کور / تازه خبرونه / جنرال امين الله امرخېل له دندي استعفاء وکړه

جنرال امين الله امرخېل له دندي استعفاء وکړه

د ننګرهار او کونړ ولايتونو د سرحدي پوليسو قومندان جنرال امين الله امرخېل له خپلي دندي استعفاء اعلان کړه.
جنرال امرخېل د آزادۍ راډيو ته وويل چي د استعفاء علت يې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځيانو پرله پسې راکتي حملې، د افغان حکومت او نړۍ والي ټولني چوپتيا ده.
جنرال امرخېل له لوړ پوړو چارواکو څخه غوښتي وو چي يا پر پاکستاني حکومت د حملو د درولو په باب فشار وارد کړي او يا دي افغان ځواکونو ته د جوابي حملو اجازه ورکړي.
خو د نوموړي په وينا دولت او نړۍ واله ټولنه په دې کي پاته راغلې او پاکستاني پوځيان اوس هم پر افغانانو راکټي حملې کوي او هره ورځ افغان ولسي وګړي پکښي مري
د جنرال امرخېل د استفعاء په باب تر اوسه د کورنيو چارو وزارت خپل نظر نه دئ څرګند کړى.