کور / کیسه / اسیره مرغۍ

اسیره مرغۍ

غریبه مرغۍ په یوه  ښکلي قفس کي بندیوانه وه، دپراخ اوښکلی جهان اوطبیعت نه رالیري سوی وه . هغه دلیري وطنو څخه راوړه سوي وه ،داډول مرغۍ دلته نه پیداکیدلي . ښکلي او بیچاره مرغۍ دقفس له میلو نه په ډیرحسرت بهرته کتل   ،نوروازادومرغیوته یي کتل نوري مرغۍ به  هرپلوته الوتلي دونو دیوه ښاخ نه بل ښاخ ته يي ټوپونه وهل اوکله به په ډله ډله له یوي وني څخه بلي ته تللي ،اوکله هم دقفس مرغۍ ته به رانژدي سوي اوپه ډیره حیرانۍ به یی دقفس مرغۍ ته کتل او دقفس نه به یي راتاوسوي اوبیرته به ځني ولاړي ،دقفس مرغي ورته فریاد وکړي ناري يي کړي او اهونه وایستل ،اوورته يي وویل چه مادځانه سره بوزی ،مادلته مه پریږدی ،دلته مي زاره چوي ،زه غواړم چه ستاسوپه شان والوزم ،دونو پرښاخونو ټوپونه ووهم او لوړوالوزم ،دمیوو اودانو نه پخپله خوښه څه وخورم او دروانوسړواوبونه يي وڅکم ،دګلونوپه عطرونو ځان اغشته کړم او په خپله مشوکه دګلونو نوازش وکړم . هلته لوړدوني په سرکي ځالګۍ جوړه کړم ،مه رانه ځي مادرسره بوزی .


 مرغۍ دښکلي  قفس نه راتاویږي اونه پوهیږي  چه دامرغۍ ولي په دي ښکلي  قفس کي فریاد اوناري وهي  ، اوڅه غواړي ،ازادي مرغي په یو پرسره ټولي والوتلي او ولاړي ،اسیره مرغۍ په قفس کي دي پلو اوهغه پلوته ټوپونه ووهل خودقفس دمیلوسره یي وجودولګیدی اوناامیده دقفس یوه کنج کي کښیناستل اوپه فریاد اونارویی پیل وکړ ،ظالم باداردمرغۍ دفریادپه اوریدو دکوټي راووت دمرغۍ خواته نژدي سو اوتندی یی وغوړیدی اودمرغۍ په خوشخوانۍ اوریزباندي ډیرخوشحاله سو .


مرغۍ دفریادونو  اوژړاګانو نه ستړي سوي وه او په خولو کي خیشته سوی وه اوخوب وړي وه ،هغه ورځ يي څه ونه خوړه .


 داسارت ورځي  په ورو تیریدي مرغۍ همداسي  غمجنه وه اوداسارت سره یي  عادت ونکړ بلکه نوريي هم دازادۍ ولولي اوفریادونه زیات سوه ،اوپه خپله ښکلي اونازکه مشوکه به يي دقفس میلي ټکولي اوپه دي امیدچه دخلاصون لاره پیداکړي خودبیجاره مرغۍ په وینوبه دقفس میلي سري سوی اومرغۍ به همداسي دقفس په انګړکي اسیره پاته سوه .


یوه ورځ چه دمرغۍ  باداردهمیشه په شان دمرغۍ قفس  دکوتي نه راویوست اوددیوال په میخ  يي ځوړندکړ ،هغه ورځ يي باداربیله  دي چه دتلوپروخت قفس کوتي ته یوسي په تلوار دکوره ووت اودمرغۍ قفس همداسي بهرپاته سو. دورځي په تیریدوسره دلمروړانګي دمرغي قفس ته راورسیدي ، ددوبي ګرمي ورځي وي اودلمروړانګوډیره تودوخه درلوده ،بي وزله مرغۍ دی خوا هاخوا ټوپونه ووهل ،دقفس پرمیله کښیناسته اودبیري اووهم په وارخطاسترګویی دی خوا هاخواته کتله ،حلق یی وچ سوی ؤ ، خوله يي وازه نیولي وه ،داوبو وړي کونجۍ ته يي ورتوپ کړه ،هلته اوبه نه وي ،بادار نن هرڅه هیرکړي وه دمرغۍ اوبه اوغذا يي نه وه پرځای کړي   .مرغۍ لاندي راګوذارسوه پلپتکي يي ووهلي،او ورورو ارامه سوه اوبیله دي چه دازادۍ مزه وڅکي په ښکلي قفس کی يي ساه ورکړه.


دمرغۍ د بادار وریادسوه چه دمرغۍ قفس دکوټي بهر دی په تلوار تلوار دکورپرخوا رارهي سو،هغه دیروارخطا ؤ نه چه مرغۍ ګرمۍ وهلي وي ،هغه داډول دوي نوري ښکلي مرغۍ په همدي قفس کي دلاسه ورکړي وي ،هغه دځانه سره میده میده ګډ ؤ که چیري داځل مرغۍ ژوندی پاته سوي وی نو نو هغه به ازاده کړي ، نه نه چیري داکارکوم دهغي ډیرښکلی اوازدی ،نوي پرریزاواواز راغلي ده ،نه يي ازادوم ،په نړی کي خوهرڅوک مرغۍ ساتي ، اه خدایه دامرغۍ مه وژنه ،په تلوار تلوارکورته داخل سو، قفس ته ورنژدي سو ،مرغي په ابدي خوب ویده وه ،بادارمرغۍ دقفسه راویسته اوبه يي پرواچولي ،پورته وکښته يي کړه هغه مړه وه . بادارمرغۍ په لاس کي نیولي وه اوڅوشیبي همداسي ولاړؤ  ،وروسته يي مرغۍ په ډیره سړه سینه په کچره دانۍ کي ګوذارکړه اوقفس يي راواخیست اوداسیري مرغۍ ویني اوبڼکي يي دقفسه پاکي کړي اودنوي مرغۍ په فکرکي سو.