کور / هراړخیز / دښاغلي شاه محمودحصین څیړنه اوارزونه دقدروړده

دښاغلي شاه محمودحصین څیړنه اوارزونه دقدروړده

ښاغلي شاه محمودحصین دهیوادنامتواوخوږژبۍ لیکوال دی چې په دری اوپښتوژبویې زیاتې لیکنې کړی دې چې په افغان ویبپاڼوکې خپرې شوې دې . ښاغلي حصین په دری اوپښتوژبه خواږه شعرونه هم ویلي اولیکلی دی . ښاغلي شامحمودحصین یولړکتابونه په دواړووژبولیکلې اوخپاره شوی دي .
دنوموړی لیکوال د ( تاریخي لویدنه ) کتاب په ډیره خوږه پښتوژبه لیکل شوی دي چې د نړیوالومسایلو ارزونه دافغانستان دروانې کشالې په تړاوپه ژوره توګه شوی ده . دپیښولیدلوري دومره دقیق اټکل شوی دي چې زماپه انددډیردقدراوارښت وړګڼل کیږي . دکتاب په        (۱۳۹ ـ ۱۴۰) موپاڼو کې یوه بیلګه ولولئ :
« دمتحده ایالاتو واکمن چې له سړې جګړې وروسته ېې پرټوله نړۍ دواکمنۍ خوبونه حقیقت ته نږدې لیدل او په همدې وجه ېې پرافغانستان اوعراق پوځي یرغلونه پیل کړل.دغه هیواد چې د نړۍ داقتصادي نظم څه ناڅه ټول مزي ېې په لاس کې واو په دې برخه کې ېې د نړیوالې واکمنۍ ژست کاوه دخپلو پوځي تیریو دطرح کولواوپلي کولوپه وخت کې ېې د تاریخ دې واقعیت ته نه کتل چې پانګواله دموکراسي اوورسره  دبشر دحقوقو سیاسي شوي مفاهیم هیڅکله دخلکو او اولسونو دآزادۍ ،خپلواکۍ ، ملي تاریخي هویت او فرهنګي اوعقیدتي ځانګړي جوړښت ځای نشي نیولی.دوی له خپل تر سره شوي پوځي تیري وروسته دې واقعیت ته ورسیدل چې  په خپل لاس په داسې کنده کې لویدلي چې را پورته کیدل ېې دپانګوال  تیري کوونکي نظام له را لویدو پرته بله پایله نه لري . دغې کندې ته ېې له ځانه سره خپل اروپايي ، استرالیايي او کانادايي ملګري هم ور وغورځول او د هغې برلاسۍ له مخې چې لري ېې د ملګرو ملتونونړیواله ټولنه ېې هم همدې کندې ته را وبلله. دوی ټولو په ګډه په پټه یا ښکاره د افغانستان او عراق د اولسونوپه ځپلو او ایل کولو کې یوبل ته لاس ورکړ.ډیر پرمختللی پوځي تخنیک،په ویروونکو وسلوسمبال وحشي شوو اردوګانو، اجیرو انسان وژونکواو وحشت خپروونکو پوځي کمپنیو او د جاسوسي سازمانونوله توطئو ډکوتجربو اوکړنو دعراق دمادي اومعنوي شتمنیو هرڅه له خاورو سره خاورې کړل اوپه آسیا کې يو د پام وړژوندی تمدن ېې دایرو په ډیران واړاوه اوله دې ورسته ېې دا ډنډورې خپرې کړې چې په عراق کې بري ته رسیدلي او ددې وخت را غلی چې خپل پوځې وحشت پر افغانستان کې آزموینې ته وړاندې کړي.خو واقعیتونه ښيي چې نه په عراق کې سوله ،ټینګتیا اوډاد من امنیت راغلی دی او نه په افغانستان کې دبري چانس تر سترګوکیدی شي.عراق اوس دتر ایرو لاندې سکروټو هغه زیرمه ده چې ډیر ژر به دټولې سیمې او نړي لمنې ته ورسي. دغه لمبې به تر هر څه دمخه دعربې او اسلامي نړۍ له خپلو خلکو جلا او پردو ته په جاسوسۍ اخته واکمنۍ را ایسارې کړي او ورپسې به په وچه او اوبو کې دپانګوالې نړۍ پرتوګټو اولښکروته ورسي.»  
پام وکړې دښاغلي حصین دلیکنې ټولوبرخوته چې زماپه انددروان کړکیچ په اړوندیې دوه اړخه ډیرښه څیړلي دي .
ـ په پیل کې دلویوقدرتونوښکیلاک ګري موخې اودوژونکواسلحواستعمال دنړۍ پربیوزلواوبې دفاع ولسونوباندې په روښانه ډول بربنډکړي دي .
ـ دلیکني په وروستویوکرښوکې دومره ژوراودقیق اټکل کړی دی چې دلیکوال دلیدلوري په اړونددلوستونکوباورزیاتوالی شي . پام وکړئ چې ډیرلږوسیاستوالوبه دنړۍ بڼه په     (۲۰۰۸- ۲۰۰۹ز) کلنو کې په دغه ډول پیشبیني کړي وي . په عربي هیوادونوکې دولسونودپاڅون نښانې په هغه وخت کې نه ترسترګوکیدلي ولې اوس دلیکوال داټکل سره ولسي پاڅونونوپه پرتلیزډول ټوله عربې نړۍ ترپوښښ لاندې نیولې ده . آن څپې یې وافریقاته وغځیدلي .
دهغه دلیکنې په وروستۍ کرښې کې دپانګوالۍ نړۍ ستونزوته لنډه اشاره کړیده چې داټکل هم په واقعیت بدل شویدي . همدااوس دامریکااولویدیزې نړۍ ولسونه دخپلوبچیانوپروژنوسخت په غوصه دی . اوپرخپلوحکومتونوفشارراوړي چې فوځیان دناپایه جګړودډګرونوڅخه وباسي اوپه ځانګړې ډول داوسامابن لادن تروژنې وروسته دترهګرۍ پرضدجګړه بې موخې اوبې ګټې ګڼي .
نوی کیسه داده چې په عربي نړۍ کې کړکیچ دلویدیزوهیوادونودپاملرنې اوعلاقې وړدي . ولې لویدیزهیوادونه اوامریکادومره په ستونزوکې راښکیل دي چې دهرقدم په اوچتولولکه په خټینو اوبوکې چې خوځښت کوی ، نوریې هم پښې په لجنزارکې ډوبیږي . اوسنۍ ښه فرصت ددوي په واک کې ورغلي دي ولې زموږدیوولسي کیسې چل ورباندي شوی دي . ولولئ :
« کوم وخت په یوکلی کوم شتمن سړی وفات شونودکلی ملایې دښخولومراسموته وروغوښت . ملادښه غوښین سخات (خیرات) په هیله په خوښی دمړستون په لوری مړی بدرګه کاوه . په همدغه وخت کې په بل کلی کې دواده مراسم ول . دهغه کلی څخه په ملا پسي څوک راغي اود جنازی دوړلوپه جریان کې ملاته په غوږکې وویل :
ملاصاحب ! دبرکلی خان راولیږلم چې دده دزوی دنکاح اوواده په خوښی کې ګډون وکړي .
ملاصاحب چې په دواړوځایونوکې دډیروپیسوچانس لاسته راوړی وه . نه پوهیدی چې په یوه وخت کې څنګه وکولای شی ددواړوځایوڅخه ګټه لاسته راوړي . په چیغوچیغویې وویل :   چې خدایه اوس څه وکړم . کومې ګټې ته ځان ورسوم که دانه کیږی نوخدایه ماورک کړي.»
اوس عینې چل دی ، دګټواوچتولولپاره ښه شرایط برابردی ولې دومره ښکیل دی چې په یو وخت کې پرټولوخیټه اچول نا شونی ښکاري .
دښاغلي حصین دکتاب ټولې برخې په زړه پوري دي ، چې ورځنۍ ستونزې یې په ژوره توګه څیړلي دي . نوموړی کتاب د څوځلولوستلوارښت لري . هغه دوستان چې کتاب ولری نواړینه ده چې کتاب په دقت ولولئ .
هغه دوستان چې کتاب نه لري مادخپلې ویبپاڼې www.nahimi.dk/pashto په کتابتون کې ایښی دي . کله چې تاسوویبپاڼه خلاصه کړي په کیڼ لوری کې کتابتون پیداوکلیک کړي . ټول ایښودل شوی کتابونه پیداکولای شي پای