کور / شعر / څوک مو له ټل څوک له کابله وژني

څوک مو له ټل څوک له کابله وژني

څوک مو له ټل څوک له کابله وژني
ګناه مو څه موږ به ترکله وژني
ملا چرګک راوستي  ډېر قاتلان
هم مو له غرو هم له ځنګله وژني
دانسانیت دعوه ګر ټول راغلي
څوک مو لپاسه څوک له تله وژني
که دلستوڼي ماران اخوا پرېږدو
دا سکني مو هم پخپله وژني
په دواړوغاړو یو جایګیر دکرښې
دا خوا په یو اخوا په بله وژني
څوک چې خپل قام له حوسونو جارکړي
داسې به پرزي ځان سل ځله وژني
نه مو نیویارک نه مو لندن ویشتلی
دا نابللي مو بیا څله وژني
پښتونه څه لاس دې تور سپي څټلی
ځناوران موبې اجله وژني
که بندوبس دپاڅون ونه کړو موږ
هر یو موزي به مو تر تله وژني
بسمله دا غوبل به څومره وي نور
څو به خپل وروڼه یو تر بله وژني
څوک مو له ټل څوک له کابله وژني
ګناه مو څه موږ به ترکله وژني
پورتنی شعر همدا اوس دشپې په یوه بجه دلر اوبر دعام وژنې له درده ولیکل شو
۲۰۱۱/۰۷/۰۷ زکال