زابل : په ښارصفاكې نړيوالو قواوو هوايې حمله كړې
دزابل مرستيال والي محمدجان رسوليارخبريالانوته وويل چې ددې ولايت په شارصفاوالسوالۍ كې نړيوالوځواكونو په هوايې بريدكې دوسله والوطالبانو هغه ډله په نښه كړې چې غوښتل يې پدې والسوالۍ كې دپوليسوپريوه امنيتي پوسته بريدوكړي .
نوموړى زياته وي چې پېښه برايې ماښام رامنځ ته سوې .
رسوليارزياته وي چې دوالسوالۍ دخواجه خېلوپه سيمه كې دترسره سوي هوايې بريدپه ترځ كې ۳ طالبان وژل سوي او۴ نورټپيان دي ،چې دوژل سويوكسانوجسدونه يې دوالسوالۍ مركزته لېږدولي .
دى وايې چې دوسله والوطالبانودغې ډلي غوښتل چې په سيمه كې دپوليسويوه امنيتي پوسته په نښه كړي ،چې نړيوالوځواكونوخپل وار ورباندي له مخه كړ.
دطالبانويووياندقاري يوسف احمدي پدې باب ناخبري ښه يې خوادعاكوي چې دزابل په سيوري والسوالۍ كې يې دسړك دغاړي په ماين چاودنه كې دنړيوالوقواوو يوټانگ په نښه كړى اودهغوى ۴ عسكريې پكښې وژلي .