کور / کتاب / (د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب يوه پلټنه) کتاب چاپ سو

(د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب يوه پلټنه) کتاب چاپ سو

د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب يوه پلټنه) د انګرېز ايتنيک پوه فقيد ډاکټر هانري والټر بيليو هغه غنيمت اثر دئ چي له نن څخه تقريباً ١٢٠ کاله وړاندي د افغانانو د نسب پېژندني په باب ليکل سوى دئ، فقيد بيليو د خپلو اصلي دندو تر څنګ په افغانستان کي د نسب پېژندني او ايتنيک پوهېدني په باب دغه غنيمت څېړنه هغه مهال په لندن کي د ختيځ پېژندونکو نړيوال کنفرانس ته وړاندي کړې ده.  سره له دې چي ډاکټر بيليو په خپله هم په دې نظر دئ چي د ده پلټنه د ټولو له پاره د منل سوو حقايقو د مجموعې ادعا نه سي کولاى، خو د افغانانو د نسب پېژندني په باب د فقيد بيليو د دغي څېړني لوى ارزښت په دې کي دئ، چي د نورو نسلونو څېړونکو ته ئې د کره او پخو پلټنو له پاره غني لارليکي او مدارک په ميراث پرې ايښي دي.
 دغه غنيمت اثر د افغاني ټولني تکړه ټولنپوه او خوږ ژبي محقق ارواښاد استاد محمدانور نوميالي څه باندي شل کاله وړاندي په ډېره خوږه پښتو ترجمه کړى وو، چي لا تر دې دمه ئې د چاپ انتظار ايست. که له يوې خوا د دغي موضوع په اړه اوس هم افغاني او غير افغاني محققين څېړني کوي نو له بلي خوا د يوه ضرورت پر اساس د ټولو هغو مستشرقينو آثار چي زموږ د تاريخ، ژبي، ادب او توکم پوهني په باب ليکل سوي دي دا ايجابوي چي په پښتو ترجمه او افغاني ټولني ته وړاندي سي، نو له همدې اسيته په کندهار کي علامه رشاد خپرندويه ټولني د ارواښاد استاد نوميالي دغه خوږه ترجمه په ٤٢٠ مخونو کي په ښکلي صحافت او مناسبه قطع د زرو ټوکو په تېراژ پر سپين اعلى کاغذ چاپ او علاقه مندانو ته وړاندي کړه.
 موږ د والټر بيليو دغه څېړنه افغاني څېړونکو ته په دې اميد وړاندي کوو، چي د خپل نسب په باب د کورنيو څېړونکو تر څنګ د بهرنيو نظريات هم مطالعه کړي او د علمي حقايقو په روښانه کولو کي سوچه له کوټه څخه بېل کړي، د دې تر څنګ د پښتو د منلي او خواخوږي ليکوال استاد نوميالي اروا ته د مغفرت دوعا کوو.


د کتاب تر لاسه کولو پتي


ايميل ادرس: mrohyal@yahoo.com
ګرځنده تليفون: ٠٧٠٠٣٢٦٠١١