کور / شعر / غزل

غزل


چم جوړ دی په سودا کي په هر څو باندي خرڅيږي
بې حسه غوندي خلګ په پيسو باندي خرڅيږي


يؤ څو ضمير پلورنکي د څوکيو په بدل کي
بدخوا چي څوک د قام وي پر هغو باندي خرڅيږي


خاوند د نظر ييې وي په دې راز باندي قلمه؛
نه ظلم ته سر ټيټ کړي،نه سرو باندي خرڅيږي


اولس چي د رڼا په خاطر رايه ورکړه چاته
دسپين لباس خاوند پر توروشپو باندي خرڅيږي


د خپلي ژبي مينه ستا په برخه سوه عادله؛
د وخت خوږې شېبې دي پر پښتو باندي خرڅيږي
٩مارچ ٢٠٠٨م کال
چمن پښتونخوا