومو شیاتو ته اړتیا ده .ایا مونږ به د صلیب په څیر کوم شې په غاړه کې را ځوړندوو. یا بله څه ؟ »
«نه ، تاسې ته به د داسې هیڅ کولو ته اړتیا نه وي ، تاسې به یواځې په پاک زړه ، پوره هوش  او حواسو ، او اخلاص سره دا منئ چې په دې عارضي ژوند کې د نړۍ ټول کاروبار هسې بې مقصده دې تر هغې چې د تلپاتې ژوند د تر لاسه کولو له پاره هلې ځلې او هڅې اوهاند و نه کړل شی . تاسې حیواناتو ته ووینئ نوځناور د بل د زوند په خاطر له منځه ځي ،تاسې ووینئ یوه پیشو موګک نیسي  او وژنی یی، ، خو په حقیقت کې هغه د خپل پاته  نسل د پایښت له پاره دا قربانې ورکوي . په اسلام کې دشهید مرګ د ټول قوم حیات ګڼل کیږي . مونږ په حیواناتو کې دا لړۍ وینو خو انسان په خپله په دې حقیقت باندې باور نه لري ، ځناور خو یواځې دخپل راتلونکې نسل له پاره  ژوندې  اوسي،خو انسان ته دهغه ژوند دهغه دمړینی وروسته په لاس ورځي ، دهغوې ژوند یواځې د نسل دپایښت پورې را نغښتې نه وي بلکه دهرډول  مادي تمایلاتو څخه پاک یو روحاني ژوند اوسي ، تاسو به دمسلمانۍ له پاره په دې ژوند باندې ایمان راوړئ اودا به منئ چې ددې ژوند مالک الله تعالې دې ، چې وحده لاشریک دې ، او دزمکې او اسمانونو یوآځنې مالک دې . انسان ته یواځې اویواځې دهمغه اطاعت کول په کار دي ، تر څنګ یی په دنیا کې د شتو ټولو شیانو ویره باید له زړه څخه وویستل شی . همدغې ته توحید وایی . تاسې به یوآځې څو کلیمې واییی. اوپه هغې  به دزړه نه ایمان راوړئ، زه اوس تاسې ته دا کلیمات درښایم ، د کلیمې د لوست نه وروسته به تاسې په ظاهری توګه مسلمانان شئ ….
« قاسم دبوسنیا شهزادګۍ ، ماریا او دهغې بوډا پلار  بارټاکوزین ته کلیمه یی طیبه ور وښوله :
اوبیا یی په همدې فکر هغوې ته نوي اسلامي نومونه  وړاندې کړل . تر څو د بوسنیا په خلکو کې هغو د خپلو همدې ځانګړې اسلامي نومونو په واسطه و پيژندل شي. قاسم د بارټا کوزین له پاره دعباس ، دبوسنیا دشهزادګۍ له پاره د « حمیرا او دماریا له پاره د« مریم » نومونه وړاندې کړل . درې واړه نوې مسلمانان ډیر زیات خوشحاله و ، قاسم تر ډیره پورې د هغوې سره د اسلامي  اعمالو اوفرایضو لکه  لمونځ ، روزه ، حج ، زکات او جهاد په اړه خبرې وکړې او هغوې ته یی په دې اړه تفصیلي معلومات ورکړل .ترڅنګ یی هغوې ته ددې امورو داجرا په اړه عملي څرګندونه هم وکړه .
هیچاته د شپې د تیریدو په اړه اندازه نه لګیده . سهار شو اوقاسم د سهار لمونځ دهمغوې سره په جمع ادا کړ اوپه ډیره خوږه ژبه یی ورته د قران کریم تلاوت وکړ . چې ددې تلاوت داغیز له امله  ددرې واړو نوو مسلمانانو سترګې د ژړا نه ډکې وې .
دسهار د لمانځه دادا کولو ورو سته قاسم خپلې لښکر ګاه ته ولاړ او په خپله خیمه کې په ارام ویده شو .
سلطان مرادخان ثاني څو ورځې هلته په بوسنیا کې پاته شو ، بیا یی د هغه ځایه لښکر ته دکوچ کولو امر وکړ ، اوس نو هغه بیرته د اورنه په لور را روان و . په همدې وخت کې قاسم د سلطان څخه د البانیه په لور د تللو اجازه وغوښتله . خوسلطان ورته د اجازې کولو څخه انکار وکړ او ورته یی وویل :
« قاسم بن هشامه ! دا سهي وخت نه دې چې تا د دارالسلطنت  اویا لښکر څخه لرې بل چیرې واستوم . مونږ خو اوس د پرلپسې یرغلونو څخه فارغه شوي یو خو دحالاتو څخه پوره ډاډ من  نه یو ، ځکه تر اوسه پورې هونیاډې لا ژوندې دې اودهغه تر بیرغ لاندې د هنګری ټول فوځ سلامت شتون لري . مونږ به هونیاډې هرو مرو سبق ور ښایو . خو اوس غواړو خپل دغه  ستومانه لښکر اورنه ته د ارام کولو له پاره یوسو . بیا به دهغه ځایه تاته دالبانیه په لور د تللو اجازه درکول شي .»
په همدې خاطر قاسم هم د خپل لښکر سره یو ځاې د اورنه په لور روان شو .
تر اوسه به لا د سلطان لښکر اورنه ته نه و رارسیدلې چې هلته په بوسنیا کې بوسنیایی شهزادګۍ چې اوس حمیران نومیده ،  یوه ورځ اعلان وکړ …… چې هغه غواړی په بوسنیا کې د اوسیدو په ځاې اسلامي دارالسلطنت اورنه ته ولاړه شي . حمیرا په دې خپل هوډ کې ځانته وه . دهغې مور و پلار او نو خپلوان یا خو په جنګونو کې له منځه تللي وو اویا لرې نژدې سیمو ته تښتیدلي و. د بوسنیا شاهي کورنۍ له منځه تللې وه .او د عباس پرته دهغې د پوښتنې بل څوک نه و پاته . په همدې خاطر هغې یوه اسلامي ښار ته دتللو او هملته د پاته ژوند کولو په اړه  هوډ ښوولې و . کله چې دهغې ددغه تصمیم څخه عباس اودهغه لور مریم خبر شول نو هغوې هم ورسره تللو ته تیار شول . همغه و چې ددې درې وګړو څخه جوړه شوې قافله دلښکر د تللو څخه درویشت ورځې وروسته د اورنه په لور روانه شوه .
سلطاني لښکر باغیانو ته د سزا د ورکولو، او د مملکت  پولې د پخوا په نسبت د نورو پراخولو وروسته بیرته اورنه ته را ورسید. قاسم د جنګ په میدان کې بریالې او سرلوړې را ستون شوې و ، دهغه دخبرو او د ورپیښوشوو حالاتو د اوریدو وروسته دهغه کورنۍ باغ باغ شوې وه . دهغه ورور طاهر هغه په تندي باندې ښکل کړ او مورو پلاریی د خپلې سینو سره یو ځاې کړ اووریرونو یی دخوشحالۍ نه ښه شور اوغوغا جوړه کړې وه . خو د قاسم په زړه کې تر اوسه پورې یو زخم پاته و چې هغه یی ارام ته نه پریښوده . اوهغه زخم د ورکې شوې مارسي  په اړه و .
هغه دمارسي سره دتل پاتې زوند له پاره د یوځاې اوسیدو هوکړه کړې وه خو اوس د مارسي پرته هغه ته داسې بریښیده لکه ټوله دنیا چې ورانه شوي وي ، بلاخره د لښکرو د بیرته راستنیدو په دریمه ورځ هغه هوډ وکړ چې د سلطان سره به ویني او د البانیا په لور به ترې د تللو اجازه اخلي ، او هلته د ورتلو له پاره به ځآن تیاروي . هغه غوښتل چې داجازې د تر لاسه کولو سره سم به ډیل نه کوي او سمدلاسه به د البانیه په لور روانیږي .
هغه ماسپښین د کوره ووت . اوغوښتل یی دماښام د لمانځه وروسته دسلطان سره وویني ، په خپل خاص اس سپور د اورنه د بازار څخه تیریده او په زړه کې یی دا دعا کوله چې سلطان ورته سمدلاسه د البانیه په لور د ورتللو اجازه ورکړي . د هغه وخته راهیسې چې سلطاني لښکر بیرته اورنه  راستون شوې و نو په بازارونو کې سوداګری او ګڼه ګوڼّه زیاته شوي وه، دعیسویانو دلښکرو څخه په لاس راغلي د غنیمت مالونه ، غنم ، اسونه ، تورې  ،هر ډول کالي او ….. په بازار کې پلورل کیده . خو قاسم دهر څه څخه بې نیازه و اویواځې دمارسي په اړه یی  فکر کاوه او دبازاره په بیړه تیریده . خو یو چوک ته د رسیدو سره سم یی دخپل آس واګې راښکودې ، ځکه هغه د مارتها زړه خادمه وکتله ، دمارتها د زړې خادمې په کتلو سره یی سترګې دحیرانتیا  خلاصې   او خوله یی وازه پاته شوه .
دا هماغه خادمه وه چې دمارتها د قتل یواځنۍ شاهده وه ، دغه عمرتیرې ښځه په هغه شپه ژوندۍ پاته شوې وه ، دمارتها د کور څخه د راوتلو وروسته هغه ځآې ځاې ټکرونه خوړل او ګرزیده . خلکو به د سوال کونکي په څیر لږ څه دخوراک څښاک له پاره ورکول ، هغه به هم د ځآې د نشتوالې په خاطر  هملته د جومات په دروازه کې ویده کیده . قاسم هغه پیژندله . کله یی چې دا خادمه وکتله نو سمدلاسه د آس څخه را ښکته شو اوپه ډیره بیړه یی ځان د یوه ډوډۍ پلورونکې  ریړې ته  چې دا خادمه یی تر څنګ ولاړه وه ورساوه . تر یوه وخته پورې خو خادمې قاسم و نه پیژانده خو کله یی چې وپیژانده نو سترګې یی داوښکو ډکې شوې او سمدلاسه د قاسم په پښو کې ور پریوته . اوس نو هغې سخته ژړا کوله . قاسم خادمه ددواړو لاسو څخه ونیوله او راپورته یی کړه او غوښتل یی له ځانه سره یی یوسي . اوس نو هغه د سلطان سره دکتلو اراه شاته غورزولې وه ، هغه دا وانګیرله چې د مارسي دخادمې سره په دې بازار کې لیدنه کتنه هسې یو خداېې معجزه ده . په دې خاطر دې ته اړتیا ده چې تر هر څه لمړۍ ددې خادمې څخه  دټولو حالاتو په اړه تفصیلې معلومات  تر لاسه شي،  هغه دمارسي خادمه له ځانه سره  په بازاري کرایه شوې سپرلۍ باندې کینوله اوکورته یی یوړه . په دې وخت لمر هم دماښام په غیږ کی د پریوتلو روان و . کله چې قاسم خپل کور ته ورننوت نو ویی کتل چې په کور کې ټول خلک حاضر دي ، تر ټولو دمخه دقاسم ورندار د دغې زړې غمجنې ښځې په کتلو سره حیرانه پاته شوه . خپل کار یی پریيښود او راپورته شوه ، قاسم هم په پوره ژورتیا سره دخپلې ورندار په لور وکتل او ویی ویل :
«دا د غزالې خادمه ده . دغزالې د تښتولو وروسته تر اوسه پورې  په کوڅو کو څو کې ګرزي ، د نن نه وروسته به دا همدلته اوسي دکور په کارو بار کې به له تاسره مرسته کوي ….»
سکینې د قاسم دخبرو د اوریدو وروسته په چټکۍ سره مخته ورغله اودمارسي خادمه یی په خپله غیږکې را ونغاړله . خو دمارسي خادمې دقاسم دخبرو وروسته قاسم ته به غټو غټو سترګو کتل ، دهغې شونډو ته څه راتلل او غوښتل یی چې ویی وایي خو داسې بریښیده چې کوم نالیدلې ځواک دهغه ژبه ګونګه کړي وي ، بیا دهغې دژبې څخه په ډیره سخته توګه دا څو ټکې را ووتل :
« دا…..غزاله څوک ده ؟ ایا تاسې مارسي بې بي ته غزاله واییی؟ که چیرې تاسې وایی چې مارسي بې بي تښتول شوې ده نو تاسې خو بیا ډیره اشتباه کوئ »
خادمې دهمدې خبرو ورسته خوله بنده کړه ، د قاسم پښو څخه زمکه وتلې وه اوسمدلاسه یی وپوښتل چې ایا مارسي تښتول شوي نه ده ؟ که چیرې هغه تښتول شوي نه وي نو بیا چیرې ده ؟ دقاسم زړه په زوره زوره درزیده ، او په خپل زړه کې یی دا دعاوې کولې چې کاشکې مارسي په خیریت کې و اوسي . خو دخادمې دخبرو څخه دهغه افق تار تار شو . هغه فکر وکړ چې خادمه ورته کوم بد خبر اورول غواړي . نو همت یی وکړ او بیا یی ترې وپوښتل :
« مق…….مقصد دې څه دې ؟ ته ماته څه ویل غواړي ؟ …… که مارسی ریښتیا هم نه وي تښتول شوي نو بیا چیرې ده ؟» خو خادمې دقاسم د پوښتنې د ځواب د ورکولو په ځاې په چغو چغو ژړا پیل کړه . دخادمې ددې ژړا په واسطه د قاسم مور اوپلار او وریرونه هم سره راټول شول ، خادمې سلګۍ وهلي او ژړل یی . دکور ټولو خلکو په ډیره ستونزمنه توګه هغه خاموشه کړه اودمارسي په اړه یی ترې وپوښتل . خاد مې د سلګیو په څپو کې وویل :
« مارسي بي بي هم دهغې د مور سره یو ځاې تللې ده »
دا درواغ دي ، که داسې واې نو بیا به دهغه جسد هم دهغې دمور سره یو ځاې را پیدا شوې و. د قاسم ورور ورته په ډیره احساساتي توګه وویل . خوپه خپله قاسم  ګم سم ولاړ و . دقاسم مور او ورندار هم همدا خبره تکرار کړه . بیا نو خادمې ورته وویل :
« ما په خپلو سترګو وکتل ، مارسي بي بي دخپلې مور د وژل کیدو وروسته په ډیره میړانه د غلو مقابله وکړه اوکله چې ستومانه شوه نو بیا یی دخپلې ابرو دخوندي ساتلو په خاطر خپله توره په خپله ګیډه کې ور ننویسته . ما په خپلو سترګو وکتل چې دمارسي بي بي ټول وجود په وینو کې لت پټ و او اخري ساه یی اخسته چې دخپلې مور لورې ته ورغله …..بیا ابوجعفر او دهغه ملګرو دمارسي بي بي  لاش راپورته کړ اوله ځانه سره یی یوړ ، د دروازې بیرون دهغوې یو بل ملګرې هم ولاړ وو. ما دا ټوله صحنه په خپلو سترګو کتله . ماغوښتل ددې پیښې وروسته ستا کور ته راشم خو نه پوهیدم چې تاسې چیرې اوسیږئ ، ما محل ته د ورننوتلو جرءت نه شو کولې ، په بازار کې مې د ډیرو خلکو څخه ستاسې په اړه و پوښتل خوهیچا راته ستاسې په اړه معلومات را نه کړ .
د قاسم وینه وچه شوې وه ، تک ژیړ رنګ ولاړ و او دیوال ته یی تکیه کړې وه . خو دهغې مور او ورندار د خادمې ددې خبرو په اوریدو سره ژړل . اوس نو دطاهر سره هم د ویلو له پاره نور څه نه و . په همدې وخت کې د زاړه هشام اواز راپورته شو .
« داهم شوني ده چې په دې وخت کې به غزاله بې هوشه وه اوهغوې دهمدې بې هوشۍ په حالت کې پورته کړي وي او له ځانه سره یی وړي وي . که چیرې هغه شهیده شوې واې نوهغو خلکو بیا د څه له پاره له ځانه سره وړله .»
خو دمارسی خادمې په زور زور خپل سر د نفې په خاطر خوځاوه او ویل یی « نه ، نه ! دمارسی بي بي څټ لاندې را پریوتې و، هغې چې په کومه توګه خپله ګیډه په توره سورۍ کړې وه نودهغې څخه دا ډاګیزه کیده چې که هغه بې هوشه وایی نو په هوش کې د راتلو سره سم به یی خپل ځان دوباره په توره سورې کاوه . زه په ډاډمنه توګه ویلې شم چې مارسی بې بي هم شهیده شوې ده .»
دا سې څرګندیده چې قاسم باندې سکته راغلي وي ، هغه ټول په همدې حال کې پریښوول اوبلې خونې ته ولاړ . مارسي دهغه مینه وه . هغه او مارسي څو ورځو کې یود بل کیدونکې و. قاسم ته دهغې سره د تیرو ورځو دلیدونو کتنو یوه یوه لمحه را یادیده . دهغه زړه هیڅ په دې نه ډاډ من کیده چې مارسی دې له منځه تللې وي . خو اوس دهغه سره ددې خبرو دمنلو پرته بله لاره هم نه وه . هغه داسې انګیرله چې ابوجعفر ورته درواغ ویلي دي چې مارسی ژوندۍ ده . قاسم تر ډیره پورې په همدې فکرونو کې ډوب و ،هغه ته ابوجعفر ویلی و چې مارسي د البانیی په لور تللې ده ، هغه فکر کاوه چې شوني ده چې ابوجعفر به د  اذیت کولو د ډیرې سختې ویرې له امله هغه ته دا بهانه کړي وي .
قاسم تر ډیره پورې د مارسي د مرک او ژوند په اړه په مختلفو فکرونو کې ډوب پاته و . خو اوس ورته داسې بریښیده چې مارسي ترې ډیره لرې تللې ده . په همدې وخت کې دهغه دکورنۍ خلک ټول راغلل اود هغه تر څنګ کیناستل .اوهغه یی دلاسا  کاوه . هغه ته یی مور ، ورور ، ورندار  … ټول راغلي و. خوهغه  د هیچا په تلو راتلو نه و خبر شوې . هغه دمارسي په بیلتون او د ابوجعفر په ژوندي  په څنګ کیدو باندې  کولمې خوړلې . هغه ته نن شپه تیریدل هم ستونزمن شوي و . هغه ټوله شپه ویښ پاته و او دمارسی په اړه په فکرونو کې ډوب و .
بله ورځ هغه د اغا حسن سره یو ځاې شو او دمارسي په اړه یی ددغې نوې انکشافاتو په رڼا کې خبرې وکړې ، اوس هغه غوښتل چې کوم وفاداره او نیک انسان البانیه ته و استوي اودمارسي په اړه معلومات را ټول کړي . هغه ته یوه موهومه هیله په زړه کې را ګرزیده چې کیداې شي مارسي ژوندۍ وي . هغه خپل دوست اغا حسن ته خپله ټوله قصه وکړه . او بیا یی دخپل منځې  مشورو له لارې د یني چري یو ډیر تکړه او وفاداره سپاهي  « ابراهیم » دالبانیه په لور د لیږلو پریکړه وکړه .
څو ورځې وروسته ابراهیم خپل ساده کالي واغوستل او د البانیه په لور روان شو ، په دې وختو کې قاسم دسلطان سره د کتلو هڅه ونه کړه . خو نن یی ددې خبر د اوریدو وروسته چې سلطان یو ځل بیا هوډ کړې چې سلطان محمد په تخت کینوي اوپخپله یو ځل بیا ګوښه ناستې شي او خپل عبادت ته دوام ورکړي ، نو د سلطان سره  دکتلو له پاره محل ته ورغې. نن یی هوډ درلود چې د شهزاده محمد سره وویني ، خو تر ټولو دمخه د سلطان سره دکتلو له پاره ورغې ،سلطان هغه ډیر ژر خپل حضور ته را وغوښت . کله چې قاسم د سلطان خوني ته ور ننوت نه د هغه په صوفیانه څیره یی نرۍ شانته خندا و کته . قاسم په ډیر ادب سره دسلطان په خونه کې حاضر شو او هغه ته یی سلام وکړ او بیا خاموشه و درید . سلطان قاسم ته د سر نه تر پښو پورې وکتل اوبیا یی ورته په خندا کې وویل :
« مونږ خو داسې انګیرله چې قاسم بن هشام مونږ له ياده ویستلي یو . خو ستا را تلو یو ځل بیا مونږ ته د ډاګیزه کړه چې مونږ اوس هم ستا په یاد یو .» دسلطان په خبرو کې پټ طنز رانغښتې و ، قاسم ورته په ډیره شوخۍ سره وویل :
« نه درونده سلطانه ! خداې تعالې دې زما په ژوند کې هغه ورځ نه  راوړي چې زه به ستا په څیر د انسانیت محسن له یاده و کاږم……. ما زما هیله دا وه چې هره ورځ ستاسې دربار ته حاضر شم . خو هر ځل راته مخکې خنډونه پیدا شوي دي خوکله مې چې نن یوځل بیا دسلطان دګوښه ناستې په اړه واوریدل ، نو ستاسو حضور ته د مشرف کیدو په خاطر راغلم .»
« ډیره ښه ! داسې څرګندیږي چې د غم دولت  ته د خبرو د ډیرو نیکو او ښو لارو څخه مالا مال کړې یی .»
« ددولت غم ؟…… درونده سلطانه ! زه ناپوهه په دې کنایه باندې ونه پوهیدم »


پرلپسی لري …..