کور / کیسه / دبـدو پـــور

دبـدو پـــور

غوټۍدکلاپه انګرکې ترونې لاندې یوازې ناسته وه له ښکلوسترګویې په لپولپواوښکې روانې وې دهغې سپین مخ ،دهیلۍپه شان هسکې سپینې غاړې،تورواوږدو ویښتانو غټو خړوسترګودکلي ډیرځوانان لیوانیان کړي و،غوټۍاوس په پټه خوله په خپل تقدیرژړل هغې چې دګډژوندانه لپاره له داسې ځوان سره دواده کولوهیله په زړه کې پخه کړې وه چې ښکلی اودکمالونوخاوندوي هغې ته نیکمرغي ورپه برخه کړي ځکه دپلارپه کورخویې هیڅ ښادي نه وه لیدلې ،اوس تقدیربل ډول لوبه ورسره کړې وه ،هغې هیڅکله فکرنه وکړی چې تقدیربه یې ټولې هیلې په سین لاهوکړي ،په همدې وخت کې دهغې ورورمیری په تریو تندي دکورپه دروازه راننوت ،کله یې چې په غوټۍسترګې ولګیدې واردواره یې ورمنډه کړه اوورته وې ویل تابیاژړاپیل کړې او له همدې سره یې دوه درې سوکه  ووهله اوپه لوړ قهرجن آوازیې ورته وویل بیادې ژړاونه وینم خوراولوراول اوآخردپردي کوروي .


غوټۍپه ژړغوني غږورته وویل که مې پلارژوندی وی ولاکه یې داسې اورته اچولې وی ته ظالم یې ته مې ورورنه دښمن مې یې ستاله لاسه مې ژوندتباه شو،هیلې مې له خاوروسره خاورې شوې .


میري بیا ورغبرګه کړه ډیره مه غږیږه خوله دې بنده کړه سپین سترګې پاڅیږه ډوډوۍتیاره کړه وږی یم اوپه همدې خبرې کوټې ته ننوت .


میری همداپرون دکوزاوبرکلیودسپین ږیروپه منځګریتوب بیرته کلي ته راستون شوی و، هغه درې میاشتې وړاندې دبرکلي له نیکي سره  دچرسوپه معامله خبره اړولې وه اودواړو په یوبل چاقیان راایستلي وچې دې وخت کې دمیري چاقودنیکي پرخیټه وربرابرشوی و او روغتون ته له تررسولووړندې نیکي ساورکړې وه، له هماغه ورځې میري له کلي پښې سپکې کړې وې اوځان یې تری تم کړخوکله کله به دغله په شان دشپې کورته راغی اوله مورڅخه به یې دچرسو پیسې واخیستې بیابه یې ځان غیب کړ.


میری دنوې ځوانۍپړاوته رسیدلی وچې پلاریې له دې دنیاسترګې پټې کړې ترهغه وخته یې دپلارترڅارنې اوپالنې لاندې لیک لوست ته ډیرپام کاوه اوپه ښوونځي کې به تل په لومړۍدرجه بریالۍکیده خو کله یې چې پلارمړشومیری کرارکرارله لیک لوست اوښو کارونولیرې کیده دمورخبرې نه پرې لګیده په بدوسرشو،دکوزاوبرکلیوله چرسیانو او بنګیانوسره یې ملګرتیاپیل کړه ښوونځی ترې پاتې اوسم بې لارې شو،ټوله ورځ به یې له ناوړه کسانوسره ناسته پاسته لرله دخپلې یوازینی خورچې دپلاردمړیني په وخت کې ایله دپینځو کلونو وه اودخوارکۍموردخوراک اوڅښاک په فکرکې خواصلا نه و ،له کوم وخته یې چې پلارمړشوی وموریې دې ته اړ شوه چې د ولسوالۍپه روغتون کې دخدمتګارې په توګه کاروکړي اوپه هماغه پیسوبه یې دژوندانه اړتیاوې پوره کولې اودزوي دچرسو او بنګو پیسې لاپرې سرباری وې  ،اوس یې نوزوي ته نصیحت نه کاوه ځکه پوهیده چې دهغه فکراوس ټول دبې لاروپه ګروت کې دی اوخبره به داسې وه ورته لکه بوت ته چې غږیږې یوازې داځواب به یې ورغبرګاوه چې زماپه کاردې دچاکارنشته ،هغه متل دی له چاسره چې اوسې په خوي به دې هغوشې ،هغه به له سهاره ترنیموشپوله چرسیانواوبې لارو کسانو سره ګرځیده هغه اوس پینځه ویشت کلن ځوان شوی وپه شپوپه ورځوبه کورته نه راته مور به یې تل دهغه دمرګ سوالونه کول او ویل به یې خدایه په دې یوازیني زوي مې بوره کړې چې دپلاردرنه دروازه یې سپکه کړه دکلي په ښځوکې مخ نلرم ټول زمادزوي دناوړه کارونو په باب خبرې کوي په تیره بیاله هغې راهسې چې دبرکلي نیکی یې وژلی دخپل پلاردرنه شمله یې په ځمکه وغورځوله .


 دنیکي پلارګلواکاهم همدایوزوي درلوده هغه  به تل له میري سره ګرځیده اوښه خواږه ملګري بلل کیدل خودناسموخلکودوستي او دښمني هم لړزانه وي اوهرشیبه دنژدې ملګرو ترمنځ دسختې دښمنۍ امکان وي .ګلواکااوس هغه یوازینی زوي له لاسه ورکړی و اوس به یې هره شیبه له ځان سره ویل یره لکه چې میراث شوم په همدې خاطریې دغچ اخیستواورپه زړه کې په لنبې وهلې .


دمیري موراودکلي سپین ږیري څوځله دنیکي پلارګلواکاته ورغلي وخوجرګه یې نه منله ،یوازې دغچ خبره یې کوله .


لنډه داچې دکلي سپین ږیري دوروستي ځل لپاره دګلواکاکورته په ننواتې ورغلل اوورته وې ویل :ګلواکاله غچ اخیستوتیرشه وینه په وینه نه پاکیږي داسې یوه فیصله به وکړوچې دواړه لوري به له نورو بدیوخلاص کړوکه دې خوښه وي یولک روپۍاویوپسه به درته راولي نورنودابدي پاي ته ورسوه درنه تیږه پرې کیږده .


دکلي سپین ږیري د ګلواکادځواب په تمه ټولوپه هغه کې سترګې خښې کړې وې ،ګلو اکا لومړۍسروخوځاوه سترګۍ(عینکې)یې له سترګولیرې اوله جیبه یې په سرو وریښمو جوړ سپین ګونځې دستمال راوایسته اوپه داسې حال کې چې خپلې سترګۍیې پرې پاکولې ورغبرګه یې کړه :نه په پیسو او یوه پسه دابدي نه ختمیږي ،هغه زمادبدوپوروړی دی ، زه نه غواړم چې ملک اومال مې میراث شي که غواړی چې دنوروبدیومخه ونیسۍ او دواړه لوري په نورودښمنیووانه وړي زما وروستۍپریکړه داده چې میری بایدخپله خورغوټۍ ما ته په بدوکې راکړي هله به زه دابدي پاي ته رسوم که نه نومیری چې د دنیابل سرته هم ولاړ شي زه به یې وژنم دازما وروستۍ خبره ده .


په هغه ورځ خوجرګه په پټه خوله دګلواکاله کوره رخصت شوه خو سبا یې بیاګلواکاته څو کسان ورولیږل اودهغه خبره یې ورسره ومنله اودمیري خوردوولس کلنه غوټۍیې شپیته


کلن ګلواکاته په بدوکې ورکړه .