کور / هراړخیز / د نړۍ د ګرمیدو اندیښني

د نړۍ د ګرمیدو اندیښني

که څه هم په نړۍ کې د سیانس او ټکنالوژی په پرمختګ سره له یوې خوا د انسانانو کارونه دومره زیات اسانه شوې چې هلته اوس بشری قوې ته هیڅ اړتیا نه لیدل کېیږی خو له بلې خوا د همدغی مډرنی  سیانس او  ټکنالوژی د استعمال  له برکته  د انساني ناورین سلسله هم پیل شوې ده چې اوس مهال  نړۍ د ګرمیدو خواته راونه ده.
 د نړۍ د احتمالی ګرمیدو د مخنېوی په موخه که د نړیوالو لخوا اړین ګامونه پورته نشی نو کیدای شی هغه لوی کنګلونه او یخچالونه د نړۍ د ګرمیدو له امله ویلی او په نړۍ کې د اوبو سطحه لوړه  اوهغه یو شمېر هېوادونه او سېمی چې له لاوړاندي داوبو دډیریدو له خطر سره مخ دی  په اسانۍ  سره د اوبو لاندی شی.
تیره اونۍ د لاتینی امریکی د پیرو په پلازمینی  لیمه کې د نړیوال سازمان پوهان سره جرګه شول  ترڅو په نړۍ کې د اقلیمی  بدلون پر هغو فقرو او مادو په اړه بیا لنډه کتنه وکړی چې په ماتیدو یې نړۍ د ګرمیدو له ګواښ سره مخ کېږی .
دغو پوهانو د دري ورځنۍ غونډي د خبرو اترو په ترڅ کې داسی طرحی جوړې او وړاندی کړی چې په تطبیق سره به یې څه نا څه د ځمکی حرارت درجی د لوړیدو یو څه مخنیوې وشی.
د نړۍ پوهانو وړاندینه کړی په اسیا کې ددوی د څیړنېزو مرکزونو د راپورونو په اساس ویلی شی چې  پدغه پیړۍ کې به د حرارت درجه دری لوړه شی ځکه  دا یو اواز نه بلکی حقیقت دی او په ډراماتیک ډول تاثیر کوی او د نړۍ  ګرمیدو له لاوړاندی د خلکو او ژوو په ژوند باندی تاثیر کړیدی.
په اوبو کې د غوړینو او اوسپنېزو توکو ګډیدل  او په بهر هوا کې د کاربن ډای اکساید زیات تولید ددې لامل شویدی چې هغه طبفه تخریب کړۍ چې د لمر د ګرمیدونکو او مضره وړانګو مخنیوی کوی.
د یوې ستونزی حل او د نورو په اړه هسی چوپه خوله پاتې کیدل د هېوادونو د سیاستونو له امله یو خطر رامنځته شوې ځکه دغه کار په  اقلیمی بدلون کې د پوهانو د فعالیتونو او کارونو د خنډونو سبب شوې او له بلې خوا په چټکۍ سره د نړۍ د ګرمیدو خطر لا له وړاندی دشین کوړیزو ګازونو په کمولو کې د نړیوالو پرېکړو په نه عملی کولو کې موجود دی.
ځکه دامریکی د متحده ایالاتو په ګدون یو شمېر هېوادونه ددغو شین کوړیزو ګازونو په کمولو کې له نړیوالو سره یوه خوله شوې ندی چې د نړۍ د ګرمیدو سبب ګرځی.
دغه شین کوړیزګازونه چې د نړۍ  د ګرمیدو سبب ګرځی په هغو الیکترونیکی او نقلیه وسایلو کې موجود دې چې انسانان په ورځنی ژوند کې  ورڅخه کار اخلي مثلا په موټرو کې دپترولو اوډیزلو د استعمال له امله دیادو ګازونه تولید او هوا ته پورته کېږی چې د هوا دککړیدو او دګرمیدو سبب ګرځی همدارنګه د رڼا لپاره دبريښنا دلایټونو استعمال،  د تلویزون استعمال، دراډیو استعمال، دکالیومینځلو او وچولو ماشین، د ویښتانو وچولو ماشین، په موټرو  کې زیات ګرځیدل، د غذایی موادو ګرمول  په میکرویبونو کې، د ایرکنډیشنونو استعمال، دویډیو ګیمونو استعمال، د لوښو مینځولو ماشینونو استعمال له امله یاد ګازونه تولیدیږی  چې  په نتیجه کې هوا ګرمه اوبیرته د انسان په مرګ تمامېږی.
نوعامو خلکو ته پکار ده چې د یادو څیزونو په استعمال کې ډیر اختیاط وکړی او ټول وخت دتلویزون په لیدلو، د کمپوټر په کارولو ، دویډیو ګیمونو په کولو تیر نکړي اوهم دبرقی وسایلو په استعمال کې افراط ونکړی مثلا ویښتان چې طبیعی وچیږی ماشین  استعمال نکړی کالی او لوښی کالی هم کولای شی همداسی پرته له ماشینه طبیعی وچ کړي.
په موټرو او بسونو کې خپلو ښوونځیو او دفترونو ته د تګ پرمهال که امکان وه د بایسکلونو څخه ګټه واخیستل شی او هسی په موټرو کې د زیاتو ګرځیدو څخه ‌باید ډډه وکړي.
د همدغی ستونزی د مخنیوی لپاره تیره اونۍ تقریبا سلو بیلا بیلو ټولنو ددغه نړیوال سازمان په نامه یو پرانیسی لیک هم لیکلی او غوښتنه یې کړی چې د نړۍ د ګرمیدو د ستونزی د مخنیوې په اړه سره د نړیوال کنوانسیون پرېکړو ته دراناوې وکړي.
د نړۍ د ګرمیدو د مخنیوې ساده لاره چې د هرچا ورته لاس رسی کېږی هغه د خلکو لخوا د زیاتو شنو ونوکرل دی ترڅو کاربن ډای اکسایډ جذب کړې او هواته پاکه هوا ورکړي او هم د کورونو چتونو ته باید سپین رنګونه ورکړل شی ترڅو لمر بیرته انعکاس کړي.
۲۰۰۹  کال  د سیپټمبر په میاشت کې د برتانیا د علومو اکاډیمی دسلطنتی ټولنی څیړنیو ښودلی دځنلګونو  کرل اودودانیو  په دیوالونو  کې د سپینو رنګونو د استعمال له امله په دی سلا شوې چې د کاربن ډای اکساید په جذب کې ګټور تمام شوې او خطر ورسره کمیږی او د خلکو ژوند پایښت مومي.
په اروپا او لودیځه نړۍ کې د سیانس او ټکنالوژی له پرمختګ سره په خوا کې خلکو خپل هېوادونه داسی په ځنګلونو او چمنونو شنه ساتلی چې هیڅ سپېره دښته او ځمکه به ونه ګوری او تر ډیره بریده پورې هوا  له ګرمیدو  څخه ژغوری خو بیا هم لودیځوال کوښښ کوې د شین کوړیزونو ګازونو د تولید کچه راټیټه کړي ځکه له دغی ستونزی سره اوسمهال نړۍ لاس او ګریوان ده چې موږ او تاسو یې هم ددغی لویې نړۍ یو جز یو.
خو په افغانستان کې اوس مهال چې سیانس او ټکنالوژۍ د پرمختګ په حال کې ده نوشنه طبیعی ځنګلونه مو لا له وړاندی له منځه وړی، څړځایونه مو حتم کړی او د هرې ورځی په تیریدو سره دښتی او بیدیاوې زیاتیږی چې د خلکو ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړیدی.
په پلازمینی کابل او نورو لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا دومره زیاته شوې چې له امله ګرمې مخ په ډیریدو او د ګڼو ناروغیو سبب شوې چې د اوړې په موسم کې زیاتره کوچینان خپل ژوند هم ورڅخه له لاسه ورکوي.
نودرنو لوستونکو څرنګه مو چې په مخکینی لیکنه کې موهم درته ویلی وه چاپېریال سرحد نه منی نو دخپلو کورونودشنه کیدوسربیره د ښارونو په شنه کولو کې هم لاس په کار شي ترڅو له راتلوونکو نورو چاپېریالی ناورینونو څخه وژغورل  شو او هم د راتلوونکو نوو نسلونو لپاره ژوند یو څه مطمن کړو .