په چاودنه کي د ناټو درې پوځيان ووژل سول

د لراوبر اداره | جولای 5th, 2011


د افغانستان په ختيځ کي ديوې چاودني له امله د ناټو اوایساف اړوند درې سرتيري وژل سوي دي ، ناټو ددوی وژل کېدل تاييد کړي خو د پېښي ځای او وژل سوو هويت يې نه دی په ډاګه کړﺉ .


طالبان وايي چي د خوست په نادرشا کوټ کي يې د بهرنيانو يو ټانک په ماین الوزولی او ادعا کوي چي څلور پوځيان يې وژلي دي .ذبيح الله مجاهد وايي چي دکونړپه ناړۍ کي دازريګل اوکنتلي په بيسونو يې بريدونه کړي او د پکتيا په کرده څېړۍ کي يې د خارجي پوځونو کمپاين په توغنديو ويشتلی دی . ناټو تر اوسه ددې وروستيو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024