یو امریکایی او یو بل خارجی عسکر ووژل سول
پنتاګون خبر ورکوی چی طالبانو وړمه ورځ په کونړ ولایت کی یو امریکایی ۳۹ کلن افسر وویشت او ځای پر ځای یې وواژه .
بلخوا ، ناټو اعلان وکړ چی نن د هېواد په ختیځ کی ماین یو خارجی عسکر والوزاوه خو نور تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د اکتوبر په نیمه میاشت کی د خارجی پوځیانو تلفات ۱۴ ته ورسېدل چی لس یې امریکایان دي .