احمدزى: د واک د تسليمۍ پروسه به ضرور عملي کېږي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جون 30th, 2011


له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته د واک د تسليمۍ د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي دغه پروګرام به هرو مرو عملي کېږي.
ډاکټر احمدزي پرون په کابل کي په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي وويل د افغانستان دښمنان دي په دې پوه سي چي دغه پروګرام به ضرور عملي کېږي.
هغه زياته کړه چي مخالفين نسي کولاى چي په خپلو حملو د دې پروسې په مخ کي خنډ سي.
احمدزي وويل دى هيله لري چي د واک د تسليمۍ پروګرام په پوره برياليتوب سره بشپړ سي.
ټاکل سوې ده چي پنځلس ورځي وروسته له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسئوليت د لېږدولو چاري پيل سي.
افغان حکومت وايي په دې پروګرام کي د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار، د هرات، باميان، پنجشېر او کابل ولايتونه شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024