کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح…..یو په زړه پوری تاریخی داستان ۱۵مه برخه

سلطان محمد فاتح…..یو په زړه پوری تاریخی داستان ۱۵مه برخه

ددې لړۍ د تېري برخي لپاره دا ځاي کليک کړﺉ


« زما مقصد دادې چې د البانوي کنیزي  دلور مارسي ورکیدا ته بلکل  له منځه وړې یی . مونږ همدې ته د غم دولت وایو .»
دسلطان داشارې  په پوهیدو د قاسم سر ښکته شو اوسلطان ورته یو دوه قدمه نور هم رامخته شو . دقاسم په اوږه یی لاس کیښود« قاسم بن هشامه ! ته زما د زامنو په څیر یی . یاد ساته چې مونږ ستا دحالاتو څخه بې خبره نه یو . مونږ د جنګ د محاذ څخه د راستنیدو وروسته سمدستي یو قاصد سکندر بیګ ته  استولې و ، سکندر بیګ زمونږ قاصد ډیر ښه پیژني . زه هیله لرم چې هغه به زمونږ دخبرې څخه انکار ونه کړي . ځکه ما دهغه سره دخپلو زامنو څخه پورته مینه کړې ده . زه پوهیږم چې هغه بغاوت کړې دې خو زه دهغه بغاوت د یوه نازولې ځوې د ضد په څیر ګڼم اودهغې څخه زیات اهمیت نه ورکوم .»
« خو درونده سلطانه ! سکندر بیګ یواځې بغاوت نه دې کړې بلکه خپل مذهب یی هم تبدیل کړې دې . یا په بل عبارت هغه اوس مرتد شوې دې »
«هو ! زه په دې اړه معلومات لرم . خو زه په دې ډاډه یم چې هغه به یوه ورځ نه یوه ورځ زمونږ پلرنۍ مینه په یاد  راوړي او بیرته به خپل اصل ته را ګرځي . ما هغه ته دخپلې مینې څه نښې نښانې هم ور لیږلې دي ، په دې اساس زه هیلمن یم چې هغه به زمونږ دهمدې احساناتو په بنسټ د البانوي ونیځې لور مارسي  بیرته دلته را ولیږي .»
خو قاسم د سلطان په خبرو باندې لږ څه ډاډ هم ونه ښوده . اودا چې سکندر بیګ به دهغه خبره و مني او مارسی به بیرته ورته را ولیږي . لمړۍ خو هغه  دمارسی د ژوند په اړه ډا ډه نه و . خوبیا یی هم دسلطان څخه مننه وکړه او تر ډیره پورې هملته چپ چاپ ولاړ و. خو بیا یی وویل :
« درونده سلطانه ! شهزاده محمد لا تر اوسه پورې ډیر کوچنې دې او دسلطنت دښمنان هر وخت په سنګر کې ناست دي ، زه دمعظم سلطان دربار ته په دې خاطر راغلې یم چې د ملت د پاسبان توجه د یني چري د فوځ په لور را وګرځوم ، ځکه په هغوې کې دڅو ورځو راهیسې یو ځل بیا د تنخوا ګانو دکمښت په اړه زوګ اوریدل کیږي، درونده سلطانه ! ماته داسې بریښې چې په اورنه کې یو ځل بیا سازش د پښیدو په حال کې دې . او د قیصر سلطان ددې جال دخپرولو له پاره دسلطان د غیابت نه د ګټې د پورته کولو هڅه کوي .
قاسم دسلطان دګوښه ناستې څخه د را پیدا کیدونکو اندیښنو په اړه د خپلو خیالاتو څرګندونه کوله ،تر څنګ یی د تازه حالاتو څخه هم سلطان خبر کړ ، خو دا ځل سلطان  دهغه خبرو ته د توجه کولو په ځاې په خندا  ځواب ورکړ او ورته یی وویل :
« ته اندیښنه مه کوه ماته د تنخواګانو د کمښت د بحث په اړه  پوره پوره معلومات تر لاسه شوې دې . اومونږ د یني چري د فوځیانو دتنخواګانو د لوړولو له پاره حکم  جاري کړې دې ،په دې اړه د اندیښنې کولو اړتیا نه شته . دا غوښتنې د کوم سازش له مخې نه دې رامنځته شوې ، بلکه د ډیرې مودې څخه د سپاهیانو دا غوښتنې مونږ ته را رسیدې .»
خو دسلطان ددې تسلۍ څخه که سلطان پخپله ډاډمن و خو قاسم په هیڅ صورت ډاډ من  نه و . داسې بريښیده چې دقیصر جاسوسان لا تراوسه هم په اورنه کې پټ پراته دي ، قاسم تر یوه وخته پورې دسلطان په خونه کې پاته شو ، په همدې وخت کې ورته سلطان وویل چې هغه غواړې یو ځل بیا د ایدین سیمې ته د خپلو پخوانیو مصروفیتونو له پاره ولاړ شي ، دا دسلطان پریکړه وه  او قاسم ددې پریکړې دماتولو له پاره هیڅ وس نه درلود. په همدې خاطر چپ ولاړ و ، دبیرته راستنیدو په وخت کې قاسم د شهزاده محمد دکتلو له پاره ورغې اوپاته ټوله ورځ یی دهمغه سره یوځاې تیره کړه .
څو ورځې وروسته قاسم د ایدین خانقاه ته ور رسیدلې و اوشهزاده محمد یوځل بیا د سلطان ځاې ناستې ټاکل شوي و، په اورنه کې ښه خوشحالې وه . د نوې سلطان د تخت ناستې په وخت کې هرې لورې ته دجشن له پاره تیارې نیول شوې و، تیرو فتوحاتو هم دعثماني سلطنت اوسیدونکې ډیر خوشحاله کړي و ،بازارونه اوکوڅې د تجارتي اموالو څخه ډکې وې ، دلرې لرې ځایو سوداګرانو به خپل مالونه راوړل اود اورنه په بازارونو کې به یی پلورل . هره ورځ سهار به چې د اورنه د بازار دروازې پرانستل کیدې نو د مسافرینو قطارونه به ولاړ و ، د تلونکو په ځاې په د راتلونکو شمیره زیاته وه . دینی چري سپاهیانو به رنګ په رنګ خلک کتل ، قاسم به هم هره ورځ یني چري لښکر ځاې ته  د بازار د دروازې څخه تیریده . په همدې وخت کې دهغه سترګې د اروپا څخه د راغلې قافلې په یوې ډلې ونښتې . دا قافله نه ډیره لویه وه او نه ډیره کوچنۍ ،….. خو د سوداګرانو قافله معلومیده . …..په  سامانونو بار اوښان قطار په زمکو باندې ګونډه شوي و اود قافلې نارینه اوښځینه ټول د اوښانو تر څنګ په زمکو ناست و . هرې چیرې یی خپل پوزکې غوړولي و او په خپلو خوراکو کې مصروف و . قاسم ددې قافلې څخه د تیریدو په وخت کې  دخپلو معلوماتو له پاره د یوه سوداګر څخه و پوښتل :
« وروره ! دا قافله دکومه ځایه څخه راغلې ده ؟»
« زمونږ قافله د سربیا دپولو څخه راغلې ده .»
قاسم د خپل اس د تم کیدو پرته دا پوښتنه کړې وه اوبیا یی دخپل آس واګې سستې کړې وې . خو دسربیایی پولو دخبر داوریدو سره سم یی د بوسنیایی شهزادګۍ انځور په فکر کې را وګرزید. دقاسم آسپ په پوره ګړندۍ توګه د خپل معسکر په لور ور روان و .
دسربیایی پولو څخه راغلې قافله د اورنه ښار ته د ورننوتلو سره سم  خپره وره شوه . په قافلې کې ګډون کونکې هر وګړې دخپلو خپلو کارو په لور تللې و. خو دوه اجنبي ښځې اویو زوړ سړې لا تر اوسه په اندیښنو کې ګرزیدل را ګرزیدل. هغوې په اورنه کې یواځې یو سړې پیژانده او هغه هم قاسم بن هشام و . ځکه دغه دواړه ښځې ، یوه یی مریم  اوبله یی دبوسنیا شهزادګۍ  حمیرا وه او زوړ سړې عباس نومیده.
دا خلک د بوسنیا څخه دلښکرو د روانیدو نه درویش ورځې وروسته د اورنه په لور را روان شوي و،خو د سوداګرانو هغه قافله چې دوې ورسره اورنه ته راغلي و ډیر ځنډ روانه شوی وه اوکه نه دوې به دلښکرو پسې سمدستې وروسته اورنه ته را رسیدلې واې .
نن قاسم دهمدې قافلې تر څنګ تیر شوې و ، او د یوه سوداګر څخه یی دقافلې په اړه پوښتنه هم کړې وه خو حمیرا اویا بل څوک یی نه و تر سترګو شوي .
عباس د پوره فکر او غور وروسته د ښار په لور د تللو پریکړه کړې وه ،حمیرا اومریم هم  په خپلو ټکریو کې ځانونه رانغاړلي وچې ترې اسلامي پرده ډاګیزه کیده ، دوې د دیوال د لویی دروازې څخه ښارته  را ننوتې وو او د چا څخه دپوښتنې ایګنې پرته دښار په لور روان و . دوې د خپله ځانه سره نه کومه سپرلۍ درلوده اونه څه ډیر سامان او وسایل ورسره و . شهزادګۍ له ځانه سره څه هیرې جواهرات او طلا درلودل . عباس او مریم هم له ځانه سره د خپل کور قیمتي وسایل را خستې و . هغوې فکر کاوه چې خپل دغه قیمتي وسایل وپلوري او هلته په اورنه کې پرې ځانته یوکور واخلي او تر څنګ یی په څه کاروبار پیل کړي . عباس ویل چې هغوې به دقاسم په واسطه دلته  څه تجارتي کار پیلوي ، خو شهزادګۍ حمیرا هغه ددې کار څخه منه کړ ، خو معلومه نه شوه چې هغه ولې عباس ددې کار څخه منه کاوه . حال دا چې که هغوې غوښتلې نو هغوې د قاسم په واسطه پادشاهي میلمستون کی اوسیداې شول ، اخر هغه د بوسنیا شهزادګۍ وه ، خو داسې بریښیدله چې هغې د شاهي ژوند په ځاې ساده ژوند ته زړه ښه کړې و .
دوې د اورنه دبازار په منځ کې تر ډیره پورې ولاړل ، بلاخره عباس د یوه سراې تر مخه پړاووکړ ، اوس نو هغه حمیرا ته په استفهامیه سترګو کتل .
« لورې ! زما په فکر چې مونږ به په همدې سراې کې  پړاو  کوو ، او مونږ باید یوڅو ورځې همدلته واوسو.»
حمیرا دسراې په تعمیر باندې سترګې وګرځولې اوبیا یی په مثبته توګه خپل سر وخوځاوه او ویی ویل : « سهي ده کاکاجانه ! …. څنګه یی چې ته مناسبه ګڼې ….»
د لږځنډه وروسته هغوې د سراې دمنشي سره خپل نومونه لیکل ، دا سراې د ښار په منځنۍ برخه کې پروت و ، دسراې یوه ملازم دهغوې کالی اوسامونونه واخستل اوهغوې ته یی خپله د اوسیدو ځاې ور وښوده . دا یوه پراخه او هوا لرونکې کمره وه ،کړکیو ته یی پردې پرتې وې او زمکه یی فرش وه اوپه فرشي زمکه باندې  بسترې غوړیدلې وې. خوعباس انګیرله چې دا کمره د ښځو د اوسیدو له پاره مناسبه نه ده خوبیا هم دوې همدې  کوټې ته ور ننوتل او دروازه یی تر شا و تړله .
تر اوسه پورې لا داخلک سهي ناست هم نه و چې دکمرې روازه یی و ټکیده . دواړو نجونو دروازې ته وکتل ، عباس ور پورته شو او دروازه یی پرانسته . ویی کتل چې د پوښ عمر یو انسان یی تر مخه ولاړ و . هغه ډیر معصومه ښکاریده ، اوعباس ته یی په ډیر غو سره کتل . دعباس له پاره ددې سړې کتل د هیلو پر خلاف کار و. پخوا له دې چې عباس ترې څه وپوښتې هغه سړي پخپله په خبرو پیل وکړ :
« درونده مشره ! ….. ایا ستا نوم « بارټاکوزین » نه دې ، زه خو تا پیژنم »
د یوه اجنبی له اړخه دخپل نوم په اوریدو سره  عباس…..ډیر زیات حیران پاته شو . دحمیرا او مریم غوږونه هم د خبرو اوریدو ته ولاړ پاته و . خو هغه اجنبي نور ځنډ ونه کړ او سمدلاسه یی وویل :
« ګورئ تاسې ویریږئ مه !…….دا دنیا ده …… په دې دنیا کې یو انسان د بل سره لیدل کتل کوي . داسې بریښې چې تاسې زه و نه پیژندلم . زما نوم اربان دې …. دهنګري اهنګر یم . ما دکریټ څخه تر یونانه پورې له تاسره یو ځاې سفر کړې و . ته زمونږ دجهاز کپتان وې .
عباس ته داسې څرګنده شوه لکه یو ناڅاپه چې د خوبه رابیدار شوې وي. هغه ته ټول هر څه په یاد راغلل. هغه ته دا هم را په یاد شول چې د اربان سره یی یوځاې د جهاز په پورتنې پوړ کې پوره میله درلوده . ترڅنګ یی دهغه سره یی د ټولې نړۍ په سیاسي مسایلو باندې بحث هم کړې و . عباس په بیړه ددروازې پلې پرانستې ، د اربان سره ورغاړیوت . ددې کار سره دحمیرا او مریم  په مخونو کې هم دخوشحالیو څپې را څرګندې شوې .
اهنګر اربان تر اوسه هم په همدې سراې کې اوسیده . دا همغه وګړې و چې یوه ورځ په ناڅاپې توګه دقاسم سره په همدې سراې کې مخ شوې و اوبیا قاسم ورسره دبیا کتلو ژمنه کړې وه . خو قاسم د خپلو زیاتو مصروفیتونو په اساس دهغه سره بیا نه وکتلي . دا همغه وګړې و چې د اوسپنې د خپرولو په فن کې یی ډیره  پوهه درلوده . په هغو وختو کې به د اوسپنې څخه دشیانو جوړول دومره اسانه کار نه و . ډیر کم خلک د اوسپنې په پخښولو باندې پوهیدل. پاته ټول اهنګران یواځې د اوسپنې  په ګرمولو او دهغې څخه د سټک او تبر د جوړولو په کارونو پوهیدل . اربان د اوسپنې څخه د ډیرو ښو شیانو په جوړولو پوهیده . هغه به اوسپنه ویلي کوله ځکه چې هغه ډیره پوه اوماهر ساینس پوه و. په هغه وخت کې به یی د ګندهک  د استعمالولو په واسطه بارود استعمالول. خو تر دې وخت پورې د بارودو دوسلې استعمال ډیر کم و . اربان د جنګې موخو په خاطر یو ځانګړې ډول منجیق جوړول غوښتل تر څو دهمدې منجنیق په واسطه د بارودو تر ټولو ستر ګوله هم تر ډیره لرې پورې  والوزوي . اوس نو اربان دعباس پخواني پیژوندونکې و ، خو ورته معلومه نه وه چې  عباس مسلمان شوې دې. تر اوسه یی عباس د بارټاکوزین په نامه پیژانده . هغه وخت چې عباس او ورسره نجونې دې کمرې ته ور ننوتلې نو همغه وخت اربان عباس کتلې و او پیژندلې یی و . په دې خاطر هغه ددوې د کتلو له پاره دلته راغې ، عباس په ښه توګه هغه ته ښه راغلاست ووایه او دننه کمرې ته یی ور باله . په کمرې کې یی دخپلې لور په لور اشاره وکړه او ورته یی وویل :« دا زما لور مریم ده ….. اودا شهزادګۍ حمیرا ده ….»
« مریم؟ ….. حمیرا؟ …… ایا تاسو اسلام قبول کړې دې ؟ اربان ترې په حیرانتیا سره وپوښتل .
عباس ورته په خندا  کې وویل چې : « الحمدلله ، اوس زما نوم عباس دې ، مونږ بوسنیا پرې ایښې ده او هوډ مو کړې چې همدلته واوسیږو .»
خو اربان دعباس خبرې په غور سره نه وې اوریدلې . د شهزادګۍ حمیرا په لور  یی وکتل او ورته یی وویل : « درنې شهزادګۍ !…..درونده مشره ! ایا دا ښځه شهزادګۍ ده ؟ »
خو دعباس نه مخته شهزادګۍ ځواب ورکړ . « نه درونده میلمه ! زمونږ پلار به مونږ ته د میني نه کله کله دشهزادګۍ په نوم غږ کاوه ….»
دحمیرا دځواب څخه اربان خاموشه شو ، عباس ورته دکیناستو له پاره وویل ،بیا دوې کیناستل او د اورنه په اړه یی خبرې پیل کړې …. اربان د څوتیرو میاشتو راهیسي دلته په اورنه کې اوسیده . او د ښار د تر ټولو مشهور اهنګر سره یی ملازمت اختیار کړې و . خوتر اوسه پورې په همدې سراې کې اوسیده . دسراې دمالک سره یی هم ددوستۍ اړیکې ډیر غځولي و چې دسراې مالک پخپله نه غوښتل هغه ددې ځآیه ولاړ شي . که هغه تلې هم نو چیرې به تللې وې ، په ښار کې  یو تنها سړې یواځې په سراې کې اوسیدې شي، اربان د نن څخه څلور میاشتې مخته د قسطنطنیی څخه را روان شوې و ، دهغه ټول ژوند په سیر او سیاحت کې تیریده . ډیر ساده او درویش صفته انسان و . دکوچنیوالې څخه یی تر بلوغت پورې اوبیا تر دې دمه یی ژوند د ډیرې نژدې څخه کتلې و . او دنیا ته دتوجه د نه کولو په اساس په یو ځاې کې پاته کیدو اوتم کیدو ته زړه نه ښه کاوه . هغه تر څو کالو پورې هلته په قسطنطنیه کې دخپلې پوهې څرګندونه کوله ، خو یوه ورځ یی په ناسته ناسته دمسلمانانو سره داړیکو د نیولو اودهغوې په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو شوق په زړه کې و ګرزید. په همدې خاطر اورنه ته راغې . په اورنه کې یی لمړۍ د قاسم سره لیدنه وشوه . اوبیا یی تر څو ورځو پورې دقاسم د را تلو انتظار وکړ  خو کله چې قاسم تر ډیرې مودې پورې را نغې نو بیا یی کرار کرار دنورو خلکو سره اړیکې جوړ کړل. دسراې مالک دهغه سره د ورورګلوۍ اړیکي جوړ کړل.
نن ورته په ناڅاپې توګه پخوانې بحري کپتان بارټاکوزین تر سترګو شو . همغه ملاح چې ده ورسره د کریټ نه تر یونان پورې سفر کړې و . عباس ته هم هغه سفر ، که څه ډیر لنډ و ، را په یاد شوې و . خو داربان جذاب شخصیت ټول مسافرین دخپل ځان سره اشنان کړې و . په همدې خاطر دجهاز کارکونکو د عباس په ګډون دهغه سره په پوره ازاده توګه ګپ شپ لګاوه . داربان د سخاوت له مخې به هر وخت د جهاز پورته پوړ  درنګینیو څخه ډک و . په همدې خاطر نن عباس د اربان په کتلو باندې ډیر خوشحاله و اوپه ډیره ښه توګه  یی ورسره روغبړ وکړ اوبیا یی کمرې ته یوړ او دخپلې لور او شهزادګۍ سره یی د هغه پیژندګلوي هم وکړه . بیا عباس د اربان څخه وپوښتل .
« خو وروره ! ته دلته څه کوې اودڅه وخته راهیسې دلته میشت یی ؟»
« زه دمسلمانانو د ژوند طریقو اولارو تر دې ځایه راوستې یم …..زه غواړم به ژوره توګه اسلام مطالعه کړم او اوس خو دمسلمانو اهنګرانو سره یو ځاې غواړم د بارودو د لرې ویشتلو له پاره منجنیق تیار کړم»
کله چې اربان ورته دخپل پلان په اړه خبره وکړه نو د عباس سترګې پرانستې پاته شوې « بارود ویشتونکې منجنیق ؟……. اربانه ! دا خو د جنګ ډیره خطرناکه وسله وي ، دا ته څه کوې ؟ ته خو دجنګ او حرب سخت مخالف وې …..»
اربان ورته مسکې شو اوبیا یی په هواکې سترګې ګرځولې اوورته یی وویل : زه اوس هم دانسانانو د وژلو سخت مخالف یم او دا ډول عمل په کلکه غندم . زه اوس هم همدا غواړم چې یو انسان د بل سره په مینه اومحبت ژوند وکړي خو هلته په قسطنطنیه کې ما وکتل چې یو شمیر خلک نه غواړی په زمکه باندې امن  قایم شي ، ما د قسطنطنیې دقیصر خبرې اوریدلې دي، هغه دشیطان نماینده دې ، د امن نه ډک ښارونه ورانول ، د انسانانو وژل دهغه مشغله ده …… دقیصر د کتلو وروسته زه په دې ډاډمن شوم چې دامن د راوستو له پاره جنګ کول اړین دي …..»
حمیرا د اربان خبرې په پوره دلچسپۍ سره اوریدې ،دهغې په سترګو کې تحسین کونکې څپې وې . هغې په لمړي ځل اربان ته  مخ کړ او ورته یی وویل :
«کاکا جانه ! ته به بارود ویشتونکې منجنیق څه ډول جوړ وې ؟ »
« مونږ به هغې ته منجنیق نه وایو بلکه توپ  به ورته وایو ….. دعیسایی نړۍ یو شمیر ساینس پوهان همدا ډول توپونه جوړوي ،خو هغه انځور چې زما په ذهن کې دې  نو هغه به زمونږ د توپ د نړۍ بهترین اوغوره توپ وي . ( عثماني دولت ..) . زه به د پرانستې ګندهک په ځاې د توپ ګولۍ جوړوم ، دهغې ګولۍ په واسطه به ډیر کلک دیوال هم له منځه ځي …»
بیا خو ته باید دسلطان سره وویني ….. سلطان به ستا دخدمتونو ډیره قدرداني وکړي ….»
« زه هم غواړم چې دسلطان سره ووینم ، خو دهغې نه مخته زه غواړم چې دخپل توپ یوه کوچنې نمونه تیاره کړم ،په همدې خاطر زه دیوه اهنګر سره کار کوم ،اوس خو زما د توپ نمونه نژدې ته چې تیاره شی . او زه به یی ډیره ژر د سلطان تر مخ وړاندې کړم »
زاړه عباس هم اورنه ته د خپلو راتلو موخې بیان کړې . هغه ورته وویل چې اوس مونږ غواړو همدلته په اورنه کې و اوسیږو . اوخپل پاته ژوند دخپلومسلمانو ورونو سره یو ځاې تیر کړو . هغه بیا تر ډیره پورې دخپل راتلونکې پلان په اړه خبرې وکړې ….
څو ورځې وروسته عباس دخپلو دواړو  لوڼو یعنې شهزادګۍ حمیران او مریم سره یو ځاې یو محل ته  ولاړ. اربان هم ورسره ملګرې و . شهزادګۍ حمیرادخپل ځان سره  قیمتي جواهرات او سرزر درلودل ، هغه یی و پیریدل اود سراې د مالک په کومک یی یوښه کور پرې را ونیوه .زاړه عباس هم دخپلو وسایلو دخرڅون نه وروسته یوکوچنې کاروبار پیل کړ. اربان به هم خپله میاشتنې تنخوا همدې کورته راوړه اوپه دې تر تیب دوې ټول همدلته په دې کور کې سره یوځاې میشت شول . اربان لا تر اوسه پورې په ښکاره توګه اسلام نه و قبول کړې خوپه زړه کې هغه مسلمان مسلمان و .
په همدې وختو کې سلطان مرادخان ثاني یو ځل بیا ګوښه ناستې شو او خپل ځآې ناستې شهزاده محمد یی په تخت کیناوه . قاسم یی دهغه ځانګړې سلاکار و ټاکه . اوپخپله بیرته « ایدین » ته ولاړ. اوس نو حالات هم ډیر حیرانونکې وو. قاسم تر ډیره پورې ډاډمن شوې و چې مارسی شهیده کړل شوې ده . او د بوسنیا شهزادګې دقاسم د شخصیت څخه اغیزمنه شوې وه او ان تر اورنه پورې د هغه تر شا راغلې وه او همدلته په اورنه کې یی ساده ژوند پیل کړې و . هغې هڅه کوله چې خپل ځان را څرګند نه کړي . هونیاډې دهنګری د پادشاه لارډ سلاس د وژنې وروسته د هنګري دپادشاهي تخت نیولې و . اوسلطان د درویشانو لیکو ته بیرته ورستون شوې و ، شهزاده محمد دخپل پلار ځاې ناستې ګرزیدلې و ……. مارسي شهیده شوې نه وه او روغه رمټه د سکندربیګ محل ته ور رسول شوې وه . په داسې حال کې چې سلیم پاشا  تر اوسه هم په اورنه کې  پروت و او دخپلې جاسوسۍ ریښې یی هرې لورې ته ځغلولې .
څنګه چې سلطان بیرته خپل ګوښه ناستې ځاې ته ورغې اونوې شهزاده په تخت کیناست  نو د سلیم پاشا کارونه نور هم اسانه شول . اوس خو ابوجعفر په اورنه کې نه و ، اوسلیم پاشا ته د ابوجعفر دشتون اړتیا هم نه وه ، هغه دابوجعفر څخه هم تیز او ګړندې انسان و . هغه د سلطان د نشتوالې څخه ګټه پورته کړه او په یني چري کې یی دبغاوت تخم و شینده . هغه د ډیرې پخوانې مودې د تنخواګانو د کمښت مسئله یو ځل بیا را وسپړله اوپه نوو ځوانو سپاهیانو کې یی دبغاوت  اور ته پوکې ورکړ . دا اور د ځنګل داور په څیر ډیر ژر هرې لورې ته خپور شو اوپه ډیر لږ وخت کې یی پوره سلطنت  په خپلې لمن کې را ونغښت . دا د ۱۴۴۵ز کال پیښه ده .
سلیم پاشا د بغاوت په خپرولو کې ځکه ډیره اسانتیا پیدا شوه چې ابوجعفر دشلو کالو راهیسې ددې بغاوت ریښې هرې لورې ته ځغلولې وې . دسپاهیانو دې بغاوت عثمانی سلطنت یو ځل بیا ولړزاوه . نوې ځوان سلطان سخت په ویره کې ولوید. په ښار کې باغیانو بلوا ګانې جوړې کړې او د سترګو په رپ کې د اورنه خوشحاله او امن ناکه ښار د فساد او بلواګانو په واسطه په ویر او ویرانې بدل شو . هرې لورې ته د بلواکونکو ډلې ټپلې ګرزیدلې ، چور ، چپاول ، لوټمار او وژنه  هرې لوې ته روانه وه او سرکاری ځایونه  د اور په لمبو کې سوځیدل. سلطان محمد خان ددې حالاتو څخه ډیر غمژن شوې و، په دې نه پوهیده چې په څه ډول دا بغاوت و ځپوي ، بهرام خان هم په ښار کې د منډو ترړو په واسطه نور ستومانه شوې معلومیده خو هغه و نه توانید ددې سازشونو سرغنه  تر ولکې لاندې راوړي . دښار کوټوال هم په هر ځاې کې پلټنه کوله ، خو دیوه لاس هم  د بلواګرو دمشرانو پورې نه ور رسیده . دا ځل د قاسم د لاسه هم څه پوره نه و . ځکه چې هغه دشاهي سراغ رسانۍ ددندې څخه لرې کړل شوې و . او دبله اړخه دمارسي بیلتون په ذهني توګه مفلوج کړې و …..
څو ورځې تیرې شوې اوبلواګرانو په ښار کې دخلکو د امنیت نه خوندي ژوند د دوزخ په څیر ګرزولې و ، په یني چري کې هم درز پیدا شوې و ، او عثماني سلطنت یو ځل بیا په بنسټیزه توګه د ګواښونو سره مخ و . د سلطنت امرآء یو ځل بیا د نوې سلطان دربار ته راغلل اویوځل بیا یی ترې د مشر سلطان مرادخان د بیرته راستنیدو غوښتنه وکړه ، دا ځل نوې سلطان ، قاسم بن هشام ته دادنده ور وسپارله …… خودا ځل دقاسم سره د خواجه خیرې په ځاې دهغه مشر ورور طاهر بن هشام ملګرې شو . دسلطان محمد خان دحکم سره سم دا دواړه ورونه د ایدین په لور روان شول .
دا د جمعې مبارکه ورځ وه او خلک د ویرې او ترهې له لاسه په کورنو کې بند ناست و ، دښار په کوڅو کې دیني چري باغې ډلګیو ګشت کاوه ، کله به دیوې کوڅې څخه د خلکو ډله را ښکاره شوه ، تیږې به یی وورولې ، املاکو ته به یی اور واچاوه  او کله به د بلې کوڅې څخه . بلواګرانو د ښار د کوټوال دفتر هم کلابند کړې و .
په حقیقت کې ددې ټولو کارونو پړې د سلیم پاشا په لاسو کې و ، په داسې حال کې چې هغه به په خپله ټوله ورځ د نوې ځوان سلطان ، سلطان محمد په دربار کې ناست و . هغه نه یواځې شاهي طبیب و بلکه د سلطنت په عمایدینو کې یی هم ډیر ښه نوم درلود . هغه ورځ چې سلطان محمد خان  قاسم بن هشام د ایدین په لور ورلیږه  نو په هغه ورځ سلیم پاشا هم ناست و . هغه ته دا خبر چې قاسم بن هشام د سلطان مرادخان ثاني په لور ورلیږی تر څو هغه بیرته راستون شي ،د ډیرې اندیښنې وړ و . خو دقاسم اودهغه د مشر ورور طاهر د ایدین په لور د لیږلو دخبر سره سم دهغه په سترګو کې دمکارۍ یوه څپه را پیدا شوه اوکله چې قاسم او ورور یی طاهر د ایدین په لور روان شول نو سلیم پاشا سمدلاسه خپل لاس پوڅې را وبلل او هغوې ته یی حکم وکړ :
« قاسم بن هشام او طاهر بن هشام د اورنه څخه بیرون تللې دي ، تاسې دهغه دکور څارنه کوئ، هسې نه چې په ښار کې بلواګران او فتنه اچونکي دهغه کورنۍ ته کوم زیان ور ورسوي .» ددې خبرې سره دهغه په شونډو کې دمکارۍ نه ډکه خندا وه اوپه سترګو کی یی شیطانې نڅا ځلیده . هغه ددې بغاوت مشر و او د ابوجعفر نائب او بسپنه کونکې و . دهغه دغو پټو ګماشتو دهغه خبره ډیره ښه درک کړې وه . اود هغې د پلې کولو له پاره سمدلاسه دخپلو ځایو څخه پورته شول .
دسلیم پاشا دحکم څخه یو ساعت وروسته د بلوا ګرانو یوه ډله چې نژدې پنځوسو کسانو ته رسیده ، شعارونه ورکول ، ځاې ځاې یی ویجاړوه او دقاسم د کور په لور ور روان و . دوې د یوه منظم پلان له مخې دلته را روان و و . سلیم پاشا خپل پخوانې دښمن قاسم ته  سخت ټکان ورکول غوښتل . په دې وخت کې په ټول ښار کې داور اچولو پیښې او ورانې ویجاړې روان و نو که چیرې په همدې حالاتو کې هغه د قاسم په کور باندې یرغل راوړي  نو په چا به شک کیږي ؟
کله چې د قاسم په کور کې ناستو خلکو په کوڅه کې شور و غوغا واوریده نو هغوې دخپل کور دروازې ددننه څخه و تړلې تر څو د بلواګرانو ډلې د تخریب له پاره کور ته را ننه نه وځې . دواړه کوچنیان علي او عمر بې له کومې ویرې دبام سر ته وختل . اوپه کوڅه کې یی موجوده بلواګران څارل . دقاسم زوړ پلار خپل پخوانې را یاد کړل  او لوڅه توره یی په لاسو کې ونیوله او دخپلې ښځې ، نګور ، او کوچنیانو د خوندي ساتلو له پاره هملته د دروازې تر څنګ و درید. دمارسی زړه خادمه  هم په همدې کور کې ددوې سره یو ځاې اوسیدله .
 بلواګران چې کله دروازې ته را ورسیدل نو سمدلاسه یی د دروازې په وهلو پیل وکړ ، دې دکار د هشام په  اعصابو بد اغیز وکړ او په ذهن کې یی  د نامعلومه خطر ونو زنګونه اوریدل کیدل .هغه په زړه کې ویل چې کومه بده سانحه مخته راتلونکې ده . بلواګرانو اوس هم په پرلپسې توګه دروازه وهله . د طاهر ښځه په یوه منډه یوې کوټې ته ورغله او دطاهر غشي او کمان یی راواخستل او په یوې مورچې کې کیناتسه . دهشام ښځې او د قاسم د مور فکر دکوچنیانو په لور واوخښت ،په یوه منډه یی بام ته ځان ورساوه او هغوې ته یی ورغږ کړ ، علی اوعمر اوس د سیل کولو په ځاې  دویرې او خوف له لاسه د بام په یوه ځاې کې پټ ناست و . بلواګرانو دروازه په پرلپسې توګه وهله او ویل یی ….. « دروازه پرانیزئ او که نه مونږ یی ماتوو ….» خو د زاړه هشام د دروند اواز په اوریدو سره بلواګران  خاموشه او شاته شول . هشام هغوې ته وویل :
«« غدارانو د دروازې په ماتولو سره تاسو خپل مرګ ته  اواز کوئ ، کورته د راننوتلو تر مخه زر وارې  فکر وکړئ ، ځکه دلته ستاسې تر مخه د حجاز ستر اوماهر  توره وهونکې هشام بن عدي ولاړ دې .
خو څو ثانیی وروسته په بلواګرانو کې درې څلور کسو نقاب پوښانو د هشام بن عدي دکور دروازه ماته کړه ، دهشام اعصابو نور ځواب ورکاوه .دهغه مخ د غصې اوقهر څخه تک سور اوختې و .او نیغ ولاړ و. په همدې وخت کې ددروازې یوه درړه را پریوته او درې نقاب پوښان دکور دننه را ننوتل . خو زوړ هشام لکه د اوسپنې ددیوال په څیر دهغوې تر مخه ولاړ و. کله یی چې توره پورته کړه نو د ستونې څخه یی خالصه عربي لفظ الله اکبر را ووت . اوس نو حالات داسې و چې دغه زوړ هشام  په ځانته ځان د درې څلورو کسانو بلواګرانو سره په جنګ کې ښکیل و . یوه ته هم دا مجال نه وه چې دکور دننه قدم واخلی . دقیصر جاسوسانو ته د ا ډاګیزه شوه چې دغه وګړي په یواځې ځآن ددوې مقابله کوي اوددوې هڅې یی د ناکامۍ سره مخ کړې دي. ځکه د هشام یوې تورې د بلواګرانو څلور تورې تم کولې . په همدې وخت کې دکور دیوه سنګر څخه یو غنږیدونکې غشې راغې اودیوه نقاب پوښه په څټ کې ور ونښت . نقاب پوښه د غوایی په څیر لاندې راپریوت . په همدې وخت کې یو بل غشې هم راغې اوبل نقاب پوښه یی پرې  را څملاوه ، دهشام توره  هم دومره تیزه وه چې د بلواګرانو دڅو کسو مټې یی پرې کړې وې، د اسمان سترګو کتل چې دهشام ځواني بیرته راستنه شوې ده . سکینې هم د خپل ناست سنګر څخه یو یوکس په نښه کاوه اوغشي یی ویشتل . ددې کار څخه بلوایانو ته هلته په ډیوډۍ کې تم کیدل ستونزمن شول ، او قدم په قدم شاته روان شول . په دې کار سره د هشام همت او جرءت نور هم زیات شو، ورمخته شو او دیوه اوږود نقاب پوښه په سر یی توره را خلاصه کړه او دهغه سرېی پرې پرې کړ . همدا وګړې ددې ډلې د بلواګرانو مشر و . کله چې بلواګرانو دخپل مشر حالت وکوت نو په تیښته یی پیل وکړ او د سترګو په رپ کې یی هغه ځاې پریښود او و تښتیدل ……اوس نو زاړه  هشام خپله د وینو ډکه توره په لاسو کې نیولې وه او هملته  په دروازه کې ولاړو . او بې زړه اوبې غیرته بلواګرانو پسې یی غږونه کول . نن هغه دخپلې تورې د وهلو هغه هنر را ښکاره کاوه چې که چیرې دهغه زامنو هغه کتلې وای نو نن به یی دهغه د فن د وهلو مهارت په خپله منلې وای.
خو لا تر اوسه پورې د بلواګرانو ګوښ  دمنځه نه و تللې . هشام د را لویدلې دروازې هغه پله بیرته پورته کړه اوبیرته یی په همغه ځآې کې و نښلوله د کوم ځآیه چې را غورزیدلې وه . اودکور دروازه یی لکه د پخوا په شان بیرته د دکور د دننه څخه و تړله . تر اوسه پورې هشام پوره ډاډ من شوې  نه و . په دې خاطر هغه د وخت د پیدا کیدو سمدلاسه خپل ټول کوچنیان د ګاونډې کور ته بوتلل . ترڅو چې د بلواګرو د بیا یرغل څخه هغوې خوندي پاته شي . خو سکینې خپله مورچه پری نه ښوده . هغې وویل:
« پلار جانه ! زه به ستا تر څنګ اوږه په اوږه ددښمن سره مقابله کوم . مونږ به مور ، کوچنیان او دغزاله خادمه هلته د ګاونډی کور ته یوسو »
په همدې وخت کې کوچنیان او د هشام ښځه دبام څخه لاندې را ښکته شوي و خو دهغوې مخونه د ویرې او دهشت څخه تک ژیړ شوي و . هشام ته دا ښه ښکاره نه شوه . عمر او علي ته یی مخ کړ او ورته یی وویل : « عمر او علي !….. د ویرې کولو اړتیا نه شته . ومو کتل چې ستاسې زوړ دادا خپل دښمنان څنګه  و ځغلول . یاد ساتئ چې د زمري دیوې ورځې ژوند د ګیدړ دسلو کالو د ژوند څخه غوره دې .»
دا چې کوچنیانو ته به د خپل نیکه د خبرو څخه څه ډاډ ور په برخه شوې وي او کنه . خو لږه شیبه وروسته هغوې ټول د ګاونډې کور ته بوتلل شول . دهغوې په ګاونډ کې هم د یوه زوړ سالار کور و . که څه هم هغه زوړ سالار څه موده مخته مړ شوې و خو دهغه ښځه  او یو زوې هملته اوسیدل. دهغوې په کور کې اوس د ښځو نه علاوه یو ملازم  هم موجود و . هشام ورته په ډیره بیړه څه خبرې وکړې اود خپل اصطبل څخه یی یو آس دهغه په واک کې ورکړ او هغه یی کومې لورې ته ولیږه . په دې ټول وخت کې ددې ځاې کوڅې دخلکو څخه خالي وې . بلواګر ان تللې و خو دهغوې دبیرته راستنیدو ګواښ موجود و . که چیرې د ښار به بازارونو او کوڅو کې فساد ، بغاوت او د اورلګولو  پیښې نه واې نو هشام به هم کومې لورې ته تللې و .خو په دې وخت کې  د اورنه ښار د کربلا انځور وړاندې کاوه . په دې خاطر هشام هملته په خپل کور کې ددښمن سره دمقابلې کولو هوډ وکړ .
دبله اړخه ، کله چې سلیم پاشا ته خبر ورسید چې دقاسم او طاهر زاړه پلار د باغیانو پنځوس کسیزې ډلې ته په ځانته ځان ماتې ورکړې ده نو دقهراو غضبه سور شین کیده . هغه په خپلو باغیانو باندې سخت په قهر و ځکه هغه غوښتل د قاسم د نشتوالې څخه ډیره ګټه پورته کړي . هغه چې کله د ناکامۍ خبر واورید نو سمدستي را پورته شو اوخپله څیره یی پټه کړه او پخپله ددې شیطاني دندې د ترسره کولو له پاره را روان شو . دا ځل دهغه سره عام بلواګران نه و بلکه د یني چري د فوځ ډیره ښه توره وهونکې یی له ځانه سره راوړي و . دوې ټول په اسونو سپاره ، دوې غوښتل چې په هره توګه چې شوني وې قاسم ته زیان ورسوي ، داس سپرو دغه ډله په ډیره ګړندۍ توګه د قاسم د کور په لور ولاړه .
لا تراوسه پورې هشام د پخوانی جنګ ستومانتیا نه وه لرې کړې چې د سلیم پاشا ډله یی د کور دروازو ته ور ورسیده او دروازه یی ور وهله . دروازه لاندې را پریوته او دوې ټول په یوه وار کورته ور ننوتل . هشام د پخوا په څیر هغوې ته هملته په ډیوډۍ کې ښه راغلاست ووایه ……. اوسکینې هم  دکمان څخه خپل غشي په پوره تیزۍ سره ویشتل . خو دا ځل داسې بریښیده چې قسمت د زوړ هشام پر خلاف دې ، هغه په پوره میړانې سره ددې غدارانو مقابله وکړه ، دهغوې درې کسه سپاهیان یی دوزخ ته ور تیر کړل ، دسکینې د غشو د ویشتلو په واسطه هم څو کسه سپاهیان زخمیان شوي و، خو دسپاهیانو شمیره زیاته وه او د ز وړ هشام مټو نور ځواب ورکاوه . بلاخره د هشام توره نوره د ګذار د تم کولو جوګه نه وه . او زوړ توره وهونکې عرب تر اخره پورې د جنګیدو وروسته په شهادت ورسید……
پرلپسی لری