کور / تازه خبرونه / کابل: د مرګ پر پاکستان لاريون روان دئ

کابل: د مرګ پر پاکستان لاريون روان دئ

په کابل کي په سوونو کسانو د پاکستان پر ضد يوه پراخه مظاهره وکړه.
د غه مظاهره چي د کابل له نوي ښار څخه پيل سوه د پاکستان تر سفارت پوري ولاړه او د مرګ پر پاکستان، مرګ د پاکستان پر پوځ نارې يې وهلې.
مظاهره چيانو غوښتنه کوله چي پاکستان دي پر افغانستان د توغنديو حملې ودروي.
بلي خوا ته ولسي جرګې د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د ملي امنيت رئيس نن په همدې موخه ولسي جرګې ته بللي دي.
د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي هم په جلال آباد کي د پاکستان کونسلګرۍ ته احتجاج ليک لېږلى دئ، خو د ننګرهار او کونړ د ولسونو په وينا لکه څنګه چي ښايي نه يوازي د ننګرهار چارواکي بلکي د مرکزي حکومت لوړ پوړي چارواکي هم په دې هکله جدي هڅي نه کوي.
پاکستان پوځيان له نيژدې درو هفتو راهيسي د ننګرهار او کونړ پر ولسواليو راکټونه راغورځوي چي له امله يې سلو ته نيژدې کسان مړه سوي دي.
تېره اونۍ د ننګرهار او کونړ د سرحدي پوليسو قومندان جنرال امين الله امرخېل مرکزي حکومت ته د احتجاج په توګه له وظيفيې استعفاء وکړه چي ولي پر پاکستان فشار نه اچوي او يا دي دوى ته هم د ورته اقدام اجازه ورکړي.