کور / رسنۍ / لوی غر ويبپاڼي په فعالیت پيل وکړ

لوی غر ويبپاڼي په فعالیت پيل وکړ

لوی غر ویبپاڼه یوه خپلواکه، ناپیيلې او بې پرې افغاني ویبپاڼه ده، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ شېبه په شېبه ( په هرو ۱۰ دقیقو کې) په ۲۴ ساعتيزه توګه په اونۍ کې ۷ ورځې لوستونکو ته په خپلکاره (اوتوماتیک) ډول تازه خبرونه او مطالب وړاندې کوي.
  
د ۱۳۸۹ کال غبرګولي په میاشت کې د لوی غر ویبپاڼې ادارې د انترنیټ په نړۍ کې د نویو پرمختګونو سره د ځان د عیارولو او د بېلابېلو  انټرنیټي رسنیو د همغږي کولو له لارې خپلو درنو لوستونکو ته د تازه خبرونو او مطالبو د چمتو کولو په موخهCCT – INDIA  په نامه یوې هندي کمپنۍ سره تړون لاسليک کړ او دا چارې د نوموړې کمپنۍ لخوا له بشپړې بريا سره ترسره شوې.


اوسمهال لوی غر وېبپاڼه له نږدې ۱۰۰ باوري خبري او معلوماتي سرچینو څخه په خپلکاره ډول تازه خبرونه او مطالب په هرو لسودقیقو کې شپه او ورځ را اخلي او د نوموړې ويبپاڼې له ځانګړي لینک (ادرس)  سره یې د لوی غر پر مخ خپروي دا کار نه يوازې ګرانو لوستونکو ته د تازه خبرونو او نويو مطالبو د لوستنې اسانتیاوې برابروي؛ بلکې د نوموړو ویبپاڼو د شهرت او لوستونکو په ډېروالي کې هم مرسته کوي. له دې سره سره به د ډېرو افغاني پاڼو د همغږۍ یوازينی مرکز هم جوړ شي، چې لوستونکي به وکولای شي ټولې افغاني پاڼې په يوه ادرس کې ترلاسه کړي او په ټولیزه توګه به د دې نوښت پر مټ د افغاني ویبپاڼو او خبري سرچینو د لوستونکو د کچې په لوړیدو کې هم یو مثبت ګام پورته شي. او لوستونکي به وکولای شي چې د یوې ویب پاڼې په پرانیستلو د هیواد د ډيری ویب پاڼو مهم خبرونه ولولي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوی غر ویبپاڼه د خبرونو او مطالبو غور چاڼ يا را اخيستنه په اتوماتیک ډول چار تر سره کوي؛ نو د نوموړي سرچیني ټولو حقونو ته پوره درناوی کوي او د خبر او مطالبو ټول مادي او معنوي حقونه د خبر د سرچیني لپاره محفوظ ګڼي، په خبر کې نه کومه مداخله کوي او نه هم د خبر د سموالي او کره والي مسوولیت په غاړه اخلي بلکې یوازې نورو ته د رسونې يا آسانتيا برابرونکي په توګه عمل کوي.


د دې خبرې يادول هم اړين بولم، چې د لوی غر ویپانې د امتیاز خاوند (ضیاالحق رشیدي) دې نوښت ته په خپل شخصي لګښت غاړه ايښې او  همدارنګه د یو شمېر با احساسه ځوانانو معنوي مرسته او همکاري هم د هېرولو نه ده، دا پاڼه د هېڅ کوم ګوند، ډلې ټپلې او قوم استازیتوب نه کوي؛ بلکې د ټولو افغانانو استازولي کوي او نه به هم د هېڅ چا مادي مرستې ته غاړه کېنږدي، ځکه چې لوی غر وېبپاڼه نه غواړي بې پرې والی او ناپييلتوب يې تر پوښتنې لاندې راشي، تل به د خپلو افغانانو لپاره چوپړ کوي او له دې لارې به خپل افغاني او ديني رسالت ادا کوي. لوی غر ویبپاڼې ته ملي ګټې تر هر څه ډير ارزښت لري او ملي ګټو ته په کتو سره به د نړۍ جال پر څپو نشرات کوي.


لوی غر ټکی کام په نوښت او خدمت باور لري او سپیڅلو اسلامي ارزښتونو او د ګران هیواد د ملی ګټو خوندیتوب او د افغانی کلتور ملاتړ ته ژمنه  پاڼه ده. لوی غر وېبپاڼه د ویبپاڼې د بقا او دوام لپاره یوازې په سوداګریزو خبرتیاوو ډاډه ده او بل هیڅ ډول مالی مرستې نه مني.
 
لوی غر ټکی کام وېبپاڼې ته په دې www.loyghar.com   ادرس لاس رسی پيدا کولای شۍ.  


د لا ډېرو معلوماتو لپاره په لاندې پته اړیکه ونیسئ :


د امتیاز خاوند
ضیاءالحق رشیدي
د لرغږي شمېرې :+93 (0) 799309755 لوګر / ـ +918826316597 نوی ډهلی، هند
د بریښنالیک پته : rashidi07@gmail.com


رفیع الله ستانکزی
کابل افغانستان
مبایل: +93(0) 700 308 908
د بریښنالیک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com


فریبا ناصري
کابل، افغانستان
د بریښنالیک پته : friba_asar@yahoo.com