کور / هراړخیز / يووالی او پيوستون د ژوند او بقا مسير

يووالی او پيوستون د ژوند او بقا مسير

د نړۍ  پر مخ ټول ژوندی او غير ژوندی موجودات په عادی توګه د دايمی محسوس او نا محسوس  خوځښت ، حرکت او بدلون د قانون په غيږه کې خپل موجوديت ښيی . انسان او انسانی ټولنې هم له دې امره سوا نه دی
د خوځښت او بدلون قانون د کوم ځواک ، واکمن او ډلې له ارادې پرته پر ټولو شيانو ، پديدو او موجوداتو جاری دی .
نږدې د دوو پيړيو را هيسې زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې ، ځينې دودپالې او محافظه کارې کړۍ ، د خپلو ناروا موخو له پاره ،زمونږ د ولس له پاکو احساساتو څخه په ناوړه ګټې اخيستنې سره  نه پرېږدی چې افغاني ټولنه د بدلونونو طبيعی مسير طی کړی . له همدې امله د اوږدې مودې راهيسې زمونږ د ټولنې لمن بدمرغيو او بحران رانغښتی ده . دپلونو، لارو او سړکونو ورانول اود سرکونو د جوړوونکو وژل ، په روغتونونو کې چاودنې ، د ښونځيو سوځول او د ښوونکو وژل اود اسلام د پاک دين په نوم  د انسانانو د سرونو پرې کول ، ځان وژونکی بريدونه ، د ماشومانو تښتول ، د خلکو په سر، مال او ناموس تيرۍ ، د مخدره موادو او وژونکو وسلو خرڅلاؤ او قاچاق او دې ته ورته په سلګونو نور جنايات ددې د پاره کيږی چې د افغانی  ټولنې دبدلون او ودې  د نورمال او طبيعی جريان  مخه ونيول شی .
دېرش کاله کيږی چې ددې تورې  موخې له پاره  په پوره بې رحمۍ سره د افغان انسان وينه توييږی . د وينو تويولو اتلان ،د مرګ قاصدان ، د هيرويينو او وسلو قاچاقبران  د خپلو او پردو سره د معاملو او سوداګريو له امله مليونران شول . په داسې حال کې چې د خلکو په رګونو کې وينې وچيږی ، خو داړه ماران لا هم زمونږ دخلکو په وينو ماړه نه دی ، له دې امله جګړې ته ادامه ورکوی .
زمونږ د ولس دې بې سارې او بګنوونکي غميزې  ته هغه سياسي ،اقتصادی او ټولنيز بدلونونه د پای ټکی ايښودلای شی ، کوم چې د زورواکی ( استبداد ) او وروسته پاتې والی سرچينې وچوی او زمونږ هيواد او افغانی ټولنه دا دوې پيړۍ د هغه انتظار باسی .
 ددې چارې له پاره د هيواد رښتينی  بچيان د تاريخ په مختلفو پړاؤنو کې د بې شمېره قربانيو په زغملو سره را ولاړ شوی دی ، خو د داخلی او باندينيو افغانی ضد او انسانی ضد کړيو او ځواکونو له خوا د خونړيو ماتو سره مخامخ شوی دی او دخپل هيواد د سمسورتيا او افغان ولس د نيکمرغۍ نا مراده او په  وينو  لمبيدلی هيلې يې ګور ته وړی دی . ليکن  په نړی کې داسې هيوادونه او ملتونه کم نه دی چې په لسګونو او سلګونو کالو له اوږدو ناورينونو او بدمرغيو سره مخامخ شوی دی ، خو داسې هيواد او ملت نه شته چې د تل له پاره په بد مرغه برخليک محکوم وی .
 د سختو ماتو له زغملو وروسته د هيواد او ولس اصلی او متعهدبچيان  په هيواد کې د ناخوالو او د ولس د تنګسيا او بدمرغۍ چغې  د خپلو زړونو او وجدان په غوږونو آوری ، د انسان د ازادۍ او نيکمرغۍ له پاره په مات شوی او تس نس شوی ځواک  د بيرته راټوليدو ، يو کيدواو د مقصود سرمنزل په لور د بيا روانيدو غږ کوی ، د نوو شرايطو، ټولنيزو ، سياسی او اقتصادی اړيکو په نظر کې نيولو سره ، د نوو فکری او عملی تياريو پر بنسټ ، له ماتې نه د پيداشوو بې باوريو، شکونو او ترديدونو ، نفاق او نورو بدمرغيو پر ضدرا پورته کيږی . د وطن مور او د هغه د بچيانو د کرامت او شرافت څخه د دفاع سنګر ته په وياړ او جګه غاړه وردانګی . 
زمونږ تاريخ د شېرشاه سوری ، ميرويس هوتکی ، احمدشاه درانی ، امان اله خان غازی او دې ته ورته د داخلی او خارجی مرييتوب پرضد د نورو پاڅونونوشاهد دی . دې ټولو لويانو او په وروستيو کې فخرافغان پاچا خان دمرييتوب او وروسته پاتې والی له مصيبتونو څخه د خلاصون په خاطر افغان توکمونه  ( پښتانه ،تاجکان ، هزاره ګان ، ازبکان ، ترکمنان ، نورستانيان ،بلوچان او نور….) تل له نفاق ، کرکو ، نفرت او کينو څخه د يووالی ، دوستۍ ، اتحاد او پيوستون په لور بللی دی . زمونږ يووالۍ او پيوستون تل زمونږ د برم او پرتم لامل شوی دی ، خو نفاق او تيت پرک توب مونږ ته بې پايه غميزې را په برخه کړی دی .
نن چې په ګران هيواد افغانستان کې له ديرشو کالو راهيسې هره ورځ د افغان انسان وينې بهيږی ، دا ولې ؟
بې له شکه چې زمونږ ستونزې او اوږده غميزه  به باندينی عوامل لری ، خو که مونږ  په کور د ننه  يو بل ته په درناوی قايل وای ، د فرعون او د مريې د سلوک پر ځای  مو په خپلو کې  د وروری او برابرۍ سلوک درلودای
او د وطن هر سړی ته  مو ددې حق ورکړل شوی  وای چې د وطن د مور حق په ځای کړی ،( وطن ته د خدمت کولو حق ورکړل شوی وای )  او ددې وطن د بچی په سترګه ورته کتل شوی وای ، د خاين ، دښمن او مرتجع کافر ، بې دينه او منافق  په ځای  د ورور ، دوست او متحد له نومونو د يو او بل په وړاندې استفاده شوی وای ،او ټولو د هيواد د غوړيدو او آبادۍ له پاره په يو بل باور او تکيه کړی وای بيله شکه به زمونږ دننه باندينيو دومره آغيز نه درلودای . لنډه دا چې زمونږ  د نفاق ، تکبر، ځان غوښتنې او نه پخلاتوب ناوړه اخلاقو آن ددې زمينه برابره کړی ده چې زمونږ پر لرغونی هيواد او له پنځو زرو کالو زيات وياړلی تاريخ  باندې داسې بې تاريخه او بې بنياده هيواد لکه پاکستان  هم ملنډې ووهی  اوآخوندی ايران د بخدی ( آريايی ) تمدن زانګو ته سترګې سرې کړی .
د لمر په شان څرګنده ده چې خارجيان په ځانګړی توګه پاکستان او ايران  زمونږ له کمزوريو زمونږ او زمونږ د هيواد پر ضد ګټه پورته کوی . که څه هم افغانانو په وارو وارو د تاريخ په مختلفو پړاوونو کې دا ثابته کړی ده چې افغانستان د نړۍ د هيوادونو په ناسالمو رقابتونو کې د ګډون ارزو نه لری ، بيا هم زمونږ هيواد او خلک د نړۍ د زبرځواکونو د زورآزموينو قربانی شوی دی ، خو له چانه دا پټه ده چې مونږ داسې اخلاق خپل کړی دی چې که يو څه شخصأ په مونږ پورې  اړه ونه لری او زمونږ شخصی کور ترې اور نه آخلی ، نو که وطن اور آخلی او وطنوال مو په کې سوځی ، نو مونږ وايو چې : (( زما يې پر څه ؟ )) دا اخلاق نه انسانی دی ، نه اسلامی دی او نه افغانی . همدا دليل دی چې زمونږ انسانيت ، اسلاميت او افغانيت ټول پايمال شول .
 انسانيت مو ځکه پايمال دی چې زمونږ تنکی ماشومان د بمونو په لوخړو کې تری تم شی ،زمونږ ښځې او سپين ږيری په ډله ايزه توګه وژل کيږی ، خو نه دچا له سترګو اوښکې ځی او نه څوک بې خوبه کيږی ، خو که د نورو د کور پيشو مړه شی ، ورځې ورځې  ورباندې ويرکوی . د افغانانو انسانی کرامت او شرافت ته ، سړيخواره غله ، د پرديو ټيټ او  سپين سترګی غلامان ، مافيايي جنايتکاران او شوکمارې ډلې ټپلې په ټيټه سترګه ګوری .
اسلاميت مو ځکه پايمال شو چې د عربواو آفريقا زندانی مجرمين ، پنجابيان ،چيچينيان د تاجکستان ، ازبکستان ، اويغور ياغيان او نور راځی ، تر څو د افغانانو د دين څخه دفاع وکړی . افغانانو د سکندر کبير د بريدونو په وړاندې د چا دفاع ته اړتيا نه درلوده ، د چنګيزيانو په وړاندې يې د چا دفاع ته اړتيا نه وه ، د لويې برطانيې د نړيوال استعماری ځواک او د روس د زبرځواک په وړاندې يې د چا دفاع ته اړتيا نه وه ، اوس په يوويشتمه پيړۍ کې د منځنيو پيړيو غلامان غواړی چې متدينو او پر آزادۍ مينو افغانانو ته(( دين )) وګټی !  ددې له پاره زمونږ جوماتونه ، ښوونځی روغتونونه ، لارې او پلونه نړوی  ، ملايان او ښوونکی ، ډاکتران او انجينران ، مشران او کشران موپه بې رحمۍ سره  وژنی  !!!!!!!!
افغانيت مو ځکه پايمال شو، چې افغان نارينه او ښځې، واړه او زاړه  له ډېرې بې وسۍ نه له خپل کور ، کلی او جومات نه آواره او مهاجر په پرديسۍ او محتاجۍ کې په نورو هيوادونو کې د منت  شپې او ورځې تيروی  تپل شوی خونړۍ جګړې هغه افغانې ميرمنې چې ((  چا يې پلو ليدلی نه وو )) سوالګرې کړې . افغان د خپل افغان پر ضد د خارجی نه مرسته غواړی ، د خارجې په وسلو او پيسو د خپل افغان ورور وينه تويوی  او د خارجيانو د اشارې او نخسې مطابق د افغان وروڼو قومونو تر منځ نفاق ، دښمنۍ او تربګنۍ ته لمن وهی .
نور نو په افغانيت کې څه پاتې دی .
لرغونی او تاريخی هيواد ته مو د جنګ لعنت راغلی دی ، د هيواد ټولې مادی او معنوی شتمنۍ يې پوپنا کړې ، د جنګ لعنت مو د ولس لمن نيولی ده او هره ورځ لسګونه افغانان بلهاری کيږی . پردی خو پرېږده ، د وطن د مور چېغې حتی د وطن زامن  ( افغانان ) هم نه آوری . داسې مرجع  نه شته چې زمونږ  په ژړا ستړی کونډې او يتيمان خپلې بې اسرې سترګې  ورواړوی .
د جنګ اژدها په تدريج سره افغان ولس او د هغه شتمنۍ په بې رحمۍ سره تر کومی تيروی ، د يوه آزاد او مستقل هيواد په حيث د افغانستان برخليک او مقدرات تر پوښتنې لاندې راولی .
زمونږ د ملی مشر ستر پاچاخان دا خبره يقينی کيږی چې : (( يا به يو کيږو ، ګنی ورکيږو )) ! خارجی لښکرې ، نړيواله ټولنه هيڅوک ددې ورانوونکی او پراخيدونکی توپان مخه په يواځې توګه نه شی نيولای . افغانان بايد د تباهی د توپان سره د مبارزې او مجادلې محرکه قوه وی . موږ افغانان بايد په دې پوه شو چې : زمونږ نه ماتيدونکی يووالی او پيوستون د ژوند او بقا مسير دی .
زمونږ په هيواد کې د نړيوالې ټولنې نظامی حضور ، د بنسټ پالنې او نړيوال تروريسم سره د مبارزې چاره داسې مسألې دی چې بې له شکه د ګټو او زيانونو يو پيچلی کمپلکس جوړوی . خو دا حقيقت چې د روانې جګړې ، بنسټ پالنې او نړيوال تروريسم اصلی قربانی افغان ولس دی ، د لمر په شان روښانه دی . مونږ نور په دې نه ملامتووچې د نظامی حضور تر څنګ د خپلو ګټو په غم کې دی ، خو ځانونه بايد په دې ملامت کړو چې ولې مونږ د خپلو ګټو په غم کې نه يو ؟  که څوک په سيمه کې زمونږ د هيواد د ستراتژيک موقعيت څخه ګټه پورته کوی  ، نو د افغانانو ګټې په طبيعی توګه بايد د نورو د ګټو څو چنده وی . د نورو راوا ګټو ته زمونږ درناوی ، زمونږ ملی ګټو ته د نورو د درناوی سره مستقيمه  اړيکه لری .
له بده مرغه په  داسې حال کې چې وطن او خلک مو له هرې خوا د اور او وينو توپان په سر اخيستی دی ، زمونږ په اصطلاح  روڼ آندی  د جګړې په اور سوی او لوغړن وطن او په وينو لمبيدلی ولس ته  غږ کوی ، تر څو هغوی  ووينی ، د هغه قدر او درناوی وکړی ، د هغو په سر د اتلوالۍ تاج کيږدی او د هغه په پښو کې د احترام او تعظيم سجده وکړی . تر څو وطن او خلک ددې ښاغلو کوم چې کتابونه ليکلای شی، عالمانه  بيانيې ورکولای شی او په  (( هر څه  پوهيږی !!! ))، قدر او درناوی پر ځای نه کړی ، دوی  به هم د وطن او خلکو پروا ونه کړی . دوی ځکه د وطن چېغې او زمونږ د بې اسرې کونډو رنډو کوکاری نه آوری چې وطن او خلکو ددوی حق نه دی پر ځای کړی . کله کله دا ښاغلی زمونږ له نيم ژواندی هيواد نه ګيله کوی چې دې وطن دوی ته څه ورکړی دی ؟ خو هيڅ کله له ځانه دا پوښتنه نه کوی چې د وطن د بچی په توګه ده وطن ته څه ورکړی دی ؟ او فکر نه کوی چې دا وطن څه لری چې چا ته يې ورکړی . د وطن شته خو زمونږ فرعونی اخلاقو ، ځان غوښتنو ،تکبر ، بې رحميو ، چور او چپاول د نشت سره برابر کړل .او په دې هکله چې  د وطن دبې شتو خلکو د ماليوله برکته د منځنيو او  لوړو تحصيلاتو خاوندان  شوی دی ، اصلا فکر نه کوی بلکې هغه د خپل ذاتی استعداد محصول بولی .
همدا روڼ آندی دی چې دمختلفو سياسی ډلو او تنظيمونو په سر کې ولاړ دی ، وطن او خلکو ته د خدمت ډبرې پر سينو ماتوی ، خو عملا خپلو پيروانو ته نفرت ، کينه ، دښمنی ، نه پخلاتوب ، په نورو بې باوری
يواځېتوب ، ځانځانی ، نفاق او بيلتون  تلقينوی . له بده مرغه دوی يواځې په خپله بې سره او بې لکۍ ډلګۍ کې ځانونه وينی ، له دې امله زمونږ سياسی ملکان ( قريه داران )( د سياسی ډلو مشران ) د ټوليدو پر ځای ګوښی کيدو ته زيات تمايل لری . هر څه ته د خپلې ډلې د ګټو له نظره ګوری ، ځکه په عمل کې د کلی ، عامو ملی ګټو په قصه کې نه دی .  دوی د خپلې محدودې ډلګۍ پر حقيقت اکتفا کوی ، خو د ټولنې او نړۍ له حقيقته بې خبره دی . ځکه د ټولو غورو او دربو سره د کورنيو او نړيوالو اوضاعو غوښتنې او اړتياوې نه شی تشخيصولای . دوی تر اوسه هم نه پوهيږی چې دا ديرش کلن ناورين زمونږ د ډلګۍ پرستيو محصول دی او بايد دځان پرستۍ او ډلپرستۍ پر ځای د ملی وحدت اوملی پيوستون په  لور ولاړ شو . د سبا ورځې نړۍ د نن نړۍ نه ده ، لکه څنګه چې وويل شول ، د نړۍ پر مخ هر څه د تغير او بدلون په حال کې دی  خو زمونږ سياسی ملکان جامد او نه بدليدونکی دی . دوی غواړی  په نوی او بدل شوی وضعيت کې بې بدلونه فرمان وچلوی . زمونږ سياسی ملکان له بده مرغه  راتلونکی ته نه ګوری بلکې په تېره ( ماضي ) پورې نښلی دی . دوی نن ، بې اختياره په پرون کې لاس او پښې وهي . که مونږ  په رښتيا سره نن ته داخل شو کيدای شي ددې وس پيدا کړو چې ډيرو هيلو او آرمانونو  ته د ژوند وړتيا وروبخښو . که چيرې زمونږ پرون غميزه او تراژيدی وی ، نو آيا په پرون کې پاتې کيدل ( هماغه ځان غوښتنه ، په نورو بې باوری ، نه پخلاتوب ، ځانی او ګروپي ګټو ته پر ملی او وطنی ګټو ترجيح ورکول ،د نورو په وړاندې کرکه او نفرت، دښمنی او خصومت ،….) به د هماغه تراژيدی ادامه نه وی؟  نن ته د پرون څخه اوښتون ، بيله شکه بايد په نوو بنسټونو صورت ومومی . په افغانی ټولنه کې د سياسی ډلو مشران لکه پاچاهان د ډلې د تأسيس له ورځې د هغه تر مرګه پورې دخپلې  ډلې رييس پاتې کيږی . ددې مانا داده چې داسې مشران د خپلې ډلې غړو او خپلو پيروانو ته هم په سپکه سترګه  ګوری او د خپلې ډلې اعتبار او اتوريته په خپل فرديت او ځان پورې تړی . داسې ځان غوښتونکی مشران د قدرت او واکمنۍ په مهال په داسې ديکتاتورانو اوړی چې يواځې دده له خولې او لودسپيکر څخه خبرې راووځی او نور بايد يواځې اوريدونکی او اجرا کوونکی وی . په داسې حال کې چې سياسی ګوندونو او ډلو ته انسانان ددې د پاره ورځی تر څو د خپلو ارمانونو د ملګرو سره د ټولنيزو بې عدالتيو پر ضد د انصاف او عدالت د تأمين په خاطر د ورورۍ او برابرۍ تړون جوړ کړی . داسې مشران  وروڼه غواړی ، خو برابری نه !!!!
دا رسم او دود د سياسی ډلو مشران په  ديکتاتورانو او په بهترين حالت کې په خپلسرواو يکه تازو مشرانو بدلوی او سياسی واک ته د رسيدو په صورت کې په زورواکو او مطلق العنانو واکمنانو اوړی ، خلک او هيواد د شوم سرنوشت سره مخامخ کيږی . کله کله د داسې مشرانو خبره داسې ځای ته رسی چې ځان ته په تقدس او په يو ډول رب النوع قايليږی .
همدا اوس دوی هيچ افغان ته دنننی ناورين څخه د خلاصيدو او بين الافغانی پوهاوی ، يووالی ، وحدت او اتحاد د پاره نه ورځی ، بلکې ټول بايد دوی ته لاس په سينه او تعظيم ورشی ، د دوی د قيادت او فرعونيت سيطره ومنی ، بيا کيدای شی دوی پر خپلواړيکو ، قضاوتونو او  سياستونو باندې فکر وکړی .
دا دوه مخي د ځاني او محدودو ګروپی ګټو د پاره تيار دی چې آن  د پردو سره لاس يو کړی، تر څو خپل افغان ورور ، مخالف او رقيب له منځه يوسی  او ميدان د ځان د پاره شغالی کړی .
مونږ افغانان بايد دا حقيقت درک کړو چې که غواړو انسانيت ، اسلاميت او افغانيت مو پر ځای شی ، تر هرڅه لومړی بايد د قومی ، مذهبی ، ژبنی ، سمتی او فکری توپيرونو سره سره ، پخپلو کې سره يو موټۍ شو . افغانانو پريمانه موکې او فرصتونه له لاسه ورکړی دی ، زمونږ غم او درد د هرې ورځې په تيريدو سره ژوروالۍ او پراخوالۍ پيدا کوی . د وطن د مور غږ او د خپل هر دم شهيد ولس چيغې بايد هر افغان وطن پالونکی  د زړه په غوږونو واوری . د هيواد اوسنۍ وضعيت ،د ولسی بګنوونکو تلفاتو او ديرش کلن ناورين  پای ته رسول  بېلې استثناء د ټولو افغانانو پراخ او غښتلی اتحاد او اتفاق ته اړتيا لری . يووالی او اتحاد زمونږ د وخت غږ دی . عقل او وجدان ، ټولو افغانانو ته د ګران افغانستان او افغان ولس د نجات او خلاصون په خاطر د يووالی او پيوستون  نارې کوی . اې افغان  وطنپالونکو  !
راځی پخپل غلبيل غلبيل  شوی وطن او رنځيدلو خلکو ترحم وکړو ، له  خپلو پوچوځان غوښتنواو ډلپرستيو  تېر شو، تکبر او بې ځايه  غرور پرېږدو ، يو بل په غېږ کې ونيسو او پخپلو منځو کې د بې باورۍ هغه کنګل ايرې اوبه کړو چې زمونږ د ګډو وطنپرستانه هڅو مخه يې نيولی ده !!! راځي په تحمل ، تېريدنه ،پخلاينه ، دوستۍ او ملګرتوب سره ، د جوړونې اود وطن د آبادۍ  په چاره کې يو له بل سره سالم رقابت وکړو !!!
راځی چې په ګران هيواد کې روان ناتار او غوبل ته د پای ټکۍ کيږدو، د هيواد لمن او دخلکو ستونۍ د غلو مفسدينو ، سړی وژونکو شوکمارانو ، د مخدره موادو او وسلو، دځمکواو بانکونو د مافيا له خونړيو منګولو خلاص کړو . مونږ دا ستر او بيساری کار يواځې او يواځې دوطن د ټولو وطنپالونکوبچيانو د نه ماتيدونکی يووالی او اتحاداو د نړۍ د هيوادونو او خلکو د مرستو د جلبولو په صورت کې کولای شو . ددې يووالی نشتوالی د روانې غميزې د لا خونړی کيدو ، لا پراخيدو او لا اوږديدو لامل کيږی . راځی چې د افغان انسان د عزت ، کرامت او شرافت څخه د دفاع په خاطر  د دلالانو ، ټګمارانو، مفسدو سړيخورواو معامله ګرانو پر وړاندې د رښتينو  وطنپالونکوپه ليکو کې سره يو ځای شو او د اوسنی انسانی ضد او اسلامی ضد شوم چاپيريال د بدلون له پاره يو بې ساری او بې جوړې الترناتيف وړاندې کړو .
افغان روڼ آندی په ګډه سره  بايد د بدمرغۍ او کړکيچ څخه د خپل هيواد او ولس د خلاصون  ټول اړخيزه تيزس وړاندې کړی او افغان ولس بايد د اساسی عامل په توګه د نړيوالو په مرسته خپل برخليک وټاکی .
دې سترې موخې ته د رسيدو له پاره بايد بيله توپيره  ټول افغان وطنپالونکی بې قيد او شرطه د يووالی او پيوستون  د جوړوونکو او يوځای کوونکو مذاکراتو پر خوا وخوځيږی . سوله ، پرمختګ ، دموکراسی او ټولنيز عدالت  زمونږ د خلکو د ټولو پاټکونو او قشرونو د زړونو آرمان دی ، دا موخې د ټولو شريفو افغانانو د يووالی او پيوستون له پاره پوخ بنسټ بلل کيږی . د شريکو آرمانونو او ګډو شريفانه موخو له پاره په ګډو هڅو کې د يو بل دپيژندنې او متقابل باور او اعتماد د بيرته ژوندی کيدو پروسه پيل کيږی . افغان وطنپالونکی بايد بېلې وېرې ، شک او ترديد څخه ، په افغانی ميړانه او زړورتوب سره  د خپل وطن او ولس د دفاع سنګر ته ورودانګی .
د افغان وطنپالونکو لاره د ربړونو او کړاوونوله منځه تيريږی ، خو رڼا او راتلونکی په صبرۍ سره د هغه انتظار باسی .  بېلې دی چې ماضی او زمونږ په وينو لړلی ناورين ته درنګ وکړو،  بايد د راتلونکی په لور اوچت او چټک ګامونه پورته کړو . آپتيميسم ، په ځان اونورو باور ،يووالی،اتحاد او ملی پيوستون زمونږ لاره د رڼا سره نښلوی .
په درناوی .