اوکراين او روسيې ته دافغان شاعر عبدالباري جهاني دسفر تفصيلي راپور

د لراوبر اداره | اکتوبر 16th, 2011


د جولای د مياشتي پر شپږمه نېټه ښاغلی عبدالباري جهاني له امريکې څخه د اوکراين د ادېسه هوايي ډګر ته راورسېد ، ددې ښار افغان فرهنګيان او فرهنګپال يې د ګلونو د ګېډيوسره د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته وروتلي وو او په ډېر شاندار ډول يې د خپل هيواد د وتلي مؤرخ او شاعر هرکلی وکړ .



د ښاغلي جهاني او نورو هيوادونو څخه د ليکوالو او کلتوري ټولنو د استازو لپاره د توري بحيرې پر غاړه په يوه نوي اباد سوي عصري کلي کښي يوه مجهزه درې پوړيزه ودانۍ په کرايه نيول سوې وه ، ښاغلی انجنير صابر د مېلمه پال ، ښاغلي ډاکټر ادم خان ځدراڼ د پروګرامونو تنظيموونکي او ښاغلي سيد ميرويس سيدزي تخنيکي چارو مسوليت اخستی و .


د ۲۰۱۱ کال د جولای پر اتمه نېټه د اوکراين جمهوريت د ادېسه په ښار کي د افغانانو لخوا د ښاغلي ډاکټر ادم خان ځدراڼ او ښاغلي سيد ميرويس سيدزي په نوښت د افغانستان د نوميالي شاعر او تاريخپوه ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه غونډه جوړه سوه چي د اوکراين مېشتو افغان فرهنګپالو، شاعرانو ، ليکوالو  اوځوانانو  تر څنګ د هالنډ ، بلجيم ، جرمني ، سويډن او روسيې هيوادونو د کلتوري ټولنو مشرانو او استازو هم برخه اخستې وه .


دغونډي ځيني برخي په لاندنيو ويډيوي ټوټو کي وګورئ:


:



:




:




:



غونډه لومړی د قرآن اعظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت او د افغانستان ملي سرود چي پخپله د ښاغلي جهاني صاحب شعر دی ، په ږغولو پيل سوه چي وروسته ددې ټولني د مشرتابه ډلي غړي ښاغلي ډاکټر ادم خان ځدران او له انګلستانه رابلل سوي وياند او ژورناليست ولي عبدالله لخوا چلول کېده .



په پيل کي ولي عبدالله وويل : د ادېسه ښکلی ښار چي دتوری بحيرې په څنډه کي پروت دی نن د يوه افغان نازکخياله شاعر عبدالباري جهاني کوربه دی ، هغه وويل چي د توري بحيرې په څنډه کی هره ورځ د خوښيو او مستيو بارانونه وريږي خو نن به افغان شاعر عبدالباري جهاني د خپل کړېدلي ولس د ژوند ترخې کیسې د شعر په ژبه تاسو ته وړاندي کړي چي ښايي له اوښکو سره به مل وي او د پروګرام په بله برخه کي به د پښتو ژبي ټوکمار ( مسخراچي) ښاغلی پير محمد باوري په خپلو ټوکو سره وهم خندوي .



ورپسې د مقالو او ويناو په شروع کي په ادېسه کي د افغان ټولني په استازيتوب ډاکټر ادم خان ځدراڼ له ښاغلي جهاني او نورو بهرنيوهيوادونو څخه د وربلل سوو د ټولنو مشرانو ، استازو او ليکوالو څخه مننه وکړه چي ددوی بلنه يې ومنله . نوموړي د ښاغلي جهاني لنډ ژوندليک ولوست ، د نوموړي په اړه يې ارواښاد علامه رشاد بابا او يو شمېر نورو پوهانو نظرونو ته اشاره وکړه او د ښاغلي جهاني د شعر پر څو بېلګو په لنډ ډول وږغېد چي په پرله پسې توګه د ګډونوالو لخوا په تودو احساساتو بدرګه کېده .



ورپسې په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مسول ښاغلي حبيب الله غمخور د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعر د ټولنيز ، سياسي او فلسفي ارزښتونو په اړه لنډه وينا وکړه  او د ادېسه ښار د افغانانو لخوا یې د خپل هيواد د نوميالي شاعر په وياړ د غونډي دا هڅه وستايله .



تر هغه وروسته په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري د کوربنو څخه د يوې داسي ارزښتناکي غونډي د جوړېدو له امله خوښي وښوده او د افغانستان او پښتو ژبي په برخه کي يې د ښاغلي جهاني خدمتونه نه هېرېدونکي وبلل ، نوموړي د ښاغلي جهاني د يوه شعر په لوستلو وينا پای ته ورسوله .



ورپسې د ادېسه په ښار کي د اريانا ښوونځی تنکيو زده کوونکو د افغانستان د پوهني مشهوره ترانه ( لښکر يو د پوهني موږ تيارې رڼا کوو )) په ګډه ولوسته چي د غونډي برخوالو په دېرو تودو احساساتو بدرګه سول .



وروسته د لراوبر ويبپاڼي مسول عبدالله احسان  د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل: د خدای شکر ادا کوم چي عبدالباري جهاني غوندي شخص يې موږ ته راکړﺉ دی، خو بايد هېره نکړو چي د ښاغلي جهاني په وختونو کي نه ښوونځي سوځول کېده او نه بمبارۍ او ځانمرګي بريدونه کېدل ، نن چي زموږ په هيواد کي بمبارۍ زموږ بسته کلي نړوي ، ښوونځی مو سوځول کېږي يا مو ماشومان په ځانمرګوبريدونو کي وژل کيږي د راتلونکي نسل لپاره د نورو دغسي جهانيانو د جوړولو فکر او کار ته اړتيا ده چي بايد ويې کړو .


وروسته يوې اووه کلني ماشومي چي مينه نومېده راوبلل سوه ، په ښه زړه ورتيا ستېج ته راغله ، خوږه ستړې مسې يې وکړه او په خپل خواږه ماشومانه ږغ يې د خپل هيواد د ماشومانو حالت په ترنم کي وړاندي کړ چي د برخه والو لخوا هم په تودو چکچکو او ګرمو احساساتو وستايله سوه .



ورپسې له ماسکو څخه رابلل سوي افغان ليکوال او شاعر ښاغلي ډاکټر شېر حسن حسن د ښاغلي عبدالباري جهاني د شخصيت او شعر په اړه په زړه پوري مقاله واوروله .


وروسته ښاغلي انجنير احمدشا پښتون يو شعر او ښاغلي انجنير صابر محمد ارمان ادبي طرحه ولوسته .




تر ويناو ، مقالو او شعرونو وروسته ښاغلی عبدالباري جهاني ته بلنه ورکړه سوه چي خپل نوي شعرونه د غونډي برخه والو ته واوروي ، په وياړ يې د تالار ټول حاضرين ودرېدل او په ځانګړو احساساتو يې بدرګه کړ .



ښاغلي جهاني په ادېسه کي له ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه ددې غونډي له جوړوونکو دده د مېلمه پالني او درناوي له امله مننه وکړه او تر يوه ساعت زيات وخت يې خپل بېلابېل شعرونه ، غزل او منظومي کيسې واورولې ، د ښاغلي جهاني د شعرونو ويلو پر مهال د غونډي برخه وال کله کله داسي احساساتي کېدل چي د لاسونو پړکا او له ځايه پاڅېدلو به يې د څو ثانيو لپاره د شعر په ويلو کي وقفه راوسته .



کله چي ښاغلي جهاني صاحب خپل شعرونه بس کړه او مننه يې کوله ، برخه والو په بيا بيا د نورو شعرونو ويلو هيله ترې کوله او ددې دردناکو خوږو شعرونو لړۍ به بيا پيل سوه .




د غونډي د يو شمېر برخه والو احساسات د قابو کولو نه وو ، ځينو خو خپلي اوښکي هم پټي نکړای سوای ، د ښاغلي جهاني هم ستونی راډک سو ، ږغ يې ولاړﺉ خو ژر يې د کنترول هڅه وکړه ، ډاکټر ادم خان او ولي عبدالله يې پر راسته او چپه څنګ ناست وه ، ولي عبدالله د جهاني صاحب څخه د منني وروسته وويل چي ما خو ويل چي يوازي تاسي به اوښکي توی کړې خو ما وليدل چي د ښاغلي جهاني صاحب هم اوښکي رارواني وې .


 د ښاغلي جهاني صاحب دشعرونو وروسته نوموړي ته د درناوي په دود د غونډي ټول برخه وال پر خپلو ځايونو ودرېدل.



 



وروسته د بېلابېلو ادبي اثارو او ټوکو د ليکوال ښاغلي پيرمحمد باوري واری سو ، نوموړي پخوانۍ کندهارۍ ( ريپکاټ) صدرۍ اغوستې وه ، ارغنداوی ماډل لنګوټه یې تړلې وه ، پټو پر اوږه ، چَوټي په پښو ، ستېج ته راغی په خوږو او خندوونکو ټوکو يې د غونډي د برخه والو اوښکي پاکي او پر شونډو موسکا خپره کړه .


د غونډۍ وروستۍ برخه د ټنګ ټکور لپاره ځانګړې سوې وه ، سويډن مېشتي افغان  خوږژبي سندرغاړي ښاغلي همايون صاحبزي په خپل خواږه اواز د ښاغلي جهاني شعرونه د بلجيم مېشتي تنکي ځوان ميرويس باوري په هنرمندو ګوتو د خوږو افغاني نغمو سره مله کړه .




د ادېسه سپين ږیرو ، ځوانانو او کوچنيانو له ليري هيوادونو راغليو ليکوالو، شاعرانو او فرهنګيانو ته وښوول چي افغاني فرهنګ نه مري ، دوی که له هيواده لري هم دي خو په مستو او ګرمو ملي اتڼونو افغانانو ته د افغاني بډای کلتور د ژوند او پرمختګ زيرﺉ ورکولای سي .



ښاغلي عبدالباري جهاني تر غونډي وروسته د لراوبر سره په خبرو کي وویل چي نننۍ غونډه دخپل ډول تر نورو ټولو ځکه ښه وه چي هم د تنکیو ماشومانو شمېر او هم د څوارلس څخه تر شل ، دووه ويشت کلنو ځوانانو شمېر د غونډي دمنځني سن لرونکو په پرتله هم زيات و، زما د پاره دا په زړه پوري وه چي ددې ځای ځوانانو څنګه په ډېره مينه هم برخه اخستې وه هم يې غونډه په خپلو احساساتو ګرمه ساتله او تعقيبوله ، دا پرتمينه غونډه د شپې پر دوولسو بجو د ښاغلي ډاکټر ادم خان ځدراڼ لخوا دښاغلي جهاني او ټولو برخه والو څخه په منني پای ته ورسېده.



اوکراين ته د ښاغلي جهاني د سفر په اړه  ښاغلي انجنير صابر محمد ارماني لراوبر ته وويل: د جون په لومړيو ورځو کي د تور سمندرګي پر غاړه د کبانو پر مېله راټول سوي وو چي د لندن څخه پيرمحمد باوري ډاکټر ادم خان ځدران ته ټيلفون راوکړ چي جهاني صاحب د ادېسي د افغانانو بلنه ومنله او د جولای په اولو کي اوکراين ته راځي ، وروسته مي د ډاکټر ادم خان ځدراڼ سره په ګډه په ډېر سرعت سره ددې پروګرام د جوړېدو د پاره تيارﺉ ونيوﺉ ، د جهاني صاحب له راتګ څخه مو د ادېسه افغان اوسيدونکي خبر کړه چي ټولو زموږ سره په دې برخه کي مادي او معنوي همکاري وکړه تر څو د خپل هيواد ددې وتلي مؤرخ او نوميالي شاعر قدر او درناوﺉ وسي ، خصوصاً ښاغليو : انجنير محمد عثمان ،محمد خادم،سيد ميرويس سيدزی،احمد شا پښتون ،غلام حضرت ،محمد ايوب شيردل ،محمد سليم  اندړ،ډاکټر محمد طاهر سادات او حاجي محمد رسول مفتون په مادي برخه کي ډېر بار پر خپلو اوږو واخيست .


ښاغلی صابر وايي يو شمېر افغانانو د غونډي جوړولو د پاره د مادي مرستي تر څنګ د ښاغلي جهاني صاحب او ورسره مېلمنو د پاره ځانګړي مېلمستياوي هم جوړي کړې چي نومونه يې په دې ډول دي :
انجنير محمد عثمان ،محمد خادم ،حاجي عبدالستار غروال چي په مېلمستيا په ترڅ کي جهاني صاحب د افغانستان زمری شاعر وبلل سو او له دې کبله د زمري جايزه هم ورته ورکړه سوه ، سيد ميرويس سيدزی، ميرويس رحيمي، سيد جمال شا او  انجنير سيد محمد قاسم . دغو ټولو ښاغليو د ښاغلي جهاني ، له نورو هيوادونو څخه راغليو مېلمنو او په ادېسه کي مېشتو فرهنګيانو ته ځانګړي په زړه پوري مېلستياوي جوړي کړې چي هري يوې ته به د هغه وخت او ځای سره سم ادبي بانډارونو او ټوکو ټکالو ښکلا بخښله او د خپل هيواد او هيوادوالو تر منځ د ميني او اخلاص څرګندونه به يې کوله .


 د لراوبر اداره ددې راپور په پای کي د منني ډول  د ټولو هغو افغانانو نومونه يادوي چي د کلتوري خدمتونو په لاره کي مادي مرستي کوي . د هغو اوکراين ميشتو افغانانو نومونه هم د يادولو وړ دي چي د ښاغلي جهاني دخدمتونو او شخصيت  دستايني او درناوي په نيت يې يو بل ته لاس ورکړ . ددغو فرهنګپالو د نومونو لپاره داځای کليک کړﺉ http://larawbar.org/detail.php?id=27432


د جولای د مياشتي نهمه نېټه په ادېسه کي دوې کلتوري ټولني فعاليت کوي ، يوه يې د افغانانو کلتوري کمېټه او بلي ته يې دوی ( فنډ ) ويل چي اصلي نوم يې د افغانانو د دوستۍ فنډ و .
د افغانانو د کلتوري فنډ لخوا يوه ادبي ناسته د قرآن کريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل سوه ورپسې ښاغلي ډپلوم انجنير محمد عثمان ښاغلي جهاني صاحب ته د هرکلي تر څنګ وويل عبدالباري جهاني ددې وخت خوشال خان خټک وباله او هغه يې د يووالي د سمبول په نامه ياد کړ ، نوموړي وويل چي د ښاغلي جهاني راتګ ځوانانو د کلتور زده کړي او مشرانو ته الهام وګرځېد .
وروسته ددې فنډ مرستيال ښاغلي پروفيسرډاکټر هشمت الله بېروز د خپلو خبرو پر مهال عبدالباري د ټولو افغانانو خواخوږی او تکړه شاعر وباله .
ورپسې ددې  فنډ د مالي چارو مسول  ښاغلي ډاکټر طاهر سادات  وويل : ستاسي د راتګ له برکته موږ په لومړي ځل پسله ډيرو  وختونو پر يوه دسترخان راټول سوي يو ، نوموړي له ټولو مېلمنو او په ځانګړي ډول له ښاغلي جهاني صاحب څخه د هغه د راتګ له امله مننه وکړه .
ددې فنډ يوه بل مرستيال ښاغلي محمد رسول مفتون  وويل : تاسي يوازي پر پښتنو نه ياست ګران  بلکي ستاسي په لاس ليکل سوي ملي سرود ته په ټول افغانستان کي د هر قوم  او سيمي سړی ولاړيږي .
وروسته ښاغلي خواجه محمد يوسف د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل : تېره شپه مي ښاغلی جهانی صاحب په لومړي ځل وليدﺉ ، دا راته څرګنده سوه چي جهاني د افغانستان يو ډېر لوی شخصيت دی ، د نوموړي اشعارو  او خپلو هيوادوالو ته پيغام زه ډېر ماثره کړم . ښاغلي خواجه وويل جهاني صاحب په دې او هغه قوم يا سيمي پوري اړه نلري ، ښاغلی جهاني د ټولي نړۍ دی خو په افغانستان کي زېږېدلی دی چي زموږ د پاره د وياړ خبره ده . څوک چي زموږ تر منځ نفاق ته لمن وهي مخ يې تور دی .
ددې فنډ يوه بل مرستيال ښاغلي انجنير محمد نعيم ښاغلي جهاني او د غونډي نورو برخه والو ته د نظم په بڼه له خبله اړخه ښه راغلاست او پيرزويني وړاندي کړې .
ښاغلي انجنير محبوب الله صديقي زه شاعر نه يم خو د افغانستان دې وتلي عالم او ملي شخصيت ته د احترام له مخي د مولانايوه ټوټه شعر وړاندي کوم . ورپسې د غونډي يوه بل ځوان برخه وال په ازبکي ژبه ښاغلي جهاني صاحب ته ښه راغلی ووايه او زياته يې کړه چي ښاغلی جهاني يوازي په پښتنو پوري اړه نلري بلکي تاجک ، هزاره او د افغانستان نوري قبيلې ښاغلي جهاني او د هغه ملي او فرهنګي خدمت ته درناوی لري .
ورپسې ښاغلي يحیی جوياني په خپلو خبرو کي ښاغلی جهاني خپل همښارﺉ وباله او د خپل هيواد د پرمختګ لپاره يې د هغه د ويښو شپو يادونه وکړه  او هغه يې په کفن کي د پېچلو ژونديو وګړو  افتخار وباله .وروسته ځوان فرهنګپال ښاغلي مساپر په پشه يي ژبه ښاغلي جهاني ته خپل شعر وړاندي کړ .
 د غونډي ددوهمي برخي چلوونکی ښاغلی زلمی حبيبزی و ، نوموړي ځوان شاعر ښاغلي پيوند شيدا ته بلنه ورکړه چي د جهاني د شعر سره په تړاو خپله خاطره وړاندي کړي ، ښاغلي پيوند وويل : نن ورځ لکه د خوب ليدلو غوندي د خوشاليو ډکه ده ، د جهاني صاحب څخه په ډېر ليري واټن کي يوه ډېره ښه خاطره لرم هغه دا چي په ۱۳۷۹ لمريز کال  د ازموينو وروسته سهار وختي لمانځه ته پاڅېدم ، د اوداسه په نيت روان سوم چي په دروازه کي طالبانوونيولم او دوې اوونۍ يې زنداني کړم تر زندانه وروسته چي کورته راغلم ډېر خپه وم ، د امريکا ږغ راډيو مي ولګوله ، دا مهال ښاغلي جهاني يو ادبي پروګرام مخته بېوﺉ او د ګوندي تر نامه لاندي شعر مي تر غوږو راورسېد (( د شينوارو په مالت کي يو ملا و هم مرشد و ، هم عالم و هم اغا و )) دا هماغه شېبه وه چي د ښاغلي جهاني صاحب د شعر تر اغېز لاندي راغلم ، دې شعر تر اوکراين هيواد او تر دې غونډي پوري رارسولی يم او د ښاغلي جهاني صاحب سره مي دمخامخ ملاقات ارمانونه پوره سول .
وروسته ښاغلي رحيم الله خاکسار ، سهراب ځنيخېل او احمدالله تڼی د ښاغلي جهاني شعر (( ځوانه دا څوک يې چي ګولۍ اوروې – د خپل نيکه او د ابا پر کلي – دې هديره کي دي خپلوان پراته دي – څوک يې پرون څوک يې پخوا ويشتلي )) په ترنم کي وړاندي کړ  چي د برخه والو لخوا په تودو احساساتو او چکچکو بدرګه کېدﺉ .
ورپسې د چنار تر سيوري لاندي کلتوري ټولني غړي احمد شاپاچا د جهاني صاحب هغه شعر  چي په تنکۍ ځواني کي يې ليکلی او ښاغلی استاد محمد صديق روهي يې په اوريدو سره ژړلي دي وړاندي کړ (( دا زما غېور ولس دی )) .
بيا وروسته هلمند پردېس د ښاغلي جهاني صاحب پر شعر يوه مقاله ولوسته او د ښاغلي جهاني د ژوند او شعر په اړه يې  ډاکټر لطيف بهاند او محمد معصوم هوتک د څېړنو يادونه يې وکړه .
 وروسته تنکۍ ماشومي ميني عثمان په پښتو او دري ژبه دوه شعرونه په ترنم کي وړاندي کړل چي د ښاغلي جهاني صاحب او ټولو برخه والو لخوا په تودو احساساتو بدرګه سول .
وروسته ځوان او خوږ ژبي سندرغاړي همايون صاحبزي د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه د موسيقۍ په زېر و بم وړاندي کړل ، د خوست ، پکتيا ، ننګرهار ، وردګ ، کندهار ، غزني ، باميان ، کندوز، لوګر ، لغمان ، کنړ ، پکتيکا او سرپل ځوانانو او مشرانو پرله پسې مست اتڼونه وکړه چي تر نيمي شپې يې دوام وکړ .
 د جولای دمياشتي لسمه نېټه :
 د ادېسه په ښار کي د افغانانو د کلتوري کمېټې مشر حاجي عبدالستار غروال او همکارانو لخوا يې ښاغلي عبدالباري جهاني او ورسره مېلمنو په وياړ يوه شخصي مېلمستيا جوړه کړې وه ، مېلمستيا ته تر تلو مخکي ښاغلي عبدالغفار ځدراڼ د ښاغلي جهاني څخه هيله وکړه چي په ادېسه کي د اريانا ښوونځی څخه ليدنه وکړي ، په داسي حال کي چي د ښوونځی ماشومان د ښاغلي جهاني ورتګ ته سترګي په لار وو ، دنوموړي ښوونځی مدير ښاغلي ډګروال نورمحمد ښاغلي جهاني صاحب او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه .


وروسته د ارياناښوونځی زده کوونکو په خوږه پښتو جهاني صاحب ته د ټولو زده کوونکو په استازيتوب د هرکلي پيغام ولوست د پيغام په يوه برخه کي راغلي وو چي : تاسو ښاغلي عبدالباري جهاني زموږ د ننګونو او حماسو شاعر ، د لراوبر د شملو شاعر ادېسه ته پخير راغلاست ، موږ وياړو چي ستاسو په څېر درنې سټي په ادېسه کي د افغانانو او په اريانا ښوونځی کي زموږ پردېسو ماشومانو پوښتنه کوﺉ .


ښاغلي جهاني او ورسره پلاوي ته يې دا هر څه ډېر نوي وو ، نوموړي د ښوونځی مدير ، ددې ټولګی د استادي او زده کوونکو په ليدلو ډېره خوښي څرګنده کړه او ورته ويې ويل چي دغه ښوونيز پروګرام، دغه ټولګی او ددې ماشوم سويه  زما تر توقع ډېر لوړ و، دا هغه څه دي چي موږ يې په امريکا کي په دې کچه تر اوسه نلرو .


نوموړي وويل موږ په مهاجرتونو او جلاوطنۍ کي په داسي حالت کي قرار لرو لکه يو ستل اوبه چي د يوه درياب په څنګ کي قرار ولري په داسي حال کي بايد هڅه وکړو چي خپلو ماشومانو ته افغاني کلتور ، مورنۍ ژبه او خپل ثقافت تر بل هرڅه ډېر ور زده کړو تر څو دوی وکولاﺉ سي په ځوانۍ کي هم په خپلو ورځنيو چارو کي په خپله مورنۍ ژبه په علمي توګه  وپوهيدلای سي .


وروسته ښاغلي جهاني او ورسره پلاوي د ټولو ټولګيو څخه ليدنه کتنه وکړه ، د زده کوونکو او استادانو سره يې خبري وکړې او ددوی د هڅو او په يوه بهرني هيواد کي د يوه افغاني چاپيريال د جوړيدو ستاينه يې وکړه .
 ورپسې ټولو مېلمنو د توري بحيرې پر غاړه په ارکاډيه نومي ځای کي په ټاکل سوې مېلمستيا کي برخه واخيسته چي په پيل کي يې د افغانانو د کلتوري کميټې مشر حاجي عبدالستار غروال جهاني صاحب ته ښه راغلاست ووايه او هغه ته يې د پښتو ژبي دزمري شاعر خطاب وکړ او تر لنډو خبرو وروسته يې د خپلو همکارانو په استازيتوب د ښاغلي جهاني لپاره جوړه سوې ډالۍ وړاندي کړه .


 ورپسې د ښاغلي جهاني د شعر يوه مينه وال  ډپلوم انجنير موسی جان وويل چي ښاغلی جهاني د پښتو ژبي په لويو او معاصرو شاعرانو کي راځي ، نوموړي د جهاني صاحب يو شعر هم له ياده ووايه چي د ټولو برخه والو لخوا په چکچکو بدرګه سو (( زه يې پېژنم غني دی – دا زړه ور دا ببرسرﺉ – چي اورنګ ته قلندر دی چي اسمان لره پښتون سي )).
د مېلمستيا په لړ کي افغان ټوکمار ښاغلي پيرمحمد باوري د خندا ډکو ټوکو په ويلو سره نوره هم خوښي او ښکلا ور وبخښله ، په پای کي ښاغلي عبدالباري جهاني د افغانانو کلتوري کميټې له مشر او نورو غړو څخه ددې مېلمستيا له امله خوښي څرګنده کړه او مننه يې وکړه .


ماسکو: د جولای د میاشتي شپاړسمه :


دروسيې په پلازمېنه ماسکو کي د افغانانو د کاري مرکز او سراسري ټولني لخوا د ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ ادبي غونډه نوموړي مرکز د مسجد د ملا امام لخوا دقرآن کريم په تلاوت او په ګران هيواد افغانستان کي د سولي ټينګښت په دعا پيل سوه .


دغونډي چلوونکی ليکوال او شاعر ښاغلی فاروق ( فردا) و ، پرانستونکې وينا په ماسکو کي د افغانانو د کاري مرکز ريس ښاغلي غلام محمد جلال واوروله ، نوموړي په خپلو خبرو کي د ښاغلي عبدالباري جهاني او له اروپا څخه د نورو افغان فرهنګيانو او کلتوري ټولنو له استازو په دې غونډه کي د ګډون له امله مننه او هرکلی وکړ ، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل چي افغانان تر بل هر وخت يووالي او اتفاق ته اړتيا لري او زياته يې کړه چي په دې اړه د لومړي ګام پورته کولو ته تيار دﺉ .
 
په روسيه کي د افغانستان د لوی سفارت د کلتوري چارو مسول ښاغلي شينواري د عبدالباري جهاني ژوند ليک واوراوه ، ورپسې ليکوال او څېړونکي ښاغلي ډاکټر لطيف بهاند د عبدالباري جهاني پر کار او ژوند مقاله واوروله ، ښاغلي عبدالباري جهاني خپل يو شمېر شعرونه او منظومي کيسې وړاندي کړې او ورپسې يو شمېر ماسکو مېشتو افغان ليکوالو او شاعرانو د ښاغلي جهاني د دې د ادبي خدمتونو ستاينه وکړه .
  
د يادوني وړ ده چي په دې غونډه کي دافغانستان د بېلابېلو قومونو او ژبو ويونکو برخه اخستې وه او په تودو احساساتو يې د ښاغلي عبدالباري جهاني د اشعارو استقبال وکړ ، ښاغلي علي کريمي د خيام د رباعیاتو د ژباړي په اړه وويل چي که حضرت خيام ژوندﺉ وای او ستاسو په لاس يې د خپلو رباعياتو خوږه پښتو ژباړه ليدلي وای ددې لپاره به يې نور رباعیات هم ويلي وای ، نوموړي د ښاغلي جهاني لخوا د خيام د رباعياتو پښتومنظومه ژباړه تر عربي ، فارسي او روسي رباعياتو برجسته او خوږه وګڼله او له دې امله يې ښاغلي جهاني صاحب ته مبارکي وويله .


د ښاغلي جهاني د نمانځغونډې په پای کې د مسکو د ښار د لیکوالو د اتحادیي دمشرتابه پلاوي غړو ولګا پاولوفنا ددغه اتحادیی مسوله سکرتره او خاندیکوف د اتحادیی مرستیال خبرې وکړي.ښاغلی جهاني ته یې د ګلو ګيدۍ ورکړي .خادیکوف پخپلو خبرو کې وویل چې،ما دجهاني شعر د روسي لوی شاعر پوشکین سره موازي بېدا کر.دده  دشعر موسيقي د  پوشکین د شعر له موسیقي‎ سره نږدیوالی لري دا به ډېره پر ځاي  خبره وي چې موږ جهاني ته د افغانستان پوشکین ووایو.
دمسکو دلیکوالو د اتحادیی مسوولینو ژمنه وکړه چې د جهاني شعرونه به په روسي ژبه وژباړي او چاپ یې کړي.
ښاغلي جهاني دشعرونو پرتمین محفل یې  په یو مناجات ښکلی کړ چې په هغه کې له لوی خدای څخه دهېواد دآبادۍ هیله شوې وه،بیا ورپسې نور شعرونه، کیسې،غزلې د عمر خیام رباعیات او نور او نور چې یو په بل بسې د غونډې د برخه والو له خوا په چکچکو او ګلانو ډالي کولو سره بردګه کیده. د یادونې وړ ده چې د عمر خیام د رباعیاتو د اصلی متن په لوستلو او دکلمه کې ښاغلی ډاکتر شاه محمد ګویا له ښاغلي جهانی سره ملګرتیا وکړه .
تر هغه وروسته  په مسکو کې یو شمیر میشتو افغانانو هریوه سیف الله لاروی،میرویس  ویال،محمد عمر ننګیار،خاطره رضایي،  خپل شعرونه یې ولوستل او ډاکتر علي کریمي د باری جهانی د شعر پر ځانګړنو يې رڼا واچوله.


دبهر څخه ورغليو مېلمنو له کتاره  د ادېسه د افغانانو کلتوري فنډ مشر انجنير محمدعثمان ، په بلجيم کي د افغان کلتوری بهير مشر حاجي امين باوري ، د سويډن کلتوري ټولني په استازيتوب حاجي حکمت الله حکمت ، په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب د لراوبر موسس عبدالله احسان د ښاغلي جهاني د شعر پښتو ادب د پرمختيا په اړه خبري وکړې .


د يادوني وړ ده چي له اوکراين څخه ماسکو ته د ښاغلي جهاني او ورسره مېلمنو د سفر اسانتياوي د اوکراين مېشتي افغان سوداګرو محمد خادم او انجنير محمد عثمان لخوا او په ماسکو کي ټولي اسانتياوي د افغان سوداګر غلام محمد جلال او ملي سوداګر حاجي ګل احمد او تخنيکي چاري په ماسکو کي د افغانانو دکلتوري مرکز دکارکوونکو لخوا چمتو سوي وې .


د کرملين ( سور ميدان ) په ګډون د يو شمېر تاريخي او مشهورو ځايونو څخه د ليدني کتني پر مهال ښاغليو ډاکټر لطيف بهاند ، علي کريمي ، حاجي ګل احمد ، محمد خادم ، ډاکټر فاروق فردا ، محمد ننګيار، دوکتور نجيب الله تقدير ، توريالي ، درمل لاهو ، عزيز پاچا او ښاغلي انګار په بېلابېلو ورځو د ښاغلي جهاني او نورو اروپايي هيوادونو څخه راغليو مېلمنو سره د ماسکو ښار د تاریخي سيمو څخه د ليدني کتني پر مهال ملتيا کوله.



سانکت پيترز بورګ :د جولای پر ۱۷مه نېټه ښاغلی جهاني او ورسره په اروپا کي د کلتوري ټولنواستازي د روسيې په دوهم ښار لېننګراد کي د فرهنګپاله افغانانو لخوا وربلل سوي وه ، دماسکو څخه تر لېننګراد ( سانک پيتربورګ ) پوري په الوتکه کي تګ او اورګاډي کي راتګ افغان فرهنګپال ډاکټر شېر حسن حسن پر غاړه اخستی و ، په هوايي ډګر کي د هرکلي دود ، د ښار د تاريخي ځايونو ليدنه او د اذربايجان په يوه  رستورانت کي چي په میناتوريو او د خيام په رباعياتو ښکلی سوی و ، مېلمستيا د افغان فرهنګپالو عزيز پاچا، اسد خوستي او رشيدخوږياڼي لخوا جوړه سوې وه .


له راستې خوا: حاجي امين باوري ، رشيد، حاجي حکمت الله حکمت ،اسد، عبدالباري جهاني او عزيز پاچا



اوکراين مېشتی عزيز پاچا چي خپله هم په دې سفر کي د ښاغلي جهاني صاحب سره له اوکراين څخه ملګرﺉ و، په دې ښار کي لوړي زده کړي کړي وې او پوره بلدتيا يې لرله د خپلو فرهنګي مېلمنو د کوربه رول ولوباوه ، ټولو په ګډه د سانکت پيتربورګ ښار له بېلابېلو په زړه پورو تاريخي ځايونو څخه ليدنه کتنه وکړه ، ښاغليو : عزيزپاچا، اسد خوستي او رشيد خوږياڼي مېلمنو ته د تاريخي ودانیو څخه د ليدو او په ښار کي د ګرځېدو پر مهال په زړه پوري معلومات ورکول .


ماته يو وار بيا د نوميالی شاعر ښاغلی عبدالباری جهاني سره په يوه تاريخی سفر کي د ملګرتيا وياړ راپه برخه سو - عبدالله احسان


شاوخوا پنځه نيمي بجې ښاغلی عبدالباري جهاني ، له ماسکو څخه ښاغلي ډاکټر شېرحسن حسن ، له سويډن څخه ډاکتر حکمت الله حکمت ، له بلجيم څخه حاجي امين باوري ، له اوکراين څخه عزيز پاچا او د لراوبر ويبپاڼي مسول عبدالله احسان د ځوانو فرهنګپالواسد خوستي او رشيد خوږياڼي سره ګډه په سانکت پيتربورګ کي د افغانانو د کلتوري ټولني ددفتر ته ورغلل ،دا دفتر دخارجيانو د يوه بازار په دريم پوړ کي واقع و ، ظاهراً په غير منظم ډول جوړ سوی خړ پړ دفتر و خو په حقيقت کي د يوه سياسي ګوند دفتر و چي پر دروازه يې په لاس ليکل سو و ( دفتر مرکزي حزب ملي افغانستان – سانکت پيتر بورګ روسيه ) .




 د دې ښار د کلتوري ټولني مشر او ځينو نورو غړو ويل چي تازه له يوې دوې ورځنۍ سیاسي غونډي فارغه سوي دي .
تر لنډي دوه اړخيزي پيژندګلوۍ وروسته د مشرتابه او غړو له خبرو څرګندېده چي ځيني يې تر دې مهاله د خپلي ټولني لخوا د يوې ادبي غونډي له جوړيدو ناخبره وو، ښاغلی ډاکتر شېرحسن حسن چي تازه رارسيدلی و له ښاغلي سيدالله تڼي سره د غونډي د سناریو په جوړولو بوخت سو او څو دقيقې وروسته دواړه د غونډي تالار ته ولاړل .
لږ وروسته وپتېيل سوه چي ټول به د غونډي تالار ته چي په شاوخوا دوه سوه متري کي واقع و ، ستانه سوه .
د غونډي تالار د يوې کوڅې د خولي ددرې پوړيزي ودانۍ په اخير منزل کي و ، شاوخوا شپېته اويا کسانو ته مېوه او اوبه پر مېزونو اېښول سوي وه او د ډوډۍ رارسېدلو انتظار يې کاوه چي ښاغلی جهاني ، ورسره فرهنګي پلاوی او ددې ټولني د مشرتابه سره يو ځای د غونډي تالار ته ورسېدل ، دلته په سانکت پيتر بورګ کي د مېشتو افغانانو تر څنګ د روسيې د ( ايوانه وه ) او ځينو نورو ښارونو څخه هم افغانانو برخه اخستې وه .
ددې ټولني  د مشرتابه جرګې غړو له خبرو داسي ښکارېدل چي ډيرو بوختياو يې د غونډي تالار د چمتو کولو لپاره فرصت نه و ورکړﺉ ، خو د ورغليو مېلمنو په مشوره او همکاري په نيم ساعت کي د ستېج جوړولو ، مايکروفون او لوډسفيکر نسبولو او د ستېج لپاره د غونډي د نوم ليکلو چاري بشپړي سوې .
د غونډي چلوونکي د بهير دوې مياشتنۍ چاپي خپروني مسول ښاغلي سيدالله تڼي په شروع کي وويل چي نن به د افغانستان له يوه وتلي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني په زړه پوري اشعار واوري او د ښاغلي جهاني لنډ ژوندليک يې ولوست .
وروسته د کوربه ( د افغانانو د يووالي ټولني ) مشر ښاغلي نعيم ګل ځدراڼ د افغانستان لوی شاعر ښاغلي جهاني څخه مننه وکړه چي ددوی بلنه يې منلې او تر دې ځايه يې تشريف راوړﺉ دی ، هغه وويل چي اوس به جهاني صاحب پخپله خپلي خبري او شعرونه تاسو ته واوروي !


په سانکت پيتربورګ کي د ښاغلي جهاني صاحب په وياړ غونډه



ښاغلي جهاني افغانانو ته د يووالي او اتفاق په اړه د لنډو خبرو وروسته خپل په زړه پوري اشعار واورول چي د برخه والو لخوا يې په تودو احساساتو پرله پسې هرکلی کېدﺉ .
وروسته ښاغلي ډاکټرحسن  حسن د ښاغلي عبدالباري جهاني د شخصيت، ادبي او کلتوري خدمتونو په اړه وينا وکړه او پر افغانانو یې ږغ وکړ چي د خپلي ټولني خدمتګاران وپيژني او قدر يې وکړي .
ورپسې د اېوانوَه په ښار کي د افغانانو د ټولني مشر ښاغلي احمدزي ، ، ښاغلي نجم الدين ښاغلي شيرزاد،طاهر درمند ، ځوان شاعر ولي رحمن خيال ، حاجي حکمت الله حکمت ، حاجي امين باوري او عبدالله احسان ويناوي واورولې او د ښاغلي جهاني د ژوند او کار د ارزښت په اړه وږغېدل .
غونډه د ماخستن يوولس بجې پای ته ورسېده ، بيا هم د اوکراين ميشتي عزيز پاچا او په سنکت پيتربورګ کي دده د انډيوالانو اسد خوستي او رشيد خوږياڼي سره د سنکت پيترز بورګ د اورګاډي په ستېشن کي تر لنډي دمي او ډوډۍ خوړلو وروسته د ښاغلي ډاکټر شېرحسن  حسن په  او ملتيا ښاغلی عبدالباري جهاني ، ښاغلی حاجي حکمت الله حکمت ، ښاغلی امين باوري او عبدالله احسان د شپې دوولس نيمي بجې له سانکت پيتربورګ څخه په اورګاډي کي ماسکو ته حرکت وکړ او تر ۹ ساعته ارام سفر وروسته د ماسکو د اورګاډو په تمځای کي ښاغلي محمد خادم ، انجنير عثمان ، ښاغلي انګار ، ښاغلي توريالي ،ښاغلي درمل ، ښاغلي شينواري تر انتظار  او هرکلي وروسته تر ټاکل سوي هستوګنځای پوري بدرګه کړل .



ماسکو:د جولای د مياشتي پر ۱۸ نېټه د روسيې په پلازمېنه ماسکو کي د مېشتو افغان اهل هنود ( هندو مذهبه افغانانو ) لخوا يوه په زړه پوري غونډه جوړه سوه چي د ماسکو مېشتو افغان ليکوالو او اديبانو د ويناو تر څنګ ښاغلي جهاني صاحب د افغان اهل هنودو په اړه د علمي وینا او ښاغلي ډاکټر رګنات اشنا د يوې خاطرې يادولو وروسته د هند د مشهور شاعر بګهت کبير د اشعارو په پښتو نظم ژباړل سوي بېلګي واورولې .


ماسکو مېشتي افغان هندواڼو د خپل هيواد وتلی شاعر د ګلونو په ګېډۍ ونازاوه


دا غونډه چي ښاغلي جهاني ته د مسکو مېشتو افغان اهل هنودو لخوا ترتيب سوې وه موخه يې د اهل هنودو د ټولني د مشر  ښاغلي کرتارسينګهـ په وينا د خپل هيواد د يوه ملي شخصيت ستايل او درناوﺉ دی .د غونډي په پای کي ښاغلی جهاني ته د ماسکو مېشتو افغان هندوانو په استازيتوب د ګلابو ګېډۍ ډالۍ سوه.


د يادولو وړ ده چي ددې غونډي په جوړولو کي په ماسکو کي مېشتو د افغانستان د خوست ولايت اهل هنودو ښاغليو : کرتارسينګهـ،ډاکټر بيانه سينګهـ ، ګلميت سينګهـ، پرتب سينګهـ،منور سينګهـ،لچمن سينګهـ ، رامداس ، بروس سينګهـ ، سرن سينګهـ او دلپ کمار ونډه اخستې وه .


د جولای د مياشتي پر ۱۹مه نېټه ښاغلي عبدالباري جهاني په روسيه کي د افغانستان د لوی سفارت د کارکوونکو لخواپه یوه شخصي مېلمستيا کي برخه واخيسته چي د ښاغلي داود نورزي په نوښت ترتيب سوې وه ، دا مېلسمتيا چي د یوه اذربايجاني رستورانټ به ځانګړي تالار کي جوړه سوې وه په ماسکو کي افغانانو د کاري مرکز ريس ريس او يو شمېر افغان ملي تجارانو تر څنګ افغان ليکوالو او فرهنګيانو هم برخه اخستې وه .


تر ډوډۍ وروسته دافغانستان د ملي پوليسو افسر ښاغلي نجيب الله سمسور د غونډي يوه يوه برخه وال ته د خبرو او نظر څرګندولو بلنه ورکوله په دې توګه ښاغليو : دافغان کاري مرکز ريس غلام محمد جلال ، په روسيه کي د افغانستان کلتوري اتشه نجيب شينواري ، له سويډڼ څخه راغلي افغان فرهنګپال حاجي حکمت الله حکمت ، له بلجيم څخه حاجي امين باوري ، د لراوبر مسول عبدالله احسان او يو شمېر نورو برخه والو د ښاغلي جهاني صاحب او خپل افغاني کلتوري د درناوی او ودي په لاره کي د ماسکو مېشتو افغانانو هلي ځلي وستايلې .


د جولای د میاشتي پر ۲۰مه نېټه د روسي ليکوالو او شاعرانو ټولني د افغانستان نوميالی شاعر عبدالباري جهاني سره په ماسکو کي د روسيې د ادبياتو په مرکز کي د ليدني کتني پر مهال په پښتو شعر او ادب کي د هغه لاسته راړوني وستايلې او هغه ته يې د روسي ژبي د مشهور او وتلي شاعر پوشکين ستاينليک ډالۍ کړ ، دې مرکز  روسي ژبي ته د ښاغلي جهاني د شعرونو د غورچاڼ د چاپ ژمنه هم وکړه .


د جولای پر ۲۱ نېټه افغان سوداګر ښاغلي غلام محمد جلال د يو شمېر نورو ماسکو مېشتو افغان فرهنګپالو سره يو ځای ښاغلی جهاني د ماسکو تر نړيوال هوايي ډګر بدرګه کړ او د خدای په اماني په دود يو له بله رخصت سول . په دې سره د ښاغلي جهاني هغه سفر چي د۲۰۱۱ زېږديز کال د جولای پر شپږمه نېټه د اوکراين مېشتو افغانان فرهنګپالو ښاغليو ډاکټر ادم خان ځدراڼ ، سيد ميرويس سيدزي او انډيوالانو په نوښت پيل سوﺉ و د همدې مياشتي پر ۲۲مه نېټه د ماسکو مېشتو افغانانو سره په مخه ښې په ډېره خوښي سره پای ته ورسېد .


يادونه : ما ( عبدالله احسان ) ددې تاريخي سفر په ترڅ کي شېبه په شېبه په سترګو ليدل چي د هغو افغانانو اکثريت چي د ښاغلي جهاني صاحب سره مخامخ کېدل داسي د زړه د له کومي خلوص ، مينه او قدر به يې کاوه چي زه به ورته حيران وم . ماددغسي صحنو سلګونه تصويرونه اخستي دی ، دا چي د پوره کوښښ سره مي بیا هم د لويديځ د سرګردانه ژوند له امله ونسوای کولای چي ددې راپور سره يې خپاره کړم له ټولو هغو افغانانو چي زموږ قدر يې وکئ او له درنو لوستونکو بخښنه غواړم خو ژمنه کوم چي تر خپريدلو تر وخته به د هر يوه تصوير سره  د امانت په توګه چلندکوم .

Copyright Larawbar 2007-2024