کور / تازه خبرونه / كندهار:په معروف كې هم دماين چاودنو۴ كسه وژلي

كندهار:په معروف كې هم دماين چاودنو۴ كسه وژلي

په كندهاركې دماين ۲ چاودنودسيمي ۴ بزگران ووژل .
دكندهارمطبوعاتي دفترپه يوه خبرپاڼه كې وايې چې تيره شپه ۹ بجې دمعروف ولسوالي دژورمانده په سيمه كې پر هغو دوو تنو دسړك دغاړي ماين چاودنه وكړل چي د خپل باغ څخه کور ته د مرکب (خره) په واسطه روان وو او دواړه پدې پېښه كې ووژل سول .
خبرپاڼه ليكي چې له دغي پېښي څخه وروسته سمدستي دكلي خلگ دوژل سويوكرونده گرودمرستې لپاره ورغلل چې پرهغوى هم دپېښي په سيمه كې دماين چاودنه وسول .
منبع زياته وي چې دغه دوه كسان لمړۍ ټپي وو چې نن سهاريې په ميرويس روغتون كې دژوروټپونوله كبله ساه وركړل .
خبرپاڼي ددولت وسله وال مخالفين پدغوپېښوكې ښكېل بللي .
بلخوادزابل دنننۍ چاودنې ددوژل سويوكسانوشمېر۱۳ تنوته ورسېدل
دزابل مرستيال والي محمدجان رسوليار لراوبرته وويل چې په وژل سويوكې ۴ ښځي ۵ نارينه اوپاتي كوچنيان شامل دي .