کور / کیسه / پلې لار

پلې لار

((اى ….. پورته سه ! دلته ولي بيده يې ؟ )) پوليس  بيده سړى پر پښه په ډنډه ووهى ، هغه په بېره راپورته سو .
پوليس وويل :((تاته نده مالومه  چي د سړك پر سر خوب كول د قانون خلاف دي ؟))
هغه په تعجب پوليس ته و كتل او زياته يې كړه (( نو چيري بيده سم ؟))
پوليس په غوصه ورغبرګه كړه (( كورته ولاړ سه ))
 تر ژبي لاندي وويل (( كور! )) او ورسره يې  د نن سهار كيسه ور په زړه سوه چي د كرايې د نه لرو له امله  د كور مالك د هغه سامان سړك ته غورځولى وو – د هغه له ډيرو زاريو سربيره چي ورته ويل يې كله معاش واخلي نو كرايه به وركړي ،  د كور مالك ونه منل . د هغه سره دومره پيسې وې چي يوازي څو وخته ور باندي ډوډۍ وخوري نو په هوټل كي به څنګه اوسيداى .
د پوليس په ږغ له فكرونو را و ووت (( څه سوچ ويوړې )) كه كور نلرې راكړه دوې روپۍ كنه ځه ددغه ځايه ورك سه  .
د يوې لحظې دوه زړه توب وروسته د خوب مزه  باندي غالبه سوه ، سړي له جيبه دوې پورۍ را وكښې د پوليس په غوړيدلي ورغوي كي يې وركښيښودې  بيا يې پيښې و غځولې او د خوب په نړۍ كي ورك سو . د هغه پر څهره ژور ارام او اطمنان و غوړيد .