زابل:پنځه وسله وال وژل شوي
تیره شپه د زابل په مرکز کلات کي پنځه ماین خښوونکي وژل شوي دی.
د زابل امنیه قوماندان،عبدالنبی الهام ازادي راډیو ته وویل،دغه پنځه ماین خښوونکي هله د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کي ووژل شول، چي غوښتل یی د شپی دولس نیمی بجي په دکلات ښار په اومکي سیمه کي د امنیتی ځواکونو لپاره ماینونه خښ کړي.
نوموړی وایی، افغان او نړیوالو ځواکونو ته ددی ماین خښوونکو راپور د سیمی خلکو ورکړي وو.
طالبانو تر اوسه پدی اړه څه ندي ویلي.