کور / z_buitenland_news -- 5 / اسلام آباد! چاودنه ځانمرګى بريد نه وه، ټايم بم وه

اسلام آباد! چاودنه ځانمرګى بريد نه وه، ټايم بم وه

پاکستاني چارواکي وايې چې د اسلام آباد په سوپرمارکيټ کې په يوه بنګله کې جوړ په ايټالوي رسټورانټ کې اوسني چاودنه ځانمرګى بريد نه بلکي د ټايم بم چاودنه وه د چارواکو په وينا چې ټول ټال دغه چاودنه کې د يويې امريکاې ميرمني په ګډون دوه کسان وژل شوي او پينځلس نور ټپيان دي په ټپيانو کې امريکايې، چاپاني، کاناډايې ، چينايې او ايټالوې وګړي شامل دي ددغه رسټورانټ آشپز لياقت وويل چې په هوټل کې دننه يې دوي چاودني شوي دي چې دي په خپله هم پکښې ټپي شوي دي خو پاکستاني چارواکې يواځي د يوي چاودني پخلي کوي د يادولو وړ ده چې نن پاکستاني امنيتي ادارو اسلام آباد ته د څلورو ځانمرګو بريدکونکو د داخيليدو خبرورکړي وه پاکستاني چارواکو په سنده ايالت کې هم د سختو امنيتي تدبيرونو په نيولو لاس پوري کړي دي خبريالان وايې چې روغتونونو باندي هم ډيره سختي ليګيدلي او د امنيتي تدبيرونو له کبله ډيري خبريالان روغتونونو ته دننه نه شي ورتللي داپه دي وروستيو کې په پاکستان کې پربهرنيو وګړو ترټولوخوړي بريد دي پرسره جومات د پاکستاي پوځ او پوليسو ترعمليات وروسته داپه پاکستان کې دننه نړيوالو وګړو ته ترټولو ډيره مرګ ژوبله ده چې وراوړي


پينځلس کسان په اسلام آباد کې نني چاودني ټپيان کړل چې د څلورو روغتيايې حالت د انديښني وړ بلل کيږي. په سوپرمارکيټ کې ډيره برخه دوکانونه وتړل شول او په مارکيټ کې دننه د پوليسو تګ راتګ زيات شوي دي