کور / کتاب / دايمي اډې که دايمي اسارت؟) په نوم کتاب له چاپه راووت

دايمي اډې که دايمي اسارت؟) په نوم کتاب له چاپه راووت

د هېواد د تکړه ليکوال،ژورنالېست،سياسي او حقوقي چارو څېړونکي الحاج قاضي محمدحسن حقيارپه ګوتو او ځواکمن قلم تازه ليکل شوى کتاب (دايمې اډې که دايمي اسارت؟) دچاپ په ګاڼه وپسولل شو.
دايمي اډې که دايمي اسارت کتاب په داسې حال کې چاپ او خپور شو، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو او په هېواد کې د امريکا د دايمي اډو په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ ښې تودې خبرې اترې روانې دي.
دغه کتاب چې رنګه پښتۍ لري،په ښکلي ډيزاين او صحافت سره په کابل کې د مستقبل خپرندويې ټولنې له خوا په (١٠٠٠) ټوکونو کې خپور شو.
ستا لاسونوته په در رسېدلي دې کتاپ کې په ډېرو هغوټکوبحثونه شوي چې په اوسني وخت کې ډېر اړين اودپام وړ دي،ښاغلى حقيار د کتاب په منځپانګه کې روښانه کوي چې بهرنيوته په هېوادکې د دائمي اډو،ورکړه اوله هغوى سره دستراتېژيک تړون لاسليکول دحکومت په واک کې نشته،اونه هم داحق لري چې له هغوى سره په خپله خوښه ستراتېژيک تړون لاسليک کړي ،په دغه کتاب کې د امريکا د دايمې اډو په څرنګوالي، ارزښت، اړتيا او د ځينو نورو موضوعاتو په اړه هراړخيز معلومات خپاره شوي دي.
دليکوال په اند په اوسنيوشرايطوکې امريکاته ددامي اډو ورکول به هېواد نور هم دبحران خواته ور کش کړي.
مخکې له دې هم دښاغلي محمدحسن حقيار په ديني، فرهنګي او ادبي مسايلو (نثر، شعر) او په نورو برخو کې نهه ټوکه کتابونه په يو او دوه جلدونوکې چاپ شوي او نورې سلګونه سياسي مقالې يې هم په ورځپاڼو،مجلو،کتابونواو دانټرنېټ په څپو خپرې شوې دي،هېره دې نه وي چې دليکوال څونور کتابونه هم دچاپ په ښکلې ګاڼه د سمبالېدلولارې څاري او هيله لري چې په ډېره نږدې راتلونکې کې به يې د درنو لوستونکيواو مينه والوتر لاسونو ور ورسوي.
په ټوله پښتنه او ادبي مينه دليکوال دلابرياليتوب اوپه دې لاره کې دهڅواو پرمختګ په هيله .