طالبان : فرانسې باالاخره زموږ شرایط ومنل
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی پروني دوه آزاد سوي فرانسوي خبریالان زموږ د بندیانو د تبادلې په نتیجه کی خوشی سول . هغه ویلی چی فرانسوي پوځیانو لومړی څو څو ځله پوځی عملیات وکړل تر څو د زور له لاری هغوی آزاد کړی خو هر ځل د ناکامۍ سره مخامخ کېدل څو چی باالاخره مجبوره سول او زموږ غوښتنی یې ومنلې او زموږ د څو تنو طالبانو د تبادلې په نتیجه کی موږ هم پرون دغه دواړه اسیر خبریالان خوشی کړل .