په عراق کی راکټی حملې درې امریکایان ووژل
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د عراق په جنوب کی د امریکا پر یوه پوځی اډه راکټی حمله وسوه چی له امله یې درې امریکایی پوځیان ووژل سول .
په دې سره په عراق کی د ټولو امریکایی پوځیانو تلفات ۴۴۶۹ ته ورسېدل چی ۱۵ یې په روان جون کی وژل سوي دي .