کور / تازه خبرونه / دولت: هند ته په تګ کي اسانتياوي راغلې

دولت: هند ته په تګ کي اسانتياوي راغلې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د هندوستان له حکومت سره په تفاهم يې داسي اسانتياوي رامنځته کړي چي له امله به يې هند ته تلونکي افغانان هوسا سي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د آزادۍ راډيو ته ويلي هغه افغانان چي تر وېزې اخيستو دمخه په هند کي خپل د هستوګني ادرس معلوم کړي، ډيلي ته تر رسېدو وروسته اړتيا نه لري چي له پوليسو سره ځان راجسټر کړي.
نوموړي ويلي د دې کار يوه بله اسانتيا دا ده چي له هندي پوليسو څخه د وتلو اجازې Exit Permit ته هم اړتيا نه پيدا کېږي.
همدا راز پامير هوايي شرکت په هند کي افغان محصلينو ته ٢٥% تخفيف اعلان کړى دئ.