کور / تازه خبرونه / زابل: د طالبانو د وژلو او نيولو ادعا کېږي

زابل: د طالبانو د وژلو او نيولو ادعا کېږي

په زابل کی دافغان اونړیوالوځواکونوپه ګډوعملیاتوکی ۵ وسله وال طالبان وژل شوی او۵ مشکوک کسان ژوندي نیول شوی دی .
دزابل امنیه قوماندان سمونوال محمد نبی الهام وایی دغه عملیات دزابل په مرکز اوولسوالیوکی دګډوځواکونولخوا پیل شوی دی چی په ترځ کي دنوموړي پرویناتردي مهال پینځه وسله وال طالبان وژل شوی اوپینځه مشکوک کسان ژوندی نیول شوی دی .امنیه قوماندان زیاتوی چی دوژل شویوکسانوجسدونه یی مرکز قلات ته انتقال کړي دی اومشکوک کسان ترپوښتنولاندي دی .
که څه هم چارواکی وژل شوي کسان وسله وال طالبان بولي خوخپله طالبانورتردي مهاله پدي اړه څه ندی ویلی .دیوبل خبرله مخي په شاجوى ولسوالي کی دیوخصوصي کمپنۍ ساتونکی یوملکي کس په ډزووژلی دی .چارواکی هم دپیښه پخلی کوخودسپناوي په موخه یی پلټني پیل کړي دی .دیادوني وړده چی په زابل امنیتي چارواکی پداسی حال کی دپینځوسله والوطالبانودوژلوخبرورکوي چی پدي ورستیوکي پدغه ولایت کی امنیتي پیښی زیاتی شوی دی اوهره ورځ دیوي اوبلي ولسوالیوڅخه دتاوتریخوالي خبرونه ترلاسه کیږي .