کور / کتاب / ماشوم روزنه کتاب چاپ شو

ماشوم روزنه کتاب چاپ شو

ماشوم روزنه او د ماشومانو د ښې روزنې او اړيکو لپاره غوره لارې چارې هغه کتاب دى، چې د تېرې جمعې په ورځ بازار ته راووت. دغه کتاب په پکتيا ولايت کې د نښتر دوديزې مشاعرې په وياړ چاپ شوى او لګښت يې مصور خپرندوى بنسټ په غاړه اخيستى دى. کتاب په ١٢٢ مخونو کې ترتيب شوى او ژبه يې روانه پښتو ده. د کتاب په دويم مخ کې يې ځانګړنې داسې ښودلې شوې دي:



کتاب نوم:  ماشوم روزنه
ليکوال:  اعظم منصوري
ژباړن:   ډاکټرعطاءالله زيارمل
بريښناليک:         ziarmal76@gmail.com
خپروندى:  مصور خپروندى بنسټ
خپرونو لړ:  لومړى
ډيزاين:   پخپله ژباړن
د پښتۍ ډيزاين:  صالح محمد صالح
د چاپ کال: ١٣٨٦ – ژمى
چاپ چارې:  کاروان ادبي ټولنه


د کتاب د رانيولو لپاره لوستونکي کولى شي، چې د کاروان ادبي ټولنې له دفتر څخه برسېره يې د کابل ښار په نورو کتابتونونو کې هم تر لاسه کړي. د کاروان ادبي ټولنې پته داده:


د شاه دوشميره (رح) زيارت څخه ښکته د پل باغ عموي لور ته په لومړي مارکيټ کې کيڼ لاسته څلورم دوکان.


لوستونکي کولى شي، چې دغه کتاب د انټرنيټ په مټ هم په برېښ ويبلاګ  کې ولولي. په برېښ ويبلاګ   کې د روزنيزو مالوماتو په څنګ کې روغتيائي مالومات هم پراته دي. پته يې داده:


larawbar.com/brish