کور / تازه خبرونه / په زابل كې هم دماين چاودنې ۹ كسه ووژل

په زابل كې هم دماين چاودنې ۹ كسه ووژل

په زابل كې هم دماين چاودنې نن سهار۹ تنه ووژل او۲ نوريې ټپيان كړل .
دادنيمروزولايت ترپېښي يوه ورځ وروسته رامنځ ته كېږي چې هغې هم له ۴۰ زياتوكسانوته مرگ ژوبله واړول .
دزابل امنيه قومندان سمونوال عبدالنبي الهام لراوبرته وويل چې پېښه دډيورنډكرښي ته نږدې دزابل په شملزو والسوالۍ كې رامنځ ته سوې .
ده زياته كړل چې دپېښي قربانيان دهغي كورنۍ غړي دي چې دكډوالي له ژوندڅخه خپلي خاوري ته دبېرته راستنېدوپه حال كې وو .
په وژل سويو۹ تنوكې كوچنيان اوښځي هم شاملي دي .
الهام په پېښه كې ددولت وسله وال مخالفين پړه وبلل اوزياته يې كړل چې سرحدي پوليس دپېښي دعاملينودنيول كېدوپه لټه كې دي ،خوتراوسه چاددغي چاودنې مسئولت په غاړه ندى اخيستى .