کور / تازه خبرونه / برتانيې او جرمني هم د پوځيانو د ايستلو اعلان وکړ

برتانيې او جرمني هم د پوځيانو د ايستلو اعلان وکړ

په امريکا پسې چي دوې اونۍ دمخه يې له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو اعلان وکړ، برتانيه او المان هم غواړي دې ته ورته ګام پورته کړي.
د برتانيې د سنډې ټايمز ورځپاڼه وايي ډېر ژر به صدراعظم ډيويډ کامرون له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو شمېر اعلان کړي.
ورځپاڼه وايي ممکن صدراعظم له ٥٠٠ څخه تر ٨٠٠ پوري پوځيانو د ايستلو اعلان وکړي، چي د راپور له مخي د ٢٠١٢ کال تر پايه به ووزي.
د برتانيې صدراعظم پخوا ويلي وو چي د ٢٠١٤ کال تر پايه به په افغانستان کي هيڅ برتانوى پوځي نه وي.
بلي خوا ته د المان د دفاع وزارت هم اعلان کړى چي غواړي په افغانستان کي د خپلو پوځيانو شمېر راکم کړي.
د دې هيواد لوى درستيز فولکرفيکير ويلي چي ښايي ٥٠٠ پوځيان له افغانستان څخه وباسي.
برتانيه تر امريکا راوروسته دوهم او المان دريم هيواد دئ چي په افغانستان کي ډېر پوځيان لري.